افغان حکومت: د جنیوا کنفرانس کې بریالي وو

افغان حکومت د جنیوا کنفرانس د بریالیتوب خبر ورکوي او وايي چې په‌دې کنفرانس کې نړیوالې ټولنې یو وار بیا له افغانستان سره خپلې ژمنې تازه کړې.

افغان حکومت په‌دې ناسته کې له دغه هېواد سره د اروپايي ټولنې او د اسیا نړیوال بانک اعلان شوې مرسته لاسته راوړنه بولي او وايي چې په‌دغه ناسته کې ګډون کوونکو هېوادونو د افغان حکومت له کړنو خپل ملاتړ اعلان کړ.

اجرائیه ریاست وايي، د افغان حکومت د سولې په اړه له وړاندې شوې طرحې د نړیوالو ملاتړ د دغه کنفرانس بله لاسته راوړنه وه.

د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند فریدون خوځون د پنجشنبې په ورځ په‌دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند فریدون خوځون

"په جنیوا کنفرانس کې مهمه خبره دا وه چې نړیوالې ټولنې په افغانستان کې د خپل موجودیت او خپلو مرستو په اړه ډاډ ورکړ، بله مهمه مسئله د سولې د پروسې وه چې ټولو ګډون کوونکو هېوادونو په یوه خوله د افغان ولسمشر او اجرائیه رئیس له لوري د سولې له وړاندې شوې طرحې ملاتړ وکړ، یعنې په ټوله کې ویلی شو چې د دغه کنفرانس ټولو ګډون کوونکو هېوادونو په یوه خوله د افغان حکومت له هلو ځلو او په بېلابېلو برخو کې له رامنځته شوېو اصلاحاتو څخه هرکلی وکړو."

په دې اړه نور: اجرائيه رئيس بيا وويل چې افغان حکومت له طالبانو سره مذاکرو ته چمتو دى

د جنیوا ناسته تېره ورځ ناوخته پای ته ورسېده.

په‌دې کنفرانس کې د افغان ولسمشر غني، اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله او لوړپوړو افغان چارواکو ترڅنګ د نېږدې ۶۰ هېوادونو او ۳۵ نړیوالو سازمانونو استازو برخه اخېستې وه.

د جنیوا ناسته چې دوه ورځې يې دوام وکړ، د افغانستان پر سولې، اقتصادي ځان بساینې او په‌دې هېواد کې پر بېلابېلو برخو کې د شوېو پرمختګونو په اړه په‌کې بحثونه وشول.

وړاندې ویل کېدل چې په‌دغه کنفرانس کې به افغان حکومت د بروکسل په کنفرانس کې د شوېو ژمنو په اړه هم نړیوالې ټولنې ته حساب ورکړي.

د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند فریدون خوځون وايي، په‌دې برخه کې د افغان حکومت حساب نړیوالو ته د قناعت وړ وو، خو د لا عملي کولو سپارښتنې يې وکړې.

د جنیوا په کنفرانس کې اروپايي ټولنې په افغانستان کې د ۴۷۴ میلیونه یورو په ارزښت د مرستو اعلان وکړ.

په دې اړه نور: افغان حکومت په بروکسل کې د مرستو د جاري ساتلو لپاره نړیوال قانع کړل؟

راپورونه وايي چې دغه مرستې به د دولت جوړولو، د عامه سکټور د اصلاحاتو، روغتیا، عدالت، انتخاباتو او دغه ‌شان د مهاجرت او بې‌ځایه کېدو په برخو کې مصرف شي.

تېره ورځ چې د یاد کنفرانس وروستۍ ورځ وه افغان ولسمشر محمد اشرف غني د کنفرانس له ګډون‌والو سره د افغان حکومت د سولې طرحه هم وړاندې کړه.

که څه هم د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند فریدون خوځون وايي، له دغه طرحې نړیوالو ملاتړ وکړ، خو د افغانستان د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو د کمېسیون یو شمېر غړي وايي چې په‌دې برخه کې باید د افغانستان په جګړه کې په ښکېلو هېوادونو فشارونه زیات شي.

د دغه کمېسیون غړي نادر خان کټوازي د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو سره په خبرو کې د افغانستان لپاره د جنیوا کنفرانس یو بریالی کنفرانس وباله.

د ولسي جرګې غړی نادر خان کټوازی

نوموړي زیاته کړه:

"د سولې په اړه ټولو په یوه غږ د افغان حکومت د پرېکړو ملاتړ وکړ او له ټولو ښکېلو خواوو او هېوادونو يې وغوښتل چې د افغان سولې په مسئله کې همکاري او مرسته وکړي، نو که لنډه يې درته ووایم زه د دغه ناستې نتایج د افغانستان لپاره ګټور بولم."

خو د نړیوالو چارو یو شمېر افغان کارپوهان بیا وايي، کومې هيلې چې د جنیوا له کنفراسه موجودې وې ترلاسه نه شوې.

Your browser doesn’t support HTML5

له ښاغلي صافي سره مرکه

له ډلې یې انتظار خادم ازادي راډيو ته وویل، که څه هم په زماني لحاظ د جنیوا کنفرانس د افغانستان لپاره ښورا مهم بلل کېده، خو په خبره یې، افغان حکومت نړیوالو ته د بروکسل په ناسته کې د شوېو ژمنو حساب ورنه‌کړای شو.

راپور: اکرام الله اکرام