پامپیو: له سوريې د امریکايي سرتېرو وتل د اسرائیل-امریکا پر همکارۍ اغېز نه‌کوي

د سوریې له منبج ښار څخه د امریکايي سرتېرو د تګ حال

د امریکا متحده ایالات وايي، له سوريې نه د امریکايي سرتېرو وتل به د اسرائیل د امنیت لپاره د امریکا په همکارۍ هېڅ ډول اغېز ونه‌کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو وايي، له سوريې نه د امریکايي سرتېرو وتل به له اسرائیل څخه د امریکا د ملاتړ په مسئله کې هېڅ شی بدل نه‌کړي.

مایک پامپیو پرون په برازیل کې د دې هېواد د نوي ولسمشر د لوړې د مراسمو په څنډه کې د اسرائیل له صدراعظم بنیامین نتانیاهو سره وکتل.

په دې اړه نور: امریکا له سوریې څخه د پوځي ځواکونو د وتلو لړۍ پیل کړې

ښاغلي پامپیو وویل، له سوريې نه د امریکايي ځواکونو د ایستلو په اړه د ولسمشر ډونالد ټرمپ پرېکړه پر هغو هڅو اغېر نه‌کوي چې امریکا او اسرائیل‌يې په ګډه کوي.

نوموړي،

  • له داعش سره مبارزه.
  • د ایران د یرغل مخنیوی.
  • د اسرائیل امنیت.
  • او په منځني ختیځ کې ثبات هغه مسئلې یادې کړې چې په وینا يې امریکا او اسرائیل پرې په ګډه کار کوي.

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو له مایک پامپیو سره په کتنه کې وویل، هېواد يې له امریکا سره پر زیاتو مسئلو خبرې کوي او د سوريې په اړه د متحده ایالاتو د پرېکړې پر موضوع به هم خبرې وشي.

(ښي) د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو او د امریکا د بهرنیو چازو وزیر مایک پامپیو په یوه خبري غونډه کې

په دې اړه نور: ټرمپ یو وار بیا له سوریې د ځواکونو د ایستلو له پرېکړې دفاع وکړه

نتانیاهو وویل، اسرائیل او امریکا به په‌دې هم خبرې وکړي چې څرنګه په سوریه او په ټوله کې په منځني ختیځ کې د ایران د یرغل د مخنیوي لپاره استخباراتي او عملیاتي همکاري زیاته کړي.

یوه امریکايي مقام چې د مایک پامپیو او بنیامین نتانیاهو ترمنځ کتنه کې حاضر و، فرانس پرس اژانس ته ویلي دي چې پامپیو نتنیاهو ته ډاډ ورکړ چې متحده ایالات د اسرائیل امنیت او له ځانه د دفاع په اړه د اسرائیل بې‌قیده او شرطه حق ته ژمن دی.

له سوريې څخه د امریکايي سرتېرو د ایستلو په اړه د ولسمشر ډونالد ټرمپ پر پریکړه په داخل او بهر نړۍ کې انتقادونه شوي دي او اسرائیل اندېښنه لري چې دا به په سوریه کې یوه خلا رامنځته کړي چې د سوريې پوځ او د سوريې متحد ایران به ترې ګټه پورته کړي.

د اسرائیل هوايي ځواک تر اوسه پورې څو ځله د سوريې پر خاوره بریدونه کړي دي او دغلته د ایران د ځواکونو او حزب‌الله شیعه ډلې وسله‌وال او مرکزونه‌يې په نښه کړي دي.