د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۷

"جبهه حمایت از وطن": پاکستان غواړي چې اقتدار بیا د طالبانو لاسته ورشي


 د "جبهه حمایت از وطن" مشر او د ملي مشارکت د ګوند رئیس نجیب‌الله کابلي
د "جبهه حمایت از وطن" مشر او د ملي مشارکت د ګوند رئیس نجیب‌الله کابلي

د "جبهه حمایت از وطن" مسؤلینو د افغانستان په اړه د پاکستان د صدراعظم عمران خان وروستۍ څرګندونې وغندلې.

د "جبهه حمایت از وطن" په نامه ټولنه له افغان حکومته غواړي چې د افغانستان په اړه د پاکستان د صدراعظم عمران خان د وروستیو څرګندونو پر وړاندې د نړیوالو اصولو سره سم لازم اقدام وکړي او د هغه غیر مسؤلانه څرګندونې د ملګرو ملتونو تر سازمانه ورسوي.

د دغې جبهې مشر او د ملي مشارکت ګوند رئیس نجیب‌الله کابلي د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د کب ۲۷» د یادې جبهې په پرانيستغونډه کې وویل، پاکستان تل له افغانستان سره د ګاوندیتوب له اصولو سرغړونه او د دغه هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه کړې ده.

ده وویل:

"عمران خان په افغانستان کې د انتقالي حکومت خبرې کوي او له دې معلومېږي چې طالبان، پاکستان او (ای. اېس. ای) مذاکراتو ته کېنولي، پاکستان غواړي چې یو ځل بیا بشپړ اقتدار د طالبانو لاس ته ورشي، دغه جبهه د هېواد په کورنیو چارو کې د پاکستان د صدراعظم بربنډې لاسوهنې غندي."

په جوړه شوې ناسته کې د "بیداري ملت افغانستان" د ګوند رئیس مقصود حسن‌زاده په افغانستان کې د راتلونکي حکومت د جوړېدو په اړه د عمران خان څرګندونې غیر مسؤلانه وبللې.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان صدراعظم د تېرې جمعې په ورځ د باجوړ په سرحدي سیمه کې د ځايي اوسېدونکو یوې غونډې ته په خپلو خبرو کې ویلي چې په افغانستان کې به ډېر ژر د دغه هېواد د ټولو خلکو په خوښه یو نوی حکومت جوړ، سوله به په‌کې ټینګه او په سیمه کې به اقتصادي اسانتیاوې رامنځته شي.

د پاکستان د صدراعظم دغه څرګندونې د ډېری افغانانو له غبرګون سره مخ شوي او په کلکه‌یې غندلې دي.

بل‌خوا د حقوقي چارو یو شمېر پوهان هم د پاکستان د صدراعظم څرګندونې د نړیوالو اصولو خلاف ګڼي.​

د حقوقي چارو افغان کارپوه نصرالله ستانکزی

له دې ډلې نصرالله ستانکزي ازادي راډیو ته وویل:

"د عمران خان څرګندونې د افغانستان په کورنیو چارو کې له حقوقي پلوه مداخله ګڼل کېږي، دا د افغانانو دنده ده چې پر وړاندې یې غبرګون وښيي، دا مسئله باید افغان حکومت هم د ډیپلوماتیکو چینلونو له لارې تعقیب کړي او که نه نو پاکستان به په راتلونکي کې له دغه فرصته ناوړه ګټه واخلي."

له هڅو سره سره ونه‌توانېدو په دې اړه د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت نظر ولرو، خو دوه ورځې مخکې دغه وزارت د عمران خان د څرګندونو پر وړاندې غبرګون درلود او په افغانستان کې د پاکستان د سفارت استازی یې ورغوښتی او خپل احتجاج لیک‌يې ورسپارلی دی.

پاکستاني چارواکو تر اوسه د افغانانو او د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت د غبرګونونو په اړه څه نه‌دي ویلي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG