د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۴

افغان حکومت غواړي په لوی اختر کې د طالبانو په وړاندې دوهم اوربند عملي کړي


تېره اوربند څرګنده کړه چې ټول له جګړې ستړي دي
تېره اوربند څرګنده کړه چې ټول له جګړې ستړي دي

د افغانستان حکومت غواړي په لوی اختر کې د وسله والو طالبانو په وړاندې دوهم اوربند عملي کړي.

د افغانستان اجراییه ریاست په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د ښه نیت څرګندولو په هدف اوربند هغه انتخاب بولي چې د حکومت مشران پرې په د راتلونکې لوی اختر لپاره غور کوي.

د اجراییه ریاست ویاند امید میثم په دې اړه ازادي راډیو ته وویل، د ملي یو والي حکومت هڅه کوي چې په نژدې راتلونکې د بل اروبند په عملي کولو د سولې لپاره خپل نیت په ډاګه کړي.

موږ هڅه کوو چې په نژدې راتلونکې کې د یو بل اوربند په اعلان د حکومت مخالفو وسلوالو او نړۍ ته خپل ښه نیت په ډاګه او څرګنده کړو چې موږ د جکړې پلوي نه یوو. جګړه د هواري لاره نه بولو، هڅه کوو چې سوله ایزو لارو، خبرو او د اوربندونو په اعلانولو یوې نتیجې ته ورسیږو او د افغانستان د جګړې مسله هواره کړو. تر لوی اختر پورې کافي فرصت شته او احتمال لري چې په لوی اختر کې د اوربند طرحه عملي کړو.

ښاغلي میثم دا څرګندونې د سه شنبې په ورځ ناوخته وروسته له هغې وکړې چې د والسټریټ ژورنال ورځپاڼې د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني د ویاند محمد هارون چخانسوري له خولې وویل افغان حکومت غواړي چې په لوی اختر کې د وسلوالو طالبانو په وړاندې اوربند اعلان کړي.

ورځپاڼې د ښاغلي چخانسوري له خولې زیاته کړې، حکومت هیله مند دی چې وسلوال طالبان هم دې اوربند ته مثبت ځواب ووايي. نوموړې همدارنګه هیله څرګنده کړې چې دا اوربند یو دومدارې سولې ته لاره پرانیزي.

د تیر کوچني اختر په مناسبت افغان حکومت د جون له ۱۲ نیټې د جون تر دیرشمې نیټې پورې اوربند عملي کړ. خو وسلوالو طالبانو یوازې د اختر په درې ورځو کې اوربند عملي کړ.

د تیر کوچني اختر په مناسبت افغان حکومت د جون له ۱۲ نیټې د جون تر دیرشمې نیټې پورې اوربند عملي کړ.
د تیر کوچني اختر په مناسبت افغان حکومت د جون له ۱۲ نیټې د جون تر دیرشمې نیټې پورې اوربند عملي کړ.

ولسمشر محمد اشرف غني له ازادي راډیو سره د چنګاښ د میاشتې په ۲۵مه نیټه د دوشنبې په ورځ په یوې ځانګړې مرکې وویل، تیره اوربند څرګنده کړه چې ټول له جګړې ستړي دي.

” د 33 زرو په شا او خوا کې طالبان چې مخکې له اوربند څخه په جګړې کې وو، ښارونو ته راغلل، او د خدای په فضل او ددې ولس په برکت یوه حادثه ونه شوه چې څوک دوی ته بد ووايي. برعکس علماو جوماتونه ورته پرانیستل، امنیتي او دفاعي ځواکونو وښوده چې نظم او دیسپلین لري او ټول له جنګ ستړي دي.“

د والسټریټ ژورنال د راپور له مخې په لوی اختر کې د افغان حکومت له خوا د اوربند اعلان د طالبانو، افغان حکومت او امریکا ترمنځ د مستقیمو خبرو د پیل د هڅو برخه ده.

د سولې د عالي شورا ویاند سید احسان طاهري وايي دوی، د دویم اوربند احتمالي اعلان ته هیله من دي.

” بې له شکه د اوربند په څیر هر اقدام د افغانستان د خلکو په ګټه دی او د افغانستان د سولې بهیر ورسره پیاوړی کیږي. هیلمند یوو چې په داسې شرایطو کې به پر یو بل اعتماد پیدا شي څو وکولی شو زر تر زره د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د افغان حکومت او وسلوالو طالبانو ترمنځ مخامخ خبرو د پیل شاهدان و اوسو.“

له وسلوالو طالبانو سره د سولې د خبرو لپاره د شتو هیله مندیو سره په یو وخت دې ډلې ویلي چې د خبرو اترو او یا په لوی اختر کې د اوربند په اړه هر ډول تبصره تر وخت مخکې ده.

والسټریټ ژورنال د طالب ویاند ذبیح الله مجاهد له خولې ویلي چې مشرتابه یې چې په دې اړه هر ډول پریکړه وکړي عملي به یې کړي.

XS
SM
MD
LG