په قطر کې د سولې د بینالافغاني ناستې په درشل کې د سولې د عالي شورا مسؤلین وايي، که د معلوم ادرس نه په رسمي ډول دوی دعوت شي پهدې ناسته کې به ګډون وکړي.
یو شمېر رسنیو راپور ورکړی چې ټاکل شوې د مسکو د ناستې په دوام د سولې دوهمه ناسته چې د راتلونکې میلادي میاشتې په نیمايي کې به جوړه شي لسګونه افغان سیاسي څېرې او طالب استازي به پهکې برخه واخلي.
د افغانستان د سولې عالي شورا مرستیال ویاند اسدالله زایري د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د کب ۲۹» ازادي راډيو ته وویل چې د سولې په هدف به له هر فرصته ګټه واخیستل شي.
نوموړي زیاته کړه:
"پهداسې حال کې چې د غونډې د برنامې او اجنډا په اړه د سولې عالي شورا سره لازمې مشورې وشي، د سولې عالي شورا دا چمتووالی لري هغه فرصت چې راغلی او یا راځي استفاده ورنه وکړي، لومړی دا چې اجنډا له موږ سره شریکه شي او بل له تعریف شویو چینلونو نه موږ ته رسمي بلنه راولېږل شي، په هغه وخت کې د سولې عالي شورا به هېڅ فرصت له لاسه ورنهکړي. "
د قطر ناسته د مسکو له ناستې وروسته ترسره کېږي، هغه ناسته چې افغان حکومت پهکې ګډون نهو کړی او ویلي و چې د مسکو ناستې هېڅ پایلې نهدرلودې.
د مسکو له ناستې وروسته چې د سلواغې میاشتې په ۱۶مه نېټه وشوه، وټاکل شوه چې پهدې اړه به بله ناسته په قطر کې وشي.
د مسکو په ناسته کې چې د روسيې په کوربهتوب جوړه شوې وه پهکې د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون د افغانستان شااوخوا ۴۰ سیاسي څېرو له طالب پلاوي سره د سولې په اړه نظرونه تبادله کړل.
په ورته وخت کې په کابل کې د امریکا سفارت تأیید کړې ده چې د دغه هېواد سفیر جان بس د سولې په موضوع د يو شمېر افغان سیاسي څېرو او مدني ټولنو سره لیدنې کتنې پیل کړې دي.
يو شمېر رسنیو په قطر کې د روسیې د سفیر په حواله ویلي چې دوحه په افغانستان کې د جګړې د ختمولو لپاره بینالافغاني مذاکرات کوي او پهدې هڅه کې ده چې پهدغو مذاکراتو کې د افغانستان حکومت او د روسیې استازي هم ګډون وکړي.
بلخوا داسې راپورونه هم خپاره شوي چې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازی ضمیر کابلوف د افغانستان د سولې په اړه د معلوماتو ترلاسه کولو لپاره د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د کب ۲۹» امریکا ته روان شو.
په ورته وخت کې د سیاسي چارو پوه او حامد کرزي ته يو له نږدې سیاست مدارانو څخه شهزاده مسعود وايي، پخوانی ولسمشر کوښښ کوي چې د قطر د سولې په بینالافغاني مذاکراتو کې افغان حکومت هم ګډون وکړي.
نوموړي زیاته کړه:
"ښاغلی کرزی ډېر کوښښ کوي چې د افغانستان مذاکره کوونکی ټیم هم پهکې شامل وي چې حکومت هم پهکې شاملېږي، هغه د ملي ګټو لپاره غواړي چې ان حکومت پهدغه ناسته کې دخیل شي."
د افغانستان حکومت او د طالبانو ډلې تر دې مهاله د قطر د بینالافغاني مذاکراتو په اړه څه نهدي ویلي، خو د طالبانو د قطر دفتر یوې سرچینې ازادي راډيو ته تأييد کړې چې دغه ناسته به د راتلونکې اپرېل میاشتې په ۱۵مه جوړه شي او په زیات احتمال د افغانستان د سولې د عالي شورا یو شمېر غړي به پهکې په شخصي ډول برخه واخلي.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي دي چې په واشنګټن کې یې د افغانستان له سفیرې رویا رحماني سره د سولې د موضوع په راتلونکو اقداماتو خبرې کړې دي.
خو ښاغلي خلیلزاد پهخپل ټویټر کې لیکلي دي چې د سولې روان مسیر به دومره اسان او هموار نهوي.
راپور: اکرامالله اکرام