د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۴

«YPG» د ټرمپ هغه ادعا رد کړه چې وايي داعش ډله په سوریه کې له منځه تللې


د کُردانو په مشرۍ د سوریې ډیموکراټیک ځواکونi
د کُردانو په مشرۍ د سوریې ډیموکراټیک ځواکونi

په سوریه کې د متحدایالاتو اصلي متحدې ډلې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه ادعا په کلکه رد کړې چې وايي، داعش ډله په سوریه کې له منځه تللې ده.

د کُردانو په مشرۍ د سوریې ډیموکراټیکو ځواکونو په یوه بیان کې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وروستۍ پریکړې په اړه چې غواړي له سوریې څخه امریکايي پوځي ځواکونه وباسي ویلي چې د داعش ډلې پر ضد مبارزه یوه ډېر قاطع پړاو ته رسیدلې او لا خو د امریکا نور ملاتړ ته اړتیا لري.

په دې بیان کې چې لحن یې ډېر تریخ دی راغلي دي چې د ترورېزم پرضد جګړه پای ته نه‌ده رسیدلې او داعش ډله تراوسه نه‌ده ماته شوې.

د ولسمشر ټرمپ پریکړې کُرد وسله‌وال چې د داعش ډلې پرضد جګړه کې د امریکا د باور وړ ځمکنی ځواک ګڼل کېده، سخت وارخطا کړي.

دا هماغه ځواکونه دي چې د امریکا د هوايي ځواک په ملاتړ د څلور کلنو پوځي عملیاتو په پای کې یې د داعش وسله‌وال د سوریې د شمال او ختیځ له ډېری سیمو وایستل.

د سوریې ډیموکراتیکو ځواکونو «YPG» په خپل بیان کې ویلي دي چې د پوځي ځواکونو د ایستلو پریکړه ښايي په اوسنیو حالاتو کې یو ځل بیا په سوریه کې د بې ثباتۍ او په سیمه کې د سیاسي او پوځي تشې د رامنځته کېدو باعث شي.

د سوریې د جګړې یوې څارونکې ډلې ويلي چې د «YPG» قوماندانانو او چارواکو تېره شپه د دې پریکړې په اړه د بحث لپاره غونډه وکړه.

اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس د دې سرچینې په حواله په راپور کې زیاتوي چې کُرد مشرانو د نورو پریکړو ترڅنګ د داعش ډلې د هغو زرګونه وسله‌والو او د هغو د کورنیو د غړو د خوشې کولو پر امکان هم جدي بحث وکړ چې د بېلابېلو هېوادونو وګړي دي او اوس مهال د کُرد ځواکونو تر ادارې لاندې کمپونو کې بندیان دي.

د دې پریکړې پر وړاندې د ولسمشر ټرمپ د جمهوري غوښتونکي ګوند سناتور لینډسي ګراهام او ځینو نورو سناتورانو هم پرون مخالفت څرګند کړ.

ښاغلي ګراهام له دوو ډیموکراټو سناتورانو سره په ګډ خبري غونډه کې وویل، که امریکايي ځواکونه ووځي نو ایران او نورو قدرتونو ته به په سوریه کې د مداخلې امکان په لاس ورشي.

امریکايي سناتور لینډسي ګراهام
امریکايي سناتور لینډسي ګراهام

ښاغلي ګراهام زیاته کړه:

"زموږ د ملي امنیت په ګټه دا ده چې خپل ځواکونه په اوس وخت کې ونه باسو، ځکه که دا کار وکړو نو ترکیه، ولسمشر بشارالاسد یا داعش ډله به کُرد ځواکونه له منځه یوسي. که موږ ووځو داسې راته ښکاري چې وضعیت ته په پام سره به ایران په سوریه کې اصلي ګټونکی وي او له تهرانه تر لبنان پورې به یو تونل جوړ شي چې حزب الله او د اسرائیلو نورو مخالفو ځواکونو ته وسلې واستوي، خو تر هرڅه وړاندې موږ یو هم دا نه منو چې داعش ډله به له منځه تللې وي."

ټرمپ له سوریې د پوځي ځواکونو د ایستلو پریکړه په داسې یوه حساس وخت کې اعلان کړې ده چې په سوریه کې، په تېره د دې هېواد په شمال کې له ترکیې سره پر پوله وضعیت کړکېچن دی.

ترکیه «YPG» ته چې د کُرد ځواکونو د ملا تېر دی د یوې تروریستي ډلې په سترګه ګوري او د دې ډلې د ملاتړ پر سر یې له امریکا سره اړیکې هم کړکېچن شول.

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو هم پرون وویل چې هېواد به یې د امریکايي ځواکونو د وتلو په صورت کې په سوریه کې خپل فعالیتونه پراخ کړي، څو د ایران د نفوذ مخه ونیسي.

بنیامین نتانیاهو
بنیامین نتانیاهو

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ولسمشر ټرمپ پریکړه ستایلې او ویلي یې دي چې ده او ټرمپ موافقه کړې چې د داعش ډلې ماته په سیمه کې د امریکا د پوځي حضور اړتیا له منځه وړي.

روسیې له پخوا راهیسې ویل چې په سوریه کې د امریکا پوځي حضور نامشروع دی او توجیه نه لري ځکه نه د ملګروملتونو امنیت شورا تأیید کړی او نه د سوریې حکومت.

پوتین پرون په یوه بیان کې وویل چې د امریکا پوځ باید له سره سوریې ته نه وای ننوتی.

XS
SM
MD
LG