د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۹

واشنګتن پُسټ: د افغان مشرانو او طالب اورپکو ترمنځ خبرې لغوه شوې


واشنګتن پُسټ:

"د افغان مشرانو او طالب اورپکو ترمنځ خبرې لغوه شوې" واشنګتن پُسټ ورځپاڼې په همدې عنوان یوه مقاله لیکلې ده.

تمه وه چې د جمعې په ورځ د افغانستان د دوه نیم سوه کسیزه پلاوي او طالبانو یوه ناسته په دوحه کې پيل شي.

د واشنګتن پُسټ د یادې مقالې لیکوال د دوحې د ناستې لغوه کېدل د امریکا متحده ایالتونو په مشرۍ د سولې په بهیر کې یو لوی شاتګ بللی دی.

د دوحې د ناستې په لغوه کېدو د افغان سولې لپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد خواشیني ښودلې.

امریکا هڅه کوي چې د افغانستان اتلس کلنه جګړه پای ته ورسوي.

د مطلب په دوام کې لولو چې تر اوسه معلومه نه ده چې څه وخت به بیا داسې خبرې پلان شي، خو لیکوال زیاته کړې چې په نږدې راتلونکې کې یې د ترسره کېدو احتمال نه تر سترګو کېږي.

د واشنګتن پُسټ ورځپاڼې وړاندې لیکلي چې طالبانو تر اوسه له افغان حکومت سره مستقیمې خبرې رد کړي او دا موضوع په یو ډول د سولې د بهیر د ناکامۍ سبب شوې.

ورځپاڼې لیکلي چې افغان حکومت په یوه اعلامیه کې د قطر حکومت د دوحې د پلان شوې ناستې په لغوه کولو ملامت کړی دی.

د قطر د ناستې تنظیموونکو ویلي چې د ناستې په محتوا نه، بلکې د پلاوي د شمېر په اړه د بحثونو دوام ته ضرورت دی.

طالبانو بیا افغان حکومت تورن کړی چې غوښتل یې دا ناسته له یادې ډلې سره په خبرو بدله کړي.

نېشنل:

د متحده عربي اماراتو نېشنل ورځپاڼې هم د قطر د ناستې په لغوه کېدو مقاله لیکلې ده.

په دوام کې راغلي، دا ناسته په وروستیو شېبو کې له کابله د ورتلونکو ګډونوالو د شمېر د زیاتوالي په سبب لغوه شوه.

نېشنل ورځپاڼې لیکلي، دا ناسته په یوه مهم او داسې وخت کې چې لا هم په افغانستان کې وژنې او جنګ دوام لري، لغوه شوې.

د مقالې لیکوال د ملګرو ملتونو د رپوټونو په اساس په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د څه باندې ۳۸۰۰ افغان ملکیانو وژل کېدو ته هم اشاره کړې ده.

XS
SM
MD
LG