د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۰ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۶

افغان حکومت وايي، د قطر حکومت د دوحې کنفرانس لغوه کړ


په قطر کې د طالب استازو دفتر
په قطر کې د طالب استازو دفتر

د افغانستان جمهوري ریاست وايي چې قطر د دوحې د بین‌الافغاني خبرو لپاره د افغان حکومت د وړاندیز شوي لېست په منلو کې پاتې راغلی او غونډه یې لغوه کړه.

دا خبره ارګ ماڼۍ بېګاه ناوخته په یوه اعلامیه کې کړې ده.

د ارګ اعلامیه وايي چې ولسمشر اشرف غني او افغان سیاسیونو پرون سره ولیدل او په‌دې یې ټینګار درلود چې له قطر وغوښتل شي چې په دوحه کې به د افغانستان ټاکل شوی پلاوی برخه اخلي.

ارګ ماڼۍ وايي، قطر د افغانانو د دې غوښتنې په پوره کولو کې پاتې راغی.

د افغانستان حکومت تېره سې شنبه د افغان سیاستوالو، حکومتي چارواکو، مدني فعالانو، افغان ښځو او خبریالانو ۲۵۰ کسیزه لېسټ خپور کړ چې تمه وه د قطر په بین‌الافغاني ناسته کې ګډون وکړي.

د ارګ ماڼۍ په اعلامیه کې بیګاه ناوخته راغلي چې قطر دوی ته یو نوی لېست چې د ارګ به خبره د ولس له متوازن شمولیت څخه بې برخې و او د افغانستان د خلکو ملي ارادې او فیصلې ته د بې احترامی په مانا و، استولی شوی و.

د قطر حکومت د افغان حکومت د دې تازه دریځ په اړه سمدستي غبرګون نه دی ښودلی.

زاخېلوال: طالبان سولې ته چمتو یو خو افغان سیاسیون ستونزې لري
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:08:16 0:00

د افغان حکومت یوې سرچینې د پنجشنبې په ماښام ازادي راډيو ته ویلي و چې که د افغانستان دوه نیم سوه کسیزه لېسټ ونه منل شي ممکن افغان حکومت د دوحې ناسته لغوه کړي.

افغان حکومت په خپله اعلامیه کې بیګاه ناوخته ویلي چې با عزته سولې ته ژمن دی او د سولې د ترلاسه کولو په لار کې ټولو خلکو ته د ګډون حق ورکوي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي پرون شپه ناوخته په یوه اعلامیه کې تأیید کړه چې د دوحې ناسته د اوس لپاره ځنډول شوې، خو د ده په خبره چې ژر به افغانان په یوه بین‌الافغاني ناسته کې د سولې او سوکالۍ لپاره غښتلي ګامونه واخلي.

پخوانی ولسمشر حامد کرزی له اسوشیټېډ پرېس سره په یوه مرکه کې, February 16, 2019
پخوانی ولسمشر حامد کرزی له اسوشیټېډ پرېس سره په یوه مرکه کې, February 16, 2019

تمه وه همدا جمعه د اپرېل نولسمه د افغانستان یو لوی پلاوی له طالبانو سره د قطر په پلازمېنه دوحه کې د سولې مشورتي ناسته پیل کړي، خو دا ناسته لومړی وځنډېده او بیا دا دی د لغوه شوه.

راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د عبدالله عبدالله دوهم مرستیالۍ ته کاندید او د قطر د ناستې لپاره اعلان شوي ګډونوال اسدالله سعادتي ازادي راډیو ته وویل، د دوحې د ناستې په اړه قطر د افغان دولت او خلکو ملي حاکمیت او صلاحیت ته پام ونه‌کړ.

دی وايي:

"دا وار اجماع متأسفانه د قطر او د طالبانو او ځینو نورو عناصرو په مداخلې له خنډ سره مخ شوه. زه په مجموعي توګه د سولې په پروسې په خاصه توګه بین‌الافغاني ډیالوګ کې یو خنډ حس کوم. زه په‌دې اړه اندېښمن یم. دا یو ناسم حرکت و. فکر کوم د قطر دا کار د افغانستان د دولت او خلکو ملي حاکمیت او صلاحیت ته نه پاملرنه وه."

طالبانو د چهارشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې د افغانستان له لوري خپور شوی لېسټ اوږد او نه مننونکی بللی و.

دوی په اعلامیه کې ویلي و چې د دوحې په ناسته کې به محدود شمېر سیاستوال او قومي مخور ځای ولري.

طالبانو انتقاد کړی و چې د دوی په خبره د دوحې ناسته منظمه او پلان شوې ناسته ده او د کابل په کوم هوټل کې د واده یا کوم بل مناسبت مېلمستیا نه ده.

طالبانو د پنجشنبې په ورځ د افغانستان د پلاوي د سفر د ځنډېدو او وروسته د لغوه کېدو په اړه غبرګون ونه ښود خو په قطر کې د طالبانو یوې سرچینې د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته ویلي و چې ممکن دوی دغه غونډه تحریم کړي.

د قطر په پلازمینه دوحه کې د افغانستان د یوه لوی پلاوي او طالبانو د مشورتي ناستې د ترسره کېدو او بریالي کېدو لپاره ګڼو افغانانو او امریکا متحده ایالتونو هیلې درلودې خو اوس معلومه نه ده چې د افغانستان پلاوی او طالبان به څه وخت په ناستې باندې موافقې ته رسیږي.

صفي‌الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG