د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۰

امریکایي چارواکو د چین او روسیې له چارواکو سره پر افغان سوله بحث کړی


آرشیف/ د افغانستان، امریکا، روسیې او چین بیرغونه
آرشیف/ د افغانستان، امریکا، روسیې او چین بیرغونه

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، امریکایي چارواکو د روسیې او چین له استازو سره په واشنګتن کې د افغانستان د سولې پر بهیر خبرې وکړې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې چې پرون خپور شو، ویلي دي چې د پنجشنبې او جمعې په ورځو په دې درې اړخیزه غونډه کې پر دې خبرې وشوې چې څرنګه افغانستان ته سوله او سوکالي راتلی شي او امنیت ټینګېدلی شي.

په غونډه کې د افغانستان پر استقلال، ځمکنۍ بشپړتیا او همداراز پر دې ټینګار وشو چې دغه هېواد خپلې سیاسي، امنیتي او اقتصادي پرېکړې په خپله وکړي.

په دې غونډه کې موافقه وشوه چې په راتلونکې کې به په دې برخه کې نور بحثونه هم وکړي او د نورو غونډو نېټه او ځای به هم وټاکل شي.

په بیان کې دا نه دي ویل شوي چې کومو چارواکو په دې غونډه کې برخه اخیستې وه، خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ ویلي وو چې د افغانستان د سولې لپاره د دوی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد به د روسیې او چین له استازو سره وګوري.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد

د تېرې اوونۍ په اعلامیه کې راغلي وو چې د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی ضمیر کابلوف، د چین په استازیتوب دینګ شیجون او د اروپایي ټولنې استازی رولاند کوبیا به په غونډه کې برخه واخلي.

د روسیې تاس اژانس خبر ورکړی چې ضمیر کابلوف د واشنګتن په غونډه کې برخه واخیسته.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې زلمي خلیلزاد د اروپایي ټولنې له استازي کوبیا سره هم خبرې کړې دي، خو په دې برخه کې یې دا نه ده واضح کړې چې دا خبرې دوه په دوه شوي، که د چین او روسیې له استازو سره یوځای.

په دې ترڅ کې زلمي خلیلزاد په ټوېټر کې لیکلي دي چې د روسیې، چین او اروپایي ټولنې له استازو سره یې کتلي او بیا دوی ټول د غرمنۍ ډوډۍ پرمهال سره راغونډ شوي.

خلیلزاد وړاندې لیکلي دي چې د افغانستان استقلال ته درناوی کوي، د ټولو افغانانو لپاره سوله غواړي او د داسې افغانستان غوښتونکي دي چې بیا دغه یوه هېواد ته هم د ګواښ سرچینه نه وي.

له دې سره په یوه وخت د روسیې تاس اژانس د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر د ځانګړي استازي په وینا خبر ورکوي چې د اپرېل په څوارلسمه او پنځلسمه به د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغانانو ترمنځ دوهمه غونډه وشي.

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی ضمیر کابلوف
د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی ضمیر کابلوف

د راپور له مخې، ضمیر کابلوف دا خبره په واشنګتن کې پرون له امریکایي او چینایي استازو سره تر لیدو کتو وروسته وکړه.

کابلوف وویل چې ټولو د مسکو غونډه ستایلې ده.

د مسکو غونډه د فبرورۍ په لومړیو کې وشوه.

په دې غونډه کې د طالبانو د استازو ترڅنګ د افغانستان یو شمېر سیاستوالو برخه اخیستې وه، خو د افغان حکومت استازي پکې نه وو.

XS
SM
MD
LG