د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۶

ایا د افغان حکومت مشران توانېدلي چې د لاسته راوړنو په اړه نړیوال قانع کړي؟


افغان ولسمشر د جنيوا په کنفرانس کې د خپل حکومت د څلورو کلونو لاسته راوړنې د یوه سوله ییز او ثبات لرونکي افغانستان لپاره مهمې وبللې.

اشرف غني وویل، د امنیت، اصلاحاتو، عدالت، د ښځو د حقونو او د فساد ضد هڅو په ګډون، په مختلفو برخو کې یې پرمختګونه کړي او ټاکلو هدفونو ته د رسېدو لپاره هم له نړیوالو د ملاتړ د دوام غوښتنه کوي.

د جنیوا په کنفرانس کې ولسمشر او اجرائیه رئیس له طالبانو سره د سولې د خبرو پر یوه نوي پلان هم رڼا واچوله.

د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مشرې د افغانستان د حکومت د سولې د هڅو ملاتړ وکړ او ویې ویل چې دا اتحادیه چمتو ده چې د نورو مرستو ترڅنګ د سولې د احتمالي موافقې لپاره د یوې نړیوالې ضمانت کونکې په توګه رول ولوبوي.

نوریاس نوري د دغه کنفرانس په اړه د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي له استاد نصرالله ستانکزي مرکه کړې او لومړی یې ترې پوښتنه کړې چې ایا د افغانستان د حکومت مشران توانېدلي چې د خپلو لاس ته راوړنو په برخه کې د نړیوالو قناعت حاصل کړي؟

د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:12 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG