د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۹

قطر ته د تلونکي پلاوي سفر وځنډېد


ارشیف، په قطر کې د طالب استازو دفتر, June 18, 2013
ارشیف، په قطر کې د طالب استازو دفتر, June 18, 2013

په پام کې وه چې نن د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د وري ۲۹» له غرمې وروسته د افغانستان د دولت له‌خوا ګومارل شوی پلاوی د قطر پلازمېنې دوحې ته لاړ شي، خو د افغانستان حکومت یوې سرچینې چې د موضوع د حساسیت له مخې یې نه‌غوښتل نوم‌یې واخیستل شي ازادي راډیو ته یوازې د سفر د ځنډېدو خبره وکړه، خو د علت په اړه‌یې نور څه ونه‌ویل.

خو د دغه پلاوي یوه غړي چې نه‌یې غوښتل نوم‌یې واخیستل شي ازادي راډيو ته وویل چې د تخنیکي ستونزو او له دغه ۲۵۰ کسیز لېست سره د طالبانو د مخالفت له وجې د دوی سفر د څو ساعتونو لپاره ځنډېدلی دی.

تر اوسه دا نه‌ده څرګنده چې:

  • دغه ځنډ مؤقتي دی؟
  • او که حکومت قطر ته د دغه پلاوي پر استولو له سره غور کوي؟

افغان حکومت ویلي، د قطر غونډه به د روانې اپرېل میاشتې د ۱۹مې نه تر ۲۱مې د قطر په مرکز دوحه کې جوړه شي.

وسله‌والو طالبانو د افغانستان حکومت له اعلان شوي لېست سره مخالفت ښودلی او ویلي دي چې دوی په‌دغه نوم‌لړ کې یوازې له یو شمېر مشخصو قومي مشرانو او شخصیتونو سره وګوري.

په قطر کې د طالبانو یوې سرچینې تېره ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د دې امکان هم شته چې دوی دغه غونډه تحریم کړي.

XS
SM
MD
LG