د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۶

د سولې شورا: د بین الافغاني مذاکراتو لپاره هڅې دوام لري


آرشیف/ په قطر کې د افغان سولې په اړه د یوې ناستې انځور
آرشیف/ په قطر کې د افغان سولې په اړه د یوې ناستې انځور

د افغانستان د سولې عالي شورا وایي چې له طالبانو سره د بین الافغاني مذاکراتو لپاره هڅې دوام لري.

د قطر د غونډې له لغوه کېدو وروسته د سولې عالي شورا وایي چې له ځینو هېوادونو سره په همغږۍ د بین الافغاني مذاکراتو د پیل لپاره هلې ځلې دوام لري.

د دې شورا ویاند غفور احمد جاوېد وایي چې سوله د افغانستان لپاره مهمه ده او د قطر د غونډې لغوه کېدل نشي کولای چې روانې هڅې ودروي.

ښاغلي جاوېد د شنبې په ورځ په دې اړه ازادي راډیو ته وویل چې له طالبانو سره د سولې د خبرو اترو د پیلېدو لپاره به له ټولو امکاناتو کار واخیستل شي.

آرشیف/ د افغانستان د سولې د عالي شورا ویاند غفور احمد جاوېد
آرشیف/ د افغانستان د سولې د عالي شورا ویاند غفور احمد جاوېد

​ده وویل:

"د افغانستان سوله د سیمې او نړۍ همکارۍ ته اړتیا لري، په دې برخه کې هر څوک چې له مونږ سره مرسته کوي او مرسته یې د سولې له عالي شورا او د افغانستان له خلکو سره همغږې وي، هرکلی یې کوو، مونږ بېلابېلې پروسې کاروو، ترڅو افغانستان سولې ته ورسېږي."

خو ښاغلي غفور دا ونه ویل چې دا ځل به بین الافغانی مذاکرات کله او په کوم هېواد کې ترسره شي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په قطر کې بین الافغاني مذاکرات چې ټاکل شوې وه د جمعې په ورځ پیل شي، لغوه شول او افغان حکومت یې ملامتي پر قطر واچوله.

دې غونډې ته افغان حکومت د ۲۵۰ کسانو لېست اعلان کړی و چې سیاسي څېرې، د بېلابېلو قشرونو استازي او یو شمېر حکومتي چارواکي په کې شامل وو.

د دې غونډې له لغوه کېدو سره داسې اندېښنې پیدا شوې چې ممکن د سولې روانې هلې ځلې څه ناڅه ټکنۍ شي.

خو افغان حکومت ویلي چې په دې برخه کې هڅې دوام لري چې تر نږدې لسو ورځو پورې د مشورتي لویې جرګې جوړېدل یې ښه بېلګه بولي.

دغه راز د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم څرګنده کړې چې د خبرو اترو لپاره هېڅ بدیل نشته او دوی په دې برخه کې همکارۍ ته چمتو دي.

په همدې حال کې د امریکا د دفاع وزارت سرپرست پاتریک شاناهان هم له زلمي خلیلزاد سره د افغانستان د سولې په اړه خبرې کړي.

په عین حال کې د ولسي جرګې یو شمېر غړي وایي چې له طالبانو سره د خبرو اترو په برخه کې له رامنځته شوي فرصته باید ګټه واخیستل شي.

د دې جرګې د نړیوالو اړیکو د کمېسیون غړی ګل پاچا مجیدي وایي:

د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو د کمېسیون غړی ګل پاچا مجیدي
د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو د کمېسیون غړی ګل پاچا مجیدي

"له سیاسي او ډیپلوماتیکو لارو په تېره د پاکستان، ایران، روسیې، امریکا او د قطر له طریقه چې له طالبانو سره نږدې اړیکې هم لري، باید ګټه واخیستل شي، زه فکر کوم چې ښه امکانات برابر شوي او باید له دې استفاده وشي، ترڅو طالبان د خبرو مېز ته کېني او اوس دا امکانات برابر دي."

تر دې وړاندې اندونیزیا او ازبکستان دواړو ویلي دي چې چمتو دي چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو کوربه توب وکړي.

حتی د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني شااوخوا یوه میاشت وړاندې اندونیزیا ته د سولې د موضوع په تړاو سفر هم وکړ.

راپور: نسیم شفق

XS
SM
MD
LG