سعودي عربستان خبرداری ورکړی د هر هغه بندیز ځواب به ورکړي چې د جمال خاشقجي د تري تم کېدو د قضیې په خاطر په دغه هېواد لګېږي.
که له یوې خوا د سعودي الاصله خبریال جمال خاشقجي د تري تم کېدو په خاطر پر سعودي عربستان د امریکا او اروپايي ملګرو لهخوا یې فشارونه زیاتېږي دغه هېواد د هر ډول سزايي ګواښونو په وړاندې خبرداری ورکړی دی.
په دې اړه نور: سعودي عربستان: د هر ډول بندیز ځواب به ورکړوخاشقجي چې په امریکا کې اوسېده له واشنګټن پوسټ سره یې کار کاوه، خو د اکتوبر له دوهمې چې کله په استانبول کې د سعودي عربستان کنسولګرۍ ته ننوت تری تم دی.
دی له خپلې ترکۍ کوژدنې حدیث چنګیز سره د واده د اسنادو د جوړولو لپاره په استانبول کې د سعودي عربستان کنسولګرۍ ته ورغلی و.
ترکیه پهدې باور ده چې خاشقجي د سعودي د اجنټانو لهخوا په کنسولګرۍ کې وژل شوی او مړی یې وړی دی.
سعودي عربستان دا تور ردوي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی چې که معلومه شي عربستان پهدې قضیه کې لاس ولري کلکه سزا به وویني.
په دې اړه نور: ټرمپ: پر سعودي عربستان د نظامي تجهیزاتو بندول سادهګي دهخو ټرمپ دا هم ویلي چې که واشنګټن پر سعودي د وسلو پلور بند کړي، خپل ځان به هم جزايي کړي.
د سعودي عربستان دولتي خبري اژانس پرون د دغه هېواد د یوه لوړپوړي چارواکي له قوله لیکلي چې ریاض سیاسي او اقتصادي ګواښونه او هر ډول تورونه ردوي.
د دغه مقام نوم نهدی اخېستل شوی، خو زیاته کړې یې ده چې د سعودي اقتصاد نړیوال اقتصاد ته مهمه دی او : "سعودي ټینګار کوي چې د هر اقدام ځواب به په لا قوي اقدام سره ورکړي."
په واشنګټن کې د سعودي عربستان سفارت هم پرون په یوه ټویټ کې د هغه پیغام په چوکاټ کې چې په خپله یې یو وضاحت بللی لیکلي چې د امریکا او ځینو نورو هېوادونو دې کور ودان وي چې له دې پېښې سره یې عجولانه چلند نهدی کړی.
To help clarify recently issued Saudi statement, the Kingdom of Saudi Arabia extends it appreciation to all, including the US administration, for refraining from jumping to conclusions on the ongoing investigation. https://t.co/AhcsVkn7Cy
— Saudi Embassy (@SaudiEmbassyUSA) October 14, 2018
د نړۍ او اروپا لویو قدرتونو بریتانیا، فرانسې او جرمني بیا پرون په ګډه یوه بیان خپور کړ او ویې ویل چې د جمال خاشقجي د تري تم کېدو له قضیې سره جدي چلند کوي.
په دې اړه نور: د ترکیې ولسمشر اردوغان د خاشقجي په اړه پر سعودي عربستان فشار راوستید بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر جرمي هنټ په یوه ویډیويي بیان کې ویلي چې سعودي باید د دې قضیې په اړه همکاري وکړي.
نوموړی زیاتوي:
"نه غواړم فرضیې ووایم ځکه تر اوسه په رښتیا نه پوهېږو. خو موږ سپینه کړې چې که دا خبرې رښتیا وي په واقعیت سره چې ډېرې ویروونکې به وي او موږ به بیا پهدې اړه د یوه مناسب غبرګون د ښودلو لپاره فکر وکړو."
جرمي هنټ او تر هغې مخکې بریتانیا، جرمني او فرانسې په ګډه اعلامیه کې یادونه کړې، باید کلکې څېړنې وشي څو معلومه شي چې له خاشقجي سره څه شوي او که تورونه رښتیا وي د قضیې عاملین باید سزا وویني.
دغو اروپايي قدرتونو همدا راز ویلي چې له سعودي تمه لري څو پهدې برخه کې موجوده پوښتنې په جزئیاتو ځواب کړي.
صفيالله ستانکزی