د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۲

د امریکا د دفاع سرپرست وزیر شاناهان له زلمي خلیلزاد سره ولیدل


ارشیف، د امریکا د دفاع سرپرست وزیر پاتریک شاناهان
ارشیف، د امریکا د دفاع سرپرست وزیر پاتریک شاناهان

د امریکا د دفاع سرپرست وزیر پاتریک شاناهان او د افغانستان د سولې په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په افغانستان کې د روان وضعیت په اړه خبرې کړي دي.

پاتريک شاناهان پرون د اپرېل په نولسمه په یوه ټوېټ کې لیکلي چې په افغانستان کې د تلپاتې سولې په اړه په پنټاګون کې خبرې شوي او د هغوی خبرې د سولې لپاره پر روانو مذاکرو متمرکزې وې.

شاناهان په ټوېټ کې لیکلي:

"موږ به ګډ کار کوو چې د داسې سیاسي جوړجاړي لپاره شرایط برابر شي چې په افغانستان کې روان جنګ پای ته ورسوي."

د امریکا د دفاع سرپرست وزیر ویلي چې دی د امریکا د بهرنیو چارو وزیر او خلیلزاد متعهد دي چې داسې لار پېدا شي چې د جنوبي اسیا لپاره د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ د ستراتیژۍ اهداف عملي کړي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د حکومت خاص استازي زلمي خلیلزاد تر هغه وړاندې په ټوېټر کې لیکلي وو چې خبرې د سیاسي جوړجاړي او دوامدارې سولې لپاره اساسي ټکی دی.

خلیلزاد لیکلي وو چې له خپرو پرته بل بدیل نه شته او دا یې هم لیکلي وو چې که یې اړتیا وي، دوی مرستې ته تیار دي.

هغه په افغانستان کې پر ښکېلو خواو غږ کړی و چې په خپلو کې خبرې پیل کړي.

ټاکل شوې وه چې نن د اپرېل په شلمه د قطر په پلازمېنه دوحه کې بین الافغاني خبرې پیل شي.

خو په قطر کې د کړکېچونو او بشري مطالعاتو مرکز چې د دې غونډې د تنظیم مسؤلیت یې اخیستی و، وویل چې غونډه لغوه شوې ده.

د دې مرکز مشر په ټوېټر کې ولیکل چې لومړی باید پر دې چې کوم کسان په دې غونډه کې ګډون وکړي، موافقه وشي.

د افغانستان حکومت دوه نیم سوه کسان غوره کړي وو چې قطر ته د خبرو لپاره ولاړ شي.

د رپوټونو پر اساس، په کابل کې د دې پنډ پلاوي د کمیت او څرنګوالي په اړه د اختلاف له امله دوحې ته د هغوی د سفر پلان لغوه شو.

د افغانستان لپاره د روسیې د جمهور رئیس ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په دې اړه د روسیې خبري اژانس فاکس ته ویلي چې دوی خواشیني دي.

د افغانستان لپاره د روسیې د جمهور رئیس ځانګړی استازی ضمیر کابلوف
د افغانستان لپاره د روسیې د جمهور رئیس ځانګړی استازی ضمیر کابلوف

کابلوف ویلي چې په دې مسئله کې د ولسمشر محمد اشرف غني مداخلې د بین الافغاني خبرو پیل له خنډ سره مخامخ کړ.

کابلوف ویلي چې ولسمشر اشرف غني دوه نیم سوه کسان دوحې ته استول او د طالبانو له لوري له تمسخره ډکې خبرې کېدې.

په داسې حال کې چې د کابلوف په وینا، د قطر حکومت مجبور و چې غونډه لغوه کړي، څو د افغانستان حکومت او سیاستوال په خپلو کې جوړ شي او داسې پلاوی برابر کړي چې د شمېر او ترکیب له پلوه منطقي وي.

د افغانستان د جمهور رئیس د مطبوعاتي دفتر په یوه اعلامیه کې د ملامتۍ بار پر قطر ور اچول شوی دی.

په اعلامیه کې لیکل شوي چې د قطر حکومت د جمعې په شپه یو لېست ور استولی و او د یو شمېر کسانو نومونه یې په کې لیکلي وو چې په دوحه کې غونډې ته ورشي.

ارګ ویلي، حکومت ته د قطر کار د منلو وړ نه و او د افغانانو ارادې ته یې له بې احترامۍ ډک حرکت ګڼي.

XS
SM
MD
LG