د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۵

افغان حکومت په بروکسل کې د مرستو د جاري ساتلو لپاره نړیوال قانع کړل؟


د ۲۰۱۶ میلادي کال د اکټوبر په ۵مه، اروپايي اتحادیې او د افغانستان حکومت په ګډه د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې د افغانستان په اړه غونډه راوبلله چې د ۷۵ هېوادونو او ۲۶ نړیوالو سازمانونو او غیر دولتي مؤسسو استازو ګډون په‌کې کړی وو.

په‌دې غونډه کې د افغانستان حکومت خپله د اصلاحاتو اجنډا اعلان کړه، څو نړیوالو ته قناعت ورکړي چې خپلې مرستې جاري وساتي.

د بروکسل په کنفرانس کې د نړیوالې ټولنې استازو له افغانستان سره په مجموع کې ۱۵،۲ میلیارده ډالره مرستې ژمنه وکړه چې ۵،۶ میلیارده ډالر د اروپايي اتحادیې د غړو هېوادونو له لوري ورته منل شوي وو.

د افغانستان حکومت د خپلو اصلاحاتو اجنډا د «له ۲۰۱۷ تر۲۰۲۱ میلادي کاله د افغانستان د سولې او ملي پرمختګ کاري چوکاټ» تر نوم لاندې د بروکسل په کنفرانس کې وړاندې کړه.

د غونډې ګډونوالو له افغانستان سره د نورو څلورو کلونو لپاره د سیاسي او مالي ملاتړ ژمنه وکړه او د افغانستان د حکومت د سولې او ملي پرمختګ پلان‌یې تأیید کړ.

له افغانستان سره د مرستې د دې استثنايي تعهد هدف دا وو چې افغانستان د سیاسي او اقتصادي ثبات پر لور حرکت جاري وساتي.

د افغانستان حکومت د بروکسل په کنفرانس کې وویل چې د امنیتي چارو لګښت‌یې په کال کې پنځه میلیارده ډالرو ته رسېږي او باید پیسې ورته وسپموي.

حکومت وویل، غواړي چې د مالیې په ګډون د کورنیو عوایدو د زیاتولو، د اداري فساد د مخنیوي، سوء استفادې او اضافي مصرف د مخنیوي له لارې دا لګښت کم کړي.

په‌دې راپور کې هغو پرمختګونو ته چې په ټولنیزو چارو کې ورته اشاره شوې او ویل شوي:

  • د افغانستان په ښوونځیو کې له درېیو زده‌کونکو یوه نجلۍ ده.
  • د ماشومانو او میندو د مړینې شمېره ۴۵،۵ فیصده کمه شوې ده.
  • د تنفسي ناروغیو له امله د ماشومانو مرګونه ۷۰ فیصده کم شوي دي.

خو د هغو ستونزو په اړه هم معلومات په‌کې ورکړل شوي و چې د له‌منځه وړلو لپاره‌یې د نړیوالې ټولنې مرستې ته اړتیا ده، مثلاً:

  • د افغانستان د وګړو ۳۵ فیصده برخې ته د څښاک پاکې اوبه نه‌رسېږي.
  • د افغانستان ۴۰ فیصده وګړي د فقر تر نړیوال حد په ښکته حالت کې ژوند کوي یا په ورځ کې تر یو ډالر او ۲۵ سنټو کم عاید لري.
  • هره میاشت ۱۰۰ افغانان لا هم د ماین په چاودنه کې قرباني کېږي.
    د افغانستان حکومت ژمنه وکړه چې که نړیواله ټولنه ملاتړ ورڅخه وکړي، د «GDP» وده به تر ۲۰۲۰ میلادي، په هر کال کې ۶ فیصده ته ورسېږي.
  • کرنیز عواید

پر ځان د اتکا زیاتولو او د عوایدو د ډېرولو لپاره به کرنیزې ځمکې ۲،۷ میلیونه هکټار او د غنمو تولید به ۵،۹ میلیونه مټریک ټنو ته زیات کړي.

  • کاسا زر

افغانستان حکومت ژمنه وکړه چې د کاسا ۱۰۰۰ او ټاپي پروژو ته به چې د سیمه‌ییز اتصال سبب کېږي، په اداري برخه کې سهولت جوړ کړي.

  • روغتیايي او تعلیمي امکانات

حکومت همداراز د بنیادي صحي او تعلیمي امکاناتو د برابرولو لس کلن پروګرام ته اشاره وکړه او ویې‌ویل چې په څلورو کلونو کې به د پاکو اوبو ۲۰ زره سرچینې جوړې کړي.

  • ټاپي

حکومت ډاډ څرګند کړ چې ټاپي «ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند» د ګاز پايپ‌لاین او نورې ټرانزیتي پروژې به‌يې تر ۲۰۲۰ میلادي کاله په ګټه برابرې شي او په اقتصادي خودکفايي کې به مرسته ورسره وکړي.

  • د ښځو حقوق

حکومت د ښځو د حقونو په برخه کې د خپل فعالیت په اړه وویل چې په ۱۵ کلونو کې به د ښځو د اقتصادي ودې پر پروګرامونو ۲۵۰ میلیونه امریکايي ډالره پانګونه وکړي.

په هغه پنځه کلن پراختیايي پلان کې چې د افغانستان حکومت د بروکسل کنفرانس ته وړاندې کړ، ژمنه شوې وه چې پورونه به کموي او یوازې د پيسو د نړیوال صندوق د شرایطو پر اساس اخلي.

XS
SM
MD
LG