ارګ: د اسلامي نړۍ د عالمانو فتوا د طالبانو په لیکو مثبت تاثیر کړی

افغان حکومت د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د هغه راپور په اړه چې طالبان په ښارونو کې انتحاري حملې نه‎کوي وايي، د هر هغه اقدامه چې د جګړې له پای ته رسېدو سره مرسته وکړي هرکلی کوي.

وروسته له هغې چې نیویارک ټایمز ورځپاڼې تازه راپور خپور کړی چې طالبان په ښارونو کې حملې دروي، ارګ وايي، د هر هغې پریکړې ملاتړ کوي چې د جګړې د کموالی لامل کېږي.

د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، د اسلامي نړۍ د عالمانو وروستۍ فتوا د طالبانو په لیکو مثبت تاثیر کړی.

د نوموړي په وینا یو زیات شمېر طالب جنګیالي د جګړې په وړاندې د عالمانو په فتوا پوهېدلي او د جګړې لیکې یې پرېښې دي.

شاه حسین مرتضوي

ښاغلي مرتضوي زیاته کړه:

"روښانه نښې موجودې دي چې د طالب پوځیانو اصلي بدنه له جګړې ستړې شوې، نو په‎دې اساس هرهغه اقدام چې د تاوتریخوالي له کموالي او له سولې، ثبات سره مرسته وکړي موږ یې هرکلی کوو.​"

دا په‎داسې حال کې ده چې نیویارک ټایمز ورځپاڼې تازه د طالبانو د ویاند ذبیح‎الله مجاهد په نقل قول لیکلي چې د دغې ډلې رهبرۍ د افغانستان په ښارونو کې د انتحاري حملو د نه کولو دستور صادر کړی او دوی دغه تصمیم عملي کوي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، خبرې یې د نیویارک ټایمز ورځپاڼې له لوري تحریف شوي.

ورځپاڼې د مجاهد له قوله لیکلي چې دغه پریکړه یې ملکي کسانو ته د مرګ ژوبلې د مخنیوي په هدف کړی.

خو ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په استولي پيغام کې ویلي چې د نوموړي خبرې د نیویارک ټایمز ورځپاڼې له لوري تحریف شوي دي.

ذبیح‎الله مجاهد د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د خبریال هغه پوښتنې ته چې ولې طالبانو د اختر په ورځو کې د کابل په ګډون د افغانستان په نورو ښارونو کې انتحاري حملې ونه‎کړې؟ په ځواب کې ویلي؛ په ښارونو کې عملیات زمانګیره وي، مجاهدین خورا احتیاط کوي او هڅه کوي چې اهداف په ډېر دقت سره په نښه شي، څو له عملیات سره ملکي خلکوته زیان ونه رسېږي.

په ورته وخت کې د افغانستان د سولې عالي شورا وايي چې د طالبانو د رهبري په کچه د مخامخ خبرو لپاره تمایل زیات شوی.

د دغې شورا ویاند احسان طاهري په‎دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

سید احسان طاهري

​"د طالبانو د رهبري په کچه د مستقیمو او مخامخ خبرو د پیل لپاره تمایلات لیدل شوي او د هرې ورځې په تېرېدو زیاتېږي، تمه ده څومره ژر چې کېږي طالبان دې د سولې د خبرو د پیل لپاره پلاوی وټاکي.​"

د افغانستان د دفاع وزارت د ویاند د دفتر سرپرست محمد رادمنش هم د طالبانو دغه اقدام ستایلی او په ورته وخت کې وايي، د پوځي پلانونو د ترسره کېدو لپاره هم بشپړ چمتوالی لري.

د سیاسي چارو یو شمېرکارپوهان ټینګار کوي که د طالبانو دغه فیصله عملي بڼه پيدا کړي؛ افغان حکومت به هم ورته اقدام ترسره کړي.

راپور: رحمت الله افغان