د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۲

د افغانستان په اړه د جنیوا د کنفرانس خبرې او بحثونه نن دوهمه ورځ هم دوام لري


افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن چهارشنبه د جنیوا د کنفرانس په دوهمه او وروستۍ ورځ په مختلفو برخو کې د ملي یووالي د حکومت اقدامات ګټور وبلل.

ولسمشر غني د خپلو خبرو په سر کې د نړیوالو د ځاني او مالي قربانیو ستاینه او هرکلی وکړ چې د افغانستان په ۱۷ کلنه جګړه کې یې ورکړي دي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني
افغان ولسمشر محمد اشرف غني

ده وویل:

"غواړم له ټولو مرستندویو هېوادونو، ستاسو له دولتونو او په ځانګړي ډول، ستاسو له ماليه ورکونکو د دوامدارو او اصولي مرستو او همکاریو په خاطر مننه وکړم، مونږ ستاسو هغو ځامنو او لوڼو ته چې په افغانستان کې وژل شوي دي، درناوی وړاندې کوو، له ۲۰۰۱ کاله تر ۲۰۱۴ کال پورې ستاسو ۳۴۵۴ غوره وګړي قرباني شوي او له ۲۰۱۴ وروسته چې امنیتي مسؤلیت افغانانو پر غاړه اخيستی، ستاسو ۵۹ وګړي وژل شوي دي."

د پراخ فساد پر ضد مبارزې په اړه په خپلو څرګندونو کې ولسمشر غني وویل، په تېرو درېیو کلونو کې د د پام وړ پرمختګ شوی دی.

ښاغلی غني وایي:

"مونږ ته داسې یو سېستم په میراث کې پاتې و چې فساد عام او منظم و او هېڅ استثنا په کې نه وه، بډې اخيستل او له واکه ناوړه استفاده په پراخه اندازه وه، د قانون د حاکمیت نشتوالی او پر سېستم د اعتماد نشتوالی پر دولت د خلکو د اعتماد د له منځه تللو سبب شو، په ۲۰۱۵ کې د فساد پر ضد زمونږ د ملي ستراتیژۍ له پیل راهیسې مونږ نیم اهداف ترلاسه کړي دي، په دې وروستیو کې مونږ د فساد پر ضد مبارزې لپاره یوه نوې مرحله پیل کړې، مونږ د پخوانیو لوړرتبه چارواکو په ګډون مقامات محاکمه کوو."

ولسمشر غني په خپلو خبرو کې په افغانستان کې د غیر مسؤلو وسله والو ډلو د موجودیت موضوع هم یاده کړه او ویې ویل چې حکومت ژمن دی چې د دغه شان ډلو د له منځه وړلو او د قانون د حاکمیت د ټینګښت لپاره له استثنا پرته ګامونه واخلي.

ده وویل:

"یو شمېر غیر مسؤل او غیر قانوني وسله والې ډلې لا هم په افغانستان کې فعالې دي، دغه ډلې د فاسدو شبکو له خوا تجهیزېږي، یو شمېر قوماندانان لا هم حکومتي القاب لري، خو بیا هم د جنایتکارو ملېشو په شان فعالیت کوي، له محلي خلکو ناوړه ګټه پورته کوي، هغوی ویروي او د نسبتاً ښه امنیتي وضعیت د رامنځته کولو په بدل کې له خلکو پیسې اخلي، دا ډلې د خلکو لپاره ورانوونکي دي او د ځمکو په غصب او د نشه یي موادو په قاچاق کې هم لاس لري."

د ولسمشر غني تر وینا مخکې، د ملګرو ملتونو سرمشني انتونیو ګوترش په یوې لنډه ویډیويي وینا کې هیله مندي څرګنده کړه چې د جنیوا روان کنفرانس به د افغانستان د ثبات لپاره ګټور ثابت شي.

ګوترش له افغانانو سره چې جګړو ځپلي دي، خپل یووالی او خواخوږي وښوده.

انتونیو ګوترش
انتونیو ګوترش

دی وایي:

"خوښ یم چې دې مهم کنفرانس ته ستاسو ښه راغلاست وایم، زړه مو له ټولو افغانانو سره دی چې جګړو ځپلي دي، دا کنفرانس په داسې وخت کې جوړېږي چې تاوتریخوالی زیات شوی او د سولې فرصت له سخت ازمون سره مخ دی، هیله ده چې دا کنفرانس د داسې ثبات لپاره د نورو هڅو سبب وګرځي چې افغانان ورته لېوال دي."

کنفرانس ته په وینا کې د ملګرو ملتونو د سرمشني مرستیالې روزمري دیکارلو هغه پرمختګونه یاد کړل چې افغان حکومت په تېرو ۴ کلونو کې لرلي دي.

هغې وویل، له ۲۰۱۴ کال راهیسې د اجرائیوي بنسټونو عالي مدیریت او د بودجې په برخه کې پرمختګونه شوي دي.

د ملګرو ملتونو مرستیالې وویل، افغان حکومت د پراختیا په برخه کې دوامداره پرمختګ کړی دی.

خو د مېرمن دیکارلو په وینا، له ټولو پرمختګونو سره سره ناامني، فقر او د قانون د حاکمیت کمزورتیا لا هم جدي خنډونه او ستونزې دي چې د منځه وړلو لپاره يې باید د جنیوا د کنفرانس د ګډونوالو هر اړخیزې هڅې لازمې او مهمې دي.

XS
SM
MD
LG