د افغانستان دفاع وزارت وایي، افغان ځواکونو د غزني په جاغوري او مالستان ولسوالیو کې چې پهدې وروستیو کې ورڅخه د سختو نښتو راپورونه ورکړل شوي، د وسلهوالو طالبانو حملې په شا تمبولي دي.
دفاع وزارت وایي، د غزني د مالستان او جاغوري ولسوالیو امنیتي وضعیت اوس د افغان امنیتي ځواکونو تر کنټرول لاندې دی او د وسلهوالو طالبانو د ګواښونو د لهمنځه وړلو لپاره نور ځواکونه هم سیمې ته استول شوي دي.
دغه څرګندونې د دې وزارت ویاند غفور احمد جاوید تېره شپه ازادي راډیو ته وکړې او زیاتهیې کړه چې د افغانستان د ملي اردو لوی درستیز محمد شریف یفتلي به نن جاغوري ته لاړ شي او د جګړې قومانده به په خپله په لاس کې واخلي.
دی وايي:
"نن «دوشنبه» موږ جاغوري ته په شپږو پروازونو کې اضافي سرتېري او د ډاکتر شاه جهان په مشرۍ یو پلاوی هم واستاوه. پهدې اضافي سرتېرو کې د ملي امنیت، همدارنګه د افغان کمانډو ځانګړي ځواکونه شامل دي. سبا به د افغانستان د ملي اردو لوی درستیز خپله سیمې ته لاړ شي او هلته به د جګړې قومانده خپله په غاړه واخلي."
په دې اړه نور: د غزني د مالستان چارواکي: که مرسته ونهشي، نو مالستان سقوط کويد ښاغلي جاوید په وینا په سیمه کې د وسلهوالو طالبانو په وړاندې د افغانستان د هوایي ځواکونو د بمبارۍ په ګډون عملیات دوام لري چې دښمن ته پهکې درنه مرګ ژوبله رسېدلې، خو دقیق شمېر یې څرګند نهکړ.
د ازادي راډیو د دې پوښتنې په ځواب کې چې د راپورونو له مخې د غزني پهدې دوو ولسوالیو کې په جګړو کې د افغان کمانډو ځواکونو په ګډون په لسګونه د امنیتي ځواکونو غړي او ملکي وګړي وژل شوي، ایا پهدې اړه دقیق ارقام شته؟
د دفاع وزارت ویاند ښاغلي جاوید وویل:
"بدبختانه په جګړه کې تلفات وي. موږه تلفات لرل، خو د تلفاتو رقم هغسې چې د ولایتي شورا چارواکي یا نور یې ورکوي هغه دقیق نهدي. د تلفاتو د دقت لپاره او همدارنګه د دې لپاره چې روښانه شي چې څومره ملکي وګړي او څومره د افغانستان د وسلهوال پوځ شهیدان یا ټپیان لرو د هغې لپاره هم څېړنې روانې دي. هر وخت چې دغه څېړنې بشپړې شوې هغه رقم به له تاسو سره شریک کړو."
نیویارک ټایمز ورځپاڼې چې د خبریالانو یوه کوچنۍ ډلهیې د غزني ولایت د جاغوري ولسوالۍ ته تللې وایي چې یوازې د یکشنبې او دوشنبې د ورځو په جګړو کې لږ تر لږه ۳۰ کمانډو ځواکونه او د محلي پولیسو ۵۰ غړي وژل شوي دي.
په دې اړه نور: نيويارک ټايمز: طالبان د افغان امنيتي ځواکونو په ډلهيیزه وژنه لاس پورې کويد غزني د جاغوري او مالستان او دغهراز د ارزګان ولایت د خاص ارزګان ولسوالیو چې اکثریت وګړي یې هزارهګان دي، د امنیت د ټینګښت لپاره پرون په کابل کې په سلګونه کسان ارګ ته نږدې د اعتراض په توګه راټول شوي وو.
د مظاهرې له پای ته رسېدو سره سم د ملک اصغر په څلورلاري کې په یوه ځانوژونکي حمله کې چې مسؤلیتیې د اسلامي دولت ډلې یا داعش په غاړه اخیستی، لږ تر لږه شپږ تنه ووژل شول او شااوخوا ۲۰ تنه نور ټپیان شول.
وسلهوالو طالبانو په داسې حال کې پر دې ولسواليو او د فراه ولایت په ګډون د افغانستان په یو شمېر نورو سیمو کې هم پهدې وروستیو کې حملې شدیدې کړې چې د افغانستان د سولې او پخلاینې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د سولې د هڅو دوهم بهیر پیل کړی دی.