د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۰ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۴

زاخېلوال: د قطر ناسته کې به د افغانستان له لوري د بحث موضوع اوربند وي


ارشیف/ قطر ته د تلونکي افغان پلاوي غړی حضرت عمر زاخېلوال
ارشیف/ قطر ته د تلونکي افغان پلاوي غړی حضرت عمر زاخېلوال

په قطر کې جوړېدونکې ناسته کې د افغانستان له لوري به د بحث موضوع اوربند وي.

له دې سره قطر ته د تلونکي افغان پلاوي غړی حضرت عمر زاخېلوال د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د وري ۲۸» له ازادي راډيو سره په ځانګړې مرکه کې وویل چې دا ځل دی تمه لري چې په قطر کې له طالبانو سره د اوربند موضوع مطرح شي.

دی وايي:

"مهمه دا ده چې اوس به په اوربند خبرې وشي، زموږ زیات تمرکز باید دا وي چې څنګه کېدای شي د جګړې د درولو لپاره لنډه لاره غوره کړو، جګړه چې ودروو، د سولې د خبرو لپاره به فضا برابره شي، ځکه ټولې خبرې په یوه ناسته کې نه‌ویل کېږي، په کافي اندازه زیاتو ناستو ته اړتیا ده، خو په‌دغې ناسته کې به زموږ زیات فشار پر اوربند وي."

د کابل په یوه څنډه کې یو ځوان وايي، پلار یې د سړک جوړونې انجنیر و چې کلونه مخکې د طالبانو له لوري امنیتي ځواکونو ته په خښ شوي ماین کې قرباني شو.

۱۷ کلن یاسر زیاتوي:

"په فراه کې مې د پلار دفتر و، یوه ورځ له کاره وروسته له خپل دفتره راروان و چې د سړک د غاړې په یوه ماین وربرابر شو او ووژل شو او وروسته طالبانو یې مسؤلیت هم ومانه."

یاسر دا هم وایي، که د سولې د اوسنیو روانو خبرو پیلامه د راتلونکي ثبات او امنیت ټينګښت وي او طالبان تل پاتې سوله او اوربند اعلان کړي، نو راضي دی چې د پلار وینه‌یې وروبخښي.

یاسر زیاتوي:

"اوس دا هر څه شوي او هېڅ‌څوک هم ځان پړ نه‌ګڼي، نو د دې لپاره راضي یم چې د پلار وینه مې وبخښم، کېدای شي زموږ د پلرونو او اولادونو راتلونکی د دغو پرېکړو له امله چې اوس اوس په قطر کې نیول کېږي تضمین شي."

یاسر هغه افغان ځوان دی چې د اوربند په بدل کې د خپل د پلار وینه بخښي., 18 March 2019
یاسر هغه افغان ځوان دی چې د اوربند په بدل کې د خپل د پلار وینه بخښي., 18 March 2019

یاسر له حکومت او طالبانو څخه غواړي چې تل‌پاتی اوربند اعلان کړي.

یاسر یوازې د هغې قرباني شوې کورنۍ غړی نه‌دی چې موږ یې په دغه راپور کې کېسه روانغاړله، بلکې تر دې زیاتې افغانې کورنۍ شته چې عزیزان او اقارب‌یې له طالبانو او ګڼو نورو مخالفو وسله‌والو ډلو سره په ۱۸ کلنه جګړه کې وژل شوي او ټپيان شوي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر د معلوماتو له مخې، په تېر ۲۰۱۸ میلادي کال کې د جګړو له امله نږدې ۴۰۰۰ ملکیان وژل شوي او له ۷ زور زیات کسان ټپیان شوي دي.

د دغې ادارې د راپور له مخې د یادو ملکي تلفاتو د شمېرو ۳۷ سلنه عاملین طالبان او د پاتې نورو بېلابېلې مخالفې وسله‌والې ډلې دي.

ټاکل شوې وه، نن د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د وري ۲۹» له افغانستانه د قطر مرکز دوحې په لور له طالبانو سره د سولې د خبرو لپاره ۲۵۰ کسیز افغان پلاوی ولاړ شي، خو د نامعلوم لامل له مخې دغه سفر په مؤقت ډول وځنډېد.

په ورته وخت کې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون اجرائیوي مشر موسی محمودي د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د وري ۲۹» ازادي راډيو ته وویل، د جګړو له امله د ملکي تلفاتو کچه د تېر کال په پرتله ۱۹ سلنه لوړه شوې ده.

دی وايي:

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون لوګو
د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون لوګو

"هغه شمېرې چې د ملکي تلفاتو په اړه له بشري حقونو کمېسیون سره ثبت شوي او نور جزئیات به‌یې راتلونکي کې مفصلاً نشر شي، د تېر کال په پرتله د ملکي تلفاتو کچه ۱۹ سلنه لوړه شوې، اوس باید ژر تر ژره اوربند وشي او د جګړې د ښکېلو خواوو له لوري داسې فضا رامنځته شي، څو نور د جګړو او ناوړه پایلو شاهدان ونه‌اوسو."

مخکې تر دې په افغانستان کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ په ۱۸ کلنه جګړه کې دوه ځلې اوربند شوی چې د تېر کال کوچني اختر کې دوه اړخیزه او بل اوربند بیا په لوی اختر کې یوازې د افغان حکومت له لوري اعلان شو، خو دا دواړه اوربندونه مؤقت وو.

خو دا چې په افغانستان د سولې ټینګښټ به د دغه‌شان د غم په ټغر کېنول شویو کورنیو درد درمان کړي که نه؟ لا معلومه نه‌ده.

راپور: فېروزه عزیزي

XS
SM
MD
LG