شاهین: دا ځل امریکا سره له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر مهالوېش غږېږو

ارشیف، په قطر کې د طالبانو د سیاسي ډلې غړی او ویاند سهیل شاهین یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال, 18Jun2013.

طالبان وايي، له امریکايي پلاوي سره به راتلونکي دور خبرې له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو په مهالوېش متمرکزې وي.

دا خبره فرانسې خبري اژانس پرون د یکشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د غويي ۰۱» په قطر کې د طالبانو د سیاسي ډلې د غړي او ویاند سهیل شاهین په حواله کړې ده.

شاهین په خپله مرکه کې ادعا کړې چې د خبرو په تېر دور کې دوی له امریکا سره له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو په وتلو موافقې ته ورسېدل او دا چې جزئیات‌یې لا زیات تر بحث لاندې ونیول شي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیل‌زاد ویلي و چې له طالبانو سره په خبرو کې تر هغو چې په ټولو مواردو موافقه نه‌وي شوي په هېڅ شي موافقه نه‌ده شوې.

خلیل‌زاد ویلي چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل، له دې خاورې د ترورېزم نه استفاده، بین‌الافغاني خبرې او د اوربند ټینګښت هغه ټول موارد دي چې دی یې له طالبانو سره په خبرو کې مخته وړي.

خلیل‌زاد د دغو څلورو مواردو په دوو لومړیو هغو کې چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل او د دغه هېواد له خاورې د ترورېزم د نه‌استفادې د ډاډ حاصلول دي د پرمختګونو یادونه کړې ده.​

ښاغلي خلیل‌زاد د اپرېل په سر کې له ازادي راډیو سره په ځانګړې مرکه کې دا پوښتنه چې له درېيو تر پنځو کلونو د بهرنیو ځواکونو د وتلو احتمال څنګه ارزوي وویل:

"که د ترورېزم مسئله په افغانستان کې نه‌وي او افغانستان د بهرنیو ځواکونو موجودیت ته ضرورت ونه‌لري. که افغانستان او د افغانستان راتلونکی حکومت، طالبان و غیره ضرورت ونه‌لري او ونه‌غواړي چې بهرني ځواکونه دلته پاتې شي، هو ولې نه ممکن دی په هماغه وخت کې چې تاسو یادونه وکړه «درې تر پنځه کاله» امریکايي ځواکونه او ناټو دوستان په افغانستان کې نه‌وي. دا له امکان لیرې نه‌ده."

په دې اړه نور: د امریکا د دفاع سرپرست وزیر شاناهان له زلمي خلیلزاد سره ولیدل

خلیل‌زاد له ازادي راډیو سره ځانګړې مرکه افغانستان او سیمې ته په خپل شپږم سفر کې کړې وه هغه سفر چې دی یې په پای کې قطر ته هم روان و څو له طالبانو سره خبرې وکړي.

خلیل‌زاد قطر ته د سفر پر ځای راساً واشنګټن ته ولاړ او هلته‌یې له خپلو مشرانو سره د افغانستان د سولې په پروسه کې د شته مسایلو په اړه خبرې وکړې.

هغه د جمعې په ورځ د دفاع له سرپرست وزیر پاتریک شاناهان سره وکتل.

شاناهان ویلي چې په افغانستان کې د روان جنګ د پای ته رسولو په هدف د یوه سیاسي جوړجاړي د شرایطو د برابرولو لپاره کار کوي.

د فرانسې خبري اژانس وايي چې خلیل‌زاد په راروانو اوونیو کې له طالبانو سره خبرې پیلوي.

خلیل‌زاد په داسې وخت کې قطر ته ځي چې د افغانستان د یوه لوی پلاوي او طالبانو ترمنځ یوه پلان شوې ناسته لغوه شوه او ورسره د ځینو راپورونو پر اساس دا اندېښنې زیاتې شوې چې د امریکا په مشرۍ د افغانستان د سولې هڅې له شاتګ سره مخ شوې.

راپور: صفي‌الله ستانکزی