د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۴

د سولې شورا: د مسکو ناستې له طالبانو وغوښتل چې له کابل سره خبرو ته کېني


د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، د مسکو په ناسته کې ګډون کوونکو هېوادونو له وسله‌والو طالبانو وغوښتل چې له افغان حکومت سره د سولې خبرې اترې پیل کړي.

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، د مسکو ناستې ته د دې شورا تللي پلاوي په واضح ډول وویل چې د افغانستان سوله باید د نړۍ د لویو قدرتونو د رقابتونو تر تأثیر لاندې رانه‌شي.

د دې شورا مرستیال او د مسکو ناستې ته د تللي پلاوي مشر عزیزالله حاجي دین محمد د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د لړم ۲۲» په یوه خبري ناسته کې وویل چې دوی د جګړې په پای ته رسېدو، د افغانانو په مشرۍ د سولې د اجنډا پر مخ وړل او له ګډون کوونکو هېوادونو د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د مخامخ خبرو په پیل ټینګار وکړ.

ښاغلي دین محمد وویل چې په پایله کې ګډون کوونکو هېوادونو د دوی په غوښتنو د تأييد مهر ولګاوه او د وسله‌والو طالبانو له استازو يې غوښتنه وکړه چې له افغان حکومت سره د سولې مخامخ خبرې پیل کړي.​

حاجي عزیز الله دین محمد زیاتوي:

"له نېکه مرغه د غونډې په پایله کې وویل شول چې ټول هېوادونه په افغانستان کې د جګړې ختمېدو او د افغانانو په رهبرۍ د سولې له خبرو ملاتړ کوي او همدا شان‌یې خپل ملاتړ څرګند کړ او همدارنګه‌یې نېغ په نېغه له طالبانو وغوښتل چې له افغان حکومت سره د سولې خبرې پيل کړي."

د تېرې جمعې په ورځ د افغانستان د سولې عالي شورا او طالب استازو د روسیې په کوربه‌توب د مسکو د سولې په ناسته کې سره وکتل.

د سولې عالي شورا په وینا، په دغه ناسته کې د روسیې او پاکستان په ګډون په مسکو کې د امریکا سفارت استازي هم ګډون کړی و.

افغان دولت په دغه ناسته کې له ګډونه انکار وکړ، خو د افغانستان د سولې عالي شورا د یو خپلواک ادرس په توګه په یاده غونډه کې ګډون کړی و.

که څه هم په دې ناسته کې د وسله‌والو طالبانو او حکومت ترمنځ د بین‌الافغاني خبرو اترو په پیل ټینګار شوی، خو د وسله‌والو طالبانو استازو له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو خبره د خبرو اترو د پیل لپاره د شرط په بڼه مطرح کړې ده.

په ورته وخت کې د افغانستان د ولسي جرګې یو شمېر غړي وايي، د مسکو ناستې د سولې پروسې ته هېڅ ګټه ونه‌رسوله.

د دې جرګې یوې غړې مسعودې کروخي د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل:

"دا ناسته یوازې د وخت ضایع وه، هېڅ لاسته راوړنه‌يې نه‌درلوده، افغان حکومت ترې هېڅ ګټه ونه‌کړه، یوازې وسله‌وال طالبان په رسنیو کې راڅرګند شول، په داسې حال کې چې د خبرو اترو مخالف هم دي."

اغلې کروخي دا ناسته یوازې د روسيې د قدرت ښودنه وبلله.

نوموړې وویل چې روسیه غواړي چې په شکل د اشکالو د افغانستان په مسئله کې دخیله شي، نو ځکه‌يې دغه ناسته دایره کړه.

راپور: اکرام‌الله اکرام

XS
SM
MD
LG