د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۷

واشنګټن ایګزامینر: له افغانستان سره د زلمي خلیلزاد چلند د وایسرای له عمله هم بد دی


واشنګټن ایګزامینر:

واشنګټن ایګزامینر د افغانستان د سولې لپاره د واشنګټن د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په هڅو یوه تبصره خپره کړې ده.

دا تبصره چې د مایکل روبین په نوم لیکوال لیکلي، سرلیک یې دی "د زلمي خلیلزاد چلند تر دې چې د افغانستان د وایسرای په توګه عمل وکړي، هم بد دی."

لیکوال د زلمي خلیلزاد او طالبانو ترمنځ د سولې پر خبرو د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار حمدالله محب وروستیو نیوکو ته اشاره کړې او وایي، کله چې له دې خبرو وروسته خلیلزاد بېرته واشنګټن ته ستون شو، نو دا نیوکې یې رد کړې او په افغانستان کې یې د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي، په بهرنیو چارو کې د هند د دولت له وزیر او د ناروي د بهرنیو چارو د وزارت له مرستیال سره لیدنې وکړې.

نوموړي همدارنګه په واشنګټن کې د پاکستان او بریتانیا له سفیرانو سره وکتل او له دوی سره یې د سولې په روانې معاملې خبرې وکړې.

د لیکوال په وینا، خو نوموړي تر اوسه پورې د افغانستان منتخب ولسمشر محمد اشرف غني ته د هغو ژمنو په اړه معلومات نه دي ورکړي چې له طالبانو سره یې کړي دي.

لیکوال زیاتوي، د زلمي خلیلزاد لپاره دا چې افغانستان ځینو اقداماتو او تعهداتو ته ژمن کړي، د دې هېواد د اساسي قانون ځینې مادې یوې خوا ته کړي او یا دا چې ښايي د دې هېواد د ولسمشرۍ انتخابات وځنډوي، همداسې څه دي لکه څوک چې د وایسرای په توګه عمل کوي.

لیکوال وړاندې زیاتوي، د افغانستان د منتخب حکومت یوې خواته کول او له طالبانو سره د شویو خبرو په جزیاتو یې نه خبرول، داسې څه دي لکه خلیلزاد چې طالبانو ته بریا ورکوي.

د یادونې وړ ده چې زلمي خلیلزاد په قطر کې له طالبانو سره د وروستي پړاو خبرو وروسته ویلي وو چې غواړي په واشنګټن کې د افغانستان په قضیه کې د نړیوالې ټولنې له استازو سره سلا مشورې وکړي.

نوموړي په دې لړ کې پر هغو نړیوالو استازو سربېره چې د لیکنې لیکوال یاد کړي، دغلته د روسیې، چین او اروپايي ټولنې له استازو سره هم کتلي دي.

همدارنګه یې په واشنګټن کې د افغانستان له سفیرې سره هم لیدنه درلوده.

نیویارک ټایمز:

نیویارک ټایمز د افغانستان د سولې په پروسه کې د افغانستان د ښځو په اندېښنو یوه لیکنه خپره کړې ده.

د لیکنې لیکواله په نیویارک پوهنتون کې د افغانستان د چارو د کارپوه بارنیټ روبین له قوله وايي، د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ سیاسي جوړجاړي د دې هېواد د کړکېچ د هواري لپاره یوازنی ځواب دی.

نوموړی زیاتوي، طالبان لېرې کېږي نه، خو که چېرې امریکا په تدریجي توګه له افغانستانه ووځي، نو دا به ډاډمنه شي چې طالبان په خپلو ژمنو ولاړ پاتې کېږي.

د روبین په وینا، داسې فکر هم سم نه دی چې امریکا به تل افغانان له خپلو افغانانو ساتي.

د نیویارک ټایمز په دې لیکنه کې د بارنیټ روبین له قوله زیاته شوې، په افغانستان کې د ښځو د حقونو لپاره بهترینه مبارزه داسې توده جګړه نه ده چې د سلګونو کسانو په مرګ تمامه شي.

خو د دې لیکنې لیکواله په پای کې وايي، واقیعت دی چې د افغانستان ښځې له اوږدې مودې د سولې په لټه دي، خو د طالبانو ماضي دوی اندېښمنې کړې دي.

د لیکوالې په وینا، افغان ښځې په دې باور دي چې د امریکا متحده ایالات هم د نورو پیاوړو قدرتونو په څېر له دوی سره تر هغې ملتیا کوي چې خپله اړتیا یې وي او کله چې یې دا اړتیا نه وي، دوی همداسې پرېږدي.

XS
SM
MD
LG