د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۵

سرچینه: احتمال لري چې د قطر بین‌الافغاني غونډه ونه‌شي


ارشیف، په قطر کې د طالب استازو دفتر, June 18, 2013
ارشیف، په قطر کې د طالب استازو دفتر, June 18, 2013

د حکومت يوه سرچينه وايي، احتمال لري چې د قطر بین‌الافغاني غونډه ونه‌شي.

دغې سرچينې د نوم نه‌ښودلو په شرط نن ازادي راډيو ته وويل دغې غونډې ته د لوى هيئت د سفر د لغوه کېدو پرېکړه ځکه شوې چې د قطر حکومت په دې غونډه کې د ګډونوالو نوی لېست افغان حکومت ته سپارلى چې حکومت ته د منلو وړ نه‌دی.

سرچینې وویل چې د قطر په رالېږلي لېست کې د مسکو د غونډې د ګډون‌والو د نومونو تر څنګ د افغان حکومت له اعلان شوي لېسته هم ٣٠ کسان ور زیات شوي چې ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله ته نږدې کسان په‌کې نه‌شته.

سرچينه وايي، حکومت قطر ته احوال ورکړی هغه الوتکه چې د غونډې په ګډونوالو پسې افغانستان ته راستول کېږي، نه‌دې راځي.

XS
SM
MD
LG