د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۱

تېرکال د افغانستان د سولې بهیر د بې ساري پرمختګونو شاهد و


زلمی خلیل‌زاد او طالب استازی عباس ستانکزی
زلمی خلیل‌زاد او طالب استازی عباس ستانکزی

په ۱۳۹۷ لمریز کال کې د افغانستان د سولې بهیر د بې ساري پرمختګونو شاهد و.

د افغانستان د سولې بهیر په ۱۳۹۷ لمریز کال کې ښه پرمختګونه درلودل، خو تر اوسه د دغه هېواد خلک خپلې دغه هیلې او اساسي غوښتنې ته نه‌دي رسېدلي.

په تېرو ۱۷ کلونو کې د لومړي ځل لپاره تېرکال د حکومت او طالبانو تر منځ مؤقت اوربند وشو او خلکو د کوچني اختر په درې ورځو کې په سوله کې ژوند تجربه کړ.

افغان حکومت په لوی اختر کې هم مشروط اوربند اعلان کړ، خو طالبان ورته د کوچني اختر په شان ژمن پاتې نه‌شول.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، افغان حکومت وکولای شول چې سوله په اصلي بحث بدله کړي او اوس د سولې موضوع په ملي او نړیواله کچه د ژبو پر سر ده.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني

نوموړي وویل:

"د ملي وحدت حکومت په‌دې ویاړي چې سوله چې د نه باور وړ یو موضوع وه او په مطلق ډول څنډې ته شوې وه، نن په متن کې ده، افغان ټولنه، سیمه او نړیواله ټولنه ټول د سولې خبرې کوي.​"

د افغانستان د جګړې د ناروا ګڼلو او د سولې نه د ملاتړ په تړاو د دغه هېواد، سعودي عربستان، اندونیزیا او پاکستان کې د دیني عالمانو غونډې په ۱۳۹۷ لمریز کال کې د افغان سولې په برخه کې نور پرمختګونه وو.

دغه شان د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان غړیو هم د سعودي عربستان د جدې په ښار کې د یوې غونډې په جوړولو سره په افغانستان کې جګړه وغندله او د افغانستان د سولې له پروسې یې خپل ملاتړ اعلان کړ.

خو هغه څه چې د سولې بهیر ته یې ساه ورکړه، د افغانستان د سولې لپاره د ځانګړي استازي په توګه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له‌خوا د زلمي خلیل‌زاد ټاکل وه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په‌دې برخه کې ښاغلی خلیلزاد ښه انتخاب وګڼلو.

زلمي خلیل‌زاد د خپل کار په پیل سره په سعودي عربستان او قطر کې طالبانو سره مخامخ خبرې پیل کړې او ورسره د طالبانو یو مهم غړی ملا عبدالغني برادر هم د پاکستان له یو زندانه خوشې او په قطر کې د طالبانو د دفتر د رئیس په توګه غوره شو.

د افغان ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش وايي، سولې ته د رسېدلو په خاطر باید هېڅوک او هېڅ لوری یو پر بل ځان لوړ ونه ګني او انحصار غوښتنه ونه‌لري.

د افغان ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش
د افغان ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش

نوموړي زیاته کړه:

"سوله باید د انحصار او برترۍ غوښتنې په ډول رامنځته نه‌شي او باید څوک په‌دې فکر کې نه‌وي چې د سولې په نوم به د یو بشپړ واک په توګه د نورو په برخلیک حاکم وي."

په ۱۳۹۷ لمریز کال کې سیمه‌ییز او نړیوال ملاتړ هم له افغان سولې پراخ شو، د ملګرو ملتونو سازمان، برېتانیا، ناټو، روسیې، چین، پاکستان، هند او یو شمېر نورو هېوادونو هم اعلان وکړ چې د افغانانو په رهبرۍ د افغانستان د سولې له بهیر ملاتړ کوي.

زلمی خلیل‌زاد او طالب استازی عباس ستانکزی
زلمی خلیل‌زاد او طالب استازی عباس ستانکزی

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په څو ځلي د سیمې یو شمېر هېوادنو لکه سعودي عربستان، روسیې، چین، متحده عربي اماراتو او پاکستان ته سفرونه وکړل او هڅه‌یې دا وه چې د افغان سولې په برخه کې د ټولو دغو هېوادونو ملاتړ خپل کړي.

ښاغلي خلیل‌زاد او طالبانو په تېرو څو میاشتو کې پنځه پړاوه خبرې وکړې او دواړو خواوو ویلي چې په ځینو مسایلو کې هوکړې ته رسېدلي دي.

د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په قطر کې په‌دې هوکړه چې طالبان به له القاعده او نورو تروریستي ډلو سره خپل اړیکې پرې کوي خوښي څرګنده کړه.

د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله
د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله

نوموړي زیاته کړه:

"ویل کېږي چې طالبانو هوکړه کړې چې نور له ترهګرو ډلو ملاتړ نه‌کوي، د القاعده په ګډون او ورسره مقابله به کوي، که دا خپور شوی خبر رېښتیا وي چې زه هیله مند یم چې دغه شان به وي، د افغانستان د ستونزې یوه برخه هوارېږي."

د سولې د سیمه‌ییزې اجماع په چارو کې د ولسمشر د ځانګړي استازي او د سولې د عالي شورا د دارلانشاء د رئیس په توګه د محمد عمر داوودزي ټاکل د افغان سولې په برخه کې په ۱۳۹۷ کال کې بل اقدام و.

ښاغلي داوودزي هم تر اوسه پاکستان، چین او ایران ته سفرونه کړي او هڅه کوي چې د افغان سولې په برخه کې د دغو هېوادونو ملاتړ خپل کړي.

دغه شان د سولې په برخه کې د هڅو په لړ کې کولای شو، د مسکو له ناستې هم یادونه وکړو، په‌دغه ناسته کې پخواني ولسمشر حامد کرزي او یو شمېر نورو سیاسي څېرو او د ګوندونو استازو ګډون کړی و.

خو افغان حکومت دا بې ګټې او نمایشي وبلله او ویې ویل چې د افغان حکومت په غیاب کې د دا شان غونډو جوړول به کومه ګټه ونه‌کړي.

د سولې د عالي شورا ویاند سید احسان طاهري هم قطر او نورو هغو غونډو ته په اشارې سره چې د افغان حکومت استازو په ګډون نه درلود وايي، په دا شان غونډو کې یوازې تفاهم کېږي نه په خبره یې توافق.

د سولې د عالي شورا ویاند سید احسان طاهري
د سولې د عالي شورا ویاند سید احسان طاهري

نوموړي وویل:

"اصلي توافقات د افغان حکومت او طالبانو تر منځ په خبرو کې کېږي او دا د ټولو اړخونو په خیر ګڼو."

دغه شان افغان حکومت په ۱۳۹۷ لمریز کال کې اعلان وکړ چې د سولې مشورتي لویه جرګه جوړوي، په لومړي سر کې ویل شوی وو چې دغه جرګه د حوت د میاشتې په وروستیو کې جوړېږي، خو وروسته بیا د سولې عالي شورا وویل چې دا جرګه به د ثور د میاشتې په نهمه نېټه جوړه شي.

د سولې ولسي حرکتونه هم په‌دغه کال کې زیات شول چې له دې لړۍ د هلمند د سولې د کاراون نه یادونه کولای شو، د دغه کاروان غړيو چې وروسته ډېر شول له هلمنده تر کابل پلي او له کابل بیا تر مزارشریف پورې پښې‌یبلې سفر وکړ.

د دغه حرکت یو غړی ظاهر جان ولي‌زی وايي چې دا هڅې به بالاخره دوی سولې ته ورسوي:

"هیله مند یم چې زموږ حرکتونه او هڅې نتیجه ورکړي، خدای مهربانه دی، خلک که وغواړي سوله راځي، له طالبانو او حکومت دواړو خواوو څخه غواړم چې د خلکو غوښتنې ته لبیک ووايي او سوله وکړي."

د سولې په برخه کې د پاکستان د صدراعظم څرګندونې چې ویلي یې وو، په افغانستان کې به یو نوی او هر اړخيز حکومت جوړ شي د افغان حکومت له غبرګون سره مخ شوې.

د پاکستان صدراعظم عمران خان
د پاکستان صدراعظم عمران خان

د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د دغه څرګندونو په غبرګون په کابل کې د ياکستان د سفارت استازی احضار کړ.

افغان حکومت تل ټینګار کړی چې سولې ته د رسېدلو لپاره یوازنی لار د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې دي، خو طالبانو تراوسه دغه وړاندیز ته مثبت ځواب نه‌دی ویلی.

ښاغلي غني په وار- وار دا ویلي، حاضر دی چې په افغانستان کې د تل پاتې سولې لپاره له خپل سره هم تېر شي، خو ټینګار یې پر دی دی چې سوله باید په دقت سره وشي:

"د سولې بهیر تراوسه پورې په دقت، تأمل او تدبیر سره مخته تللی، موږ مسؤلیت لرو چې د یو با عزته او پایښتي سولې لپاره چې د ټولو افغانانو غوښتنه ده دا په پام کې ونیسو."

ښځو بیا د افغان سولې په برخه کې خپل رول کمرنګه ګڼلی او د بېلابېلو غونډو په جوړلو سره یې په‌دې اړه اندېښنه څرګنده کړې چې د وروستیو کلونو لاسته راوړنې په ځانګړي ډول د ښځو په برخه کې باید هېرې نه‌شي.

خو د افغان حکومت چارواکو تل ډاډ ورکړی چې د وروستۍ کلونو لاسته راوړنې په ځانګړي ډول د ښځو په برخه کې پرمختګونه به خوندي پاتې کېږي.

په ورته وخت کې د سولې د پروسې په برخه کې پر زلمي خلیل‌زاد د افغانستان د امنیت شورا د سلاکار حمدالله محب نیوکو چې ګوندې نوموړی غواړي د سولې په خبرو کې افغان حکومت څڼدې ته پاتې شي بېلابېل غبرګونونه له ځانه سره درلودل.

امریکايي چارواکو په‌دې تُند غبرګونونه وښودل او ویې ویل چې په ښاغلي خلیل‌زاد انتقاد د هغه هېواد په بهرنیو چارو وزارت انتقاد دی.

یو شمېر حکومتي او غیر حکومتي کړیو هم د ښاغلي محب د دغو څرګندونو په اړه غبرګونونه درلودل یو شمېرو ورنه ملاتړ وکړ او یو شمېرو بیا سلیقوي وبللې.

خو عامو خلکو ته بیا هر څنګه چې وي سولې ته رسېدل مهم دي، دوی وايي دا د دوی اساسي او یوازنۍ غوښتنه ده:

"موږ جګړه نه غواړو بلکې سوله غواړو چې په‌دې برخه کې باید همکاري وشي، له ۴۰ کلونو وروسته په افغانستان کې په قوت سره دا غږ پورته شوی چې موږ سوله غواړو."

په افغانستان کې دوامداره او ورانکارو جګړو خلک داسې سولې ته تږي کړي چې په‌دې تړاو ان یوه وړه خبره او کوچنۍ ناسته هم په نیک فال نیسي او دغه ارمان ته د رسېدو لپاره یې هیله من کوي.

XS
SM
MD
LG