د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۱

د اقتصاد وزارت: هڅه کوو بې‌ګټې لګښتونه کم او ملي عواید زیات کړو


د افغانستان د اقتصاد وزارت وايي، هڅې کوي چې د ملي عوایدو د زیاتوالي په هدف هغه لګښتونه راکم کړي چې مؤثریت کم دی او خپلې عایداتي سرچینې زیاتې کړي.

د افغانستان د اقتصاد وزارت وايي، حکومت پلان لري چې په کارونو کې د شفافیت، بېلابېلو مالي سر شاره سرچینو د پیدا کولو او اقتصادي ودې د پراختیا له لارې په اقتصادي لحاظ په ځان بسیا شي.

د دغه وزارت ویاند سهراب بهمن د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال لیندۍ ۰۷» ازادي راډیو ته وویل، حکومت هڅه کوي چېرته چې لګښتونه ګټې نه‌لري، راکم او ګټور هغه‌یې د ملي بودجې له لارې تمویل شي.

سهراب بهمن
سهراب بهمن

ده وویل:

"افغان حکومت په دې لټه کې دی چې خپلې عایداتي سرچینې زیاتې کړي او ورسره په خوا کې اقتصادي ودې ته پراختیا ورکړي، څو افغانستان له اقتصادي پلوه په پښو ودرېږي، حکومت ګوري، چېرته چې لګښت ګټور نه‌وي، مصارف راکموي او چېرته چې ګټوروې هڅې کېږي د هغوی مصارف د ملي بودجې له لارې تمویل کړي."

دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت ته د جنيوا په کنفرانس کې سپارښتنې شوي چې لګښتونه مو راکم کړئ او پر خپل ځان د بسیا کېدنې خوا ته حرکت پیل کړئ.

په دغه غونډه کې چې ظاهراً به په‌کې له افغانستان سره د همکاریو پر دوام ټینګار وشي، خو د راپورونو له مخې په همدې ترڅ کې به پر افغان حکومت د مرستو کمولو او بندولو یوه ځانګړې نېټه هم اعلان شي.

د جنیوا په غونډه کې په افغان ولسمشر او اجرائیه رئیس سربېره د نړۍ د شااوخوا ۶۲ هېوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو مرستیالانو، ځانګړو استازو او د ۳۵ نړیوالو مرسته کوونکو بنسټونو استازو ګډون کړی.

په ورته وخت کې تازه په دغه غونډه کې اورپايي اتحادیې په افغانستان کې د ۴۷۴ میلیونه یورو په ارزښت د مرستو اعلان وکړ.

راپورونه وايي چې دغه مرستې به د دولت جوړولو، د عامه سکټور د اصلاحاتو، روغتیا، عدالت، انتخاباتو او دغه‌راز د مهاجرت او بې‌ځایه کېدو په برخو کې مصرف شي.

په ورته وخت کې د افغانستان د ولسي جرګې د مالي او بودجې کمېسیون وايي، افغان حکومت د دې وړتیا نه‌لري چې په لنډ وخت کې له اقتصادي پلوه په ځان بسیا شي.

د دغه کمېسیون غړي سید اکرام د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل:

"که چېرې د نړیوالې ټولنې مرستې راکمې شي، افغان حکومت مجبور دی چې لګښتونه له ملي بودجې تمویل کړي چې په دې سره عادي او پراختيايي بودجه کمېږي چې ورسره هم‌مهاله بې‌کاري زیاتېږي چې دا بیا د ناامنیو په زیاتېدو مستقیم تأثیر اچوي."

ښاغلی سید اکرام زیاتوي، کله چې په افغانستان کې ناامني زیاته شي، په سیمه او نړیوالو مستقیم تأثیر اچوي.

دی وایي، نړیواله ټولنه مجبوره ده چې دغه ستونزه له وړاندې حل او له افغان حکومت سره تر هغې مرستې وکړي، څو په اوږدمهال کې له اقتصادي پلوه په پښو ودرېږي.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG