د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۰

اجرائيه رئيس بيا وويل چې افغان حکومت له طالبانو سره مذاکرو ته چمتو دى


د افغانستان اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله د جنيوا په کنفرانس کې
د افغانستان اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله د جنيوا په کنفرانس کې

د افغانستان اجرائيه رئيس يو وار بيا له وسله‌والو طالبانو سره د مذاکرو لپاره د افغان حکومت د چمتووالي خبره وکړه.

عبدالله عبدالله چې تېره شپه‌يې د جنيوا کنفرانس اختتاميه وينا کوله وويل چې په دې مسئله کې د نورو ښکېلو هېوادونو همکاري مهمه ده.

د افغانستان اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله د جنيوا کنفرانس په اختتاميه وينا کې
د افغانستان اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله د جنيوا کنفرانس په اختتاميه وينا کې

نوموړي وویل:

"د ملي يووالي حکومت په افغانستان کې سولې او ثبات ته ژمن دى او موږ ټول له طالبانو سره مذاکرو ته چمتو يو. موږ د هغو هېوادونو چې د افغانستان د سولې په پروسه کې ښکېل دي ملاتړ، سهولت برابرول او همکاري ستايو، خو بايد واضح کړم، د دې لپاره چې د سولې يوه هڅه بامفهومه او افغانانو ته د منلو وړ وي، بايد د افغانانو په مشرۍ او مالکيت ترسره شي."

د ښاغلي عبدالله عبدالله تر وينا مخکې د سياسي چارو لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت معين ډېوېډ هال «DAVID HALE» هم په خپلو خبرو کې له وسله‌والو طالبانو سره د پخلاينې مسئلې ته اشاره وکړه.

ډېوېډ هال
ډېوېډ هال

​نوموړي وویل:

"يوې سوله‌ييزې حل‌لارې ته د طالبانو تعهد زيات وخت نيسي. موږ له طالبانو غواړو چې اوربند وکړي او د مذاکرو يوه بااعتباره ډله وټاکي. زموږ له اړخه امريکا د سولې د هغې پروسې ملاتړ ته دوام ورکوي چې د افغانانو په رهبرۍ او مالکيت وي. په افغانستان کې سوله ممکنه ده او موږ بايد ټول له دغه فرصته ګټه واخلو."

وسله‌والو طالبانو د لړم يا عقرب پر ١٨مه، په مسکو کې په هغه غونډه کې برخه واخیسته چې د ځينو هېوادونو استازو او د سولې عالي شورا يوه هيئت هم په‌کې برخه درلوده.

دغه ډله تر اوسه له افغان حکومت سره د سولې مخامخ خبرو ته نه‌ده چمتو شوې، خو په وروستيو کې د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليل‌زاد دوه وارې په قطر کې د طالبانو له استازو سره خبرې کړي دي.

ښاغلي خليل‌زاد څه کم دوه اوونۍ مخکې وويل، هيله‌مند دى تر راروانې اپرېل مياشتې له طالبانو سره د سولې يوه موافقه وشي.

افغانستان د سيمه‌ييز خصومت پر ځاى سيمه‌ييزې همکارۍ ته ترجېح ورکوي.

د جنيوا کنفرانس په پاى کې د افغانستان اجرائيه رئيس په خپلو خبرو کې په افغانستان کې د ځينو پرمختګونو يادونه وکړه، ده وويل کابل

  • د کاسا زر.
  • ټاپي.
  • چابهار بندر.
  • د رېل‌ګاډي پټلۍ او نورو مهمو پروژو په برخه کې مهم ګامونه اخیستي دي.

عبدالله عبدالله وويل، افغانستان د سيمه‌ييز خصومت پر ځاى سيمه‌ييزې همکارۍ ته ترجېح ورکوي.

د اجرائيه رئيس په وينا له ٢٠٠٢ میلادي کال راهيسې شااوخوا ٦ میليونه افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي، خو په میليونونو نور لا هم له افغانستان نه بهر د کډوالۍ ژوند تېروي.

د کنفرانس په وروستيو کې په ٣٩ مادو کې د برخه‌والو له‌خوا ګډه اعلاميه هم تأييد شوه چې د سولې، اصلاحاتو او پرمختګ پر مسئله د شویو بحثونو يادونه په‌کې شوې او د راتلونکو کلونو لپاره د نورو هڅو ژمنه په‌کې شوې ده.

د ګډې اعلاميې په پاى کې ويل شوي چې افغان دولت او نړيواله ټولنه د ملګرو ملتونو په کوربه‌توب د جنيوا کنفرانس ستايي او ګډونوال په ٢٠١٩ میلادي کال د لوړپوړو چارواکو غونډې او په ٢٠٢٠ میلادي کال کې د وزيرانو په سطحه د کنفرانس جوړېدو ته سترګې په لار دي.

د جنيوا په کنفرانس کې د ٦١ هېوادونو او ٣٥ نړيوالو سازمانونو استازو، دغه‌راز د مدني ټولنې، خصوصي سکټور او مطبوعاتو غړو برخه اخیستې وه.

XS
SM
MD
LG