په ارزګان کې خبريالانو نن ورځ د ويني په ورکولو او د وژل شويو خبريالانو مقبرې ته په ورتګ سره پیل کړه.
په ارزګان کې د کب ۲۷مه چې د خبريالانو د ملي ورځې سره برابره ده، خبريالانو دغه ورځ د وينې په ورکولو او د خپلو وژل شویو خبریالانو ملګرو مقبرې ته د ګلونو د ګېډيو په وروړلو سره ولمانځله.
دوی وايي، له وینې ورکولو څخه هدف دا دی چې ښکېلې خواوې په خپل منځ کې سوله وکړي.
په دغه ولايت کې مېشت خبريالان غوښتنه کوي چې د جګړې شکېل اړخونه دې يې ژوند ته پاملرنه وکړي.
په دې اړه نور تفصیل د ازادي راډيو د خبریال شریفالله شرافت په راپور کې د لاندې لېنک په کېکاږلو یې اورېدای شئ:
Embed
شریکول
Embed
شریکول
The code has been copied to your clipboard.
The URL has been copied to your clipboard
No media source currently available
مستقیم لېنک