د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۴

خلیل‌زاد نن واشنګټن کې له چارواکو سره د افغانستان د سولې معلومات شریکوي


د افغانستان د سولې او پخلاینې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد
د افغانستان د سولې او پخلاینې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د افغانستان د سولې او پخلاینې لپاره د دې وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد به نن په واشنګټن کې په یوه غونډه کې د افغانستان د سولې په مسئله کې د ښکېلو یو شمېر سیمه‌ییزو او نړیوالو لوبغاړو له چارواکو سره وګوري او هغوی ته به د سولې د روانو هڅو په اړه معلومات ورکړي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې وویل چې ښاغلی خلیل‌زاد به چې په افغانستان کې د امریکا د تر ټولو اوږدې جګړې د پای ته رسېدو لپاره له طالبانو سره د سولې یوه جوړجاړي ته د رسېدو هڅې کوي، نن د افغانستان لپاره د روسیې، چین او اروپایي اتحادیې له ځانګړو استازیو سره وګوري.

د بیان له مخې په‌دې غونډه کې به چې په بهرنیو چارو وزارت کې جوړېږي، نورو لورو ته د سولې په خبرو کې د وروستیو پرمختګونو په اړه پر معلوماتو ورکولو سربیره پر دې خبرې وشي چې نړیوال په څه ډول د افغان سولې د بهیر ملاتړ کولای شي او هر یو لوری په‌دې هېواد کې د روانې جګړې د پای ته رسېدو لپاره څه رول لوبولای شي.

د امریکا په بهرنیو چارو وزارت کې په نننۍ غونډه کې پر خلیل‌زاد سربېره، د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیرکابلوف، د چین ځانګړی استازی دینګ شیجونګ او د اروپایي اتحادیې ځانګړی استازی رولاند کوبیا ګډون وکړي.

ښاغلی خلیل‌زاد به چې په قطر کې د طالبانو له استازیو سره یې وروستۍ پنځم پړاو خبرې له ۱۶ ورځو وروسته د روانې میاشتې په ۱۲مه نېټه پای ته ورسېدې، دغو ځانګړیو استازیو ته په‌دې خبرو کې د شویو پرمختګونو په اړه معلومات ورکړي.

په قطر کې له طالب استازو سره د سولې غونډه
په قطر کې له طالب استازو سره د سولې غونډه

د بهرنیو چارو وزارت په‌دې خبرو کې د پرمختګ خبر ورکړی، خو له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه یوه نهایي موافقه تراوسه نه‌ده ترلاسه شوې.

د رویټرز د راپور له مخې طالبانو تر اوسه د افغانستان له حکومت سره له مخامخ خبرو کولو ډډه کړې او هغه د امریکا یولاس پوڅی حکومت بولي.

د امریکا متحدو ایالاتونو په روانو خبرو کې پر طالبانو فشار راوستی چې اوربند ومني او د افغانستان د حکومت د استازیو په ګډون د افغاني ټولنې د بېلابېلو قشرونو له استازیو سره د افغانستان د سیاسي راتلونکي په اړه خبرو ته کیني.

خو تر اوسه دغه خبرې پر دوو موضوعاتو، له افغانستانه د امریکایي ځواکونو پر وتلو او د دې مسئلې پر یقیني کېدو چې بیا به د افغانستان له خاورې امریکا او نورې نړۍ ته د ترهګرۍ ګواښ نه متوجه کیږي، څرخي.

په پام کې ده چې د امریکایي پلاوي او د طالبانو د استازیو ترمنځ د خبرو بل دور د روانې میلادي میاشتې په وروستیو کې د قطر په پلازمېنه دوحه کې چې د طالبانو دفتر پرانیستی دی، ترسره شي.

XS
SM
MD
LG