شااوخوا درې اوونۍ هغه څه ته چې دوهمه بینالافغاني غونډه بلل کېږي، پاتې دي.
د افغانستان د سولې عالي شورا مرستیاله حبیبه سرابي ظاهراً پهدې غونډه کې د ګډون لېواله ده.
په دې اړه نور: د سولې عالي شورا د قطر په ناسته کې د ګډون لپاره شرط کېښودمېرمن سرابي تېر ماښام له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې تر اوسه رسماً دوی ته پهدې غونډه کې د ګډون بلنه نهده ورکړل شوې.
نوموړې وویل:
"هغه څه چې په قطر کې ترسره کېږي البته د قطر په بلنه ده. موږ د سولې د عالي شورا د دارالانشاء مشر لرو، له هغه سره پهدې اړه بحثونه شوي دي. تر اوسه د سولې عالي شورا استازو ته په رسمي ډول بلنه نهده ورکړل شوې."
د مېرمن سرابي تر دې خبرو څو ساعته وړاندې د روسیې انټرفکس خبري اژانس د قطر د یوې ډیپلوماتیکې سرچینې په حواله راپور ورکړ چې تمه ده د افغانستان د حکومت استازي هم پهدې دوهمه بینالافغاني غونډه کې ګډون وکړي.
د دې غونډې هدف د افغانستان له بحرانه د وتلو لپاره د یوې حللارې موندل ښودل کېږي.
د قطر سرچینې چې نومیې نهدی ښودل شوی، انټرفکس ته ویلي چې د قطر د غونډې د ګډونوالو شمېر به د مسکو تر غونډې لوړ وي، یعنې شااوخوا ۱۰۰ تنه به وي.
په دې اړه نور: تېرکال د افغانستان د سولې بهیر د بې ساري پرمختګونو شاهد وتر اوسه د قطر په غونډه کې د افغانستان د حکومتي استازي ګډون رسماً نهدی تأیید شوی.
ازادي راډیو هڅه وکړه، څو پهدې اړه د ارګ او یا هم د اجرائیه ریاست د چارواکو تبصره واخلي، خو د تېرې ورځې تر ناوخته پورې بریالۍ نهشوه.
د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند تېره شپه ازادي راډیو ته وویل چې د افغانستان د سولې عالي شورا پهدې اړه د تبصرې مرجع ده.
د ټاس خبري اژانس د راپور له مخې د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي د جمعې په ورځ له امریکایي او چینایي چارواکو سره تر لیدو وروسته په واشنګټن کې وویل چې دوهمه بینالافغاني غونډه به د اپرېل پر ۱۴مه او ۱۵مه نېټه د قطر په پلازمېنه دوحه کې ترسره شي.
د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي استاد نصرالله ستانکزی د قطر په غونډه کې د افغانستان د حکومت د استازو ګډون مهم بولي.
دی وايي:
"زه هیلهمند یم او پهدې باوري یم که د افغانستان د حکومت کشران هم وي، د قطر په کنفرانس کې ګډون وکړي دا به یو ښه فرصت وي، حداقل د مذاکراتو د پیل لپاره او یا د افکارو د اورېدو لپاره."
په دې اړه نور: د مسکو د غونډې په اړه بحث او پرېکړې!مسکو د تېرې میلادي میاشتې پر څلورمه او پنځمه نېټه د افغانستان د سولې په اړه د لومړنۍ بینالافغاني غونډې کوربه و.
دا غونډه د افغان حکومت د رسمي استازو له حضور پرته ترسره شوه، خو لسګونه افغان سیاسي څېرو او د طالبانو استازو ګډون پهکې درلود.
طالبان په قطر کې سیاسي دفتر لري.
ټاکل شوې وه تر دې غونډې وروسته د طالبانو یو پلاوی په پاکستان کې د افغانستان د سولې په اړه بحث وکړي، خو اسلاماباد ته د هغه پلاوي تر سفر دمخه د افغانستان حکومت د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته شکایت وکړ.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په خبره لهدې کبلهیې شکایت وکړ چې د طالب پلاوي د غړو نومونه د ملګرو ملتونو په تور لېست کې شامل وو او اسلاماباد ته د سفر په اړه له کابل سره مشوره نهوه شوې.
د کابل دغه اقدام په اسلاماباد کې د مذاکراتو مخه ونیوله.