په ولسي جرګه کې د خلکو یو شمېر استازو د سولې د راتلو په اړه خپلې هیلې کمې کړي وايي چې د افغانستان او امریکا حکومتونه باید په دې برخه کې له چله ډک شعارونه پای ته ورسوي.
په ولسي جرګه کې د خلکو یو شمېر استازي د سولې د تېنګښت په برخه کې افغان حکومت ناتوانه ګڼي وايي چې د خلکو د تېر ایستلو شعارونو په وړاندې د خلکو صبر پای ته رسېدلی دی.
د ولسي جرګې دا غړي په دې باور دي چې د سولې لپاره د خبرو اترو بهیر د حکومت په واک کې نه دی او په دې اړه د خلکو باور ورځ تر بلې کمېږي.
د ولسي جرګې غړي شکیبا هاشمي د چهارشنبې ورځې په عمومي غونډه کې که څه هم د طالبانو سره د مخامخ خبرو لپاره د امریکا وروستی ګام مهم وباله خو ټینګار کوي چې حکومت باید په دې اړه خپل دریځ روښانه کړي.
نوموړې زیاته کړه:
"موږ د امریکا له پرېکړې هر کلی کوو، خو زموږ برداشت دا دی چې دا حکومت سولې ته د رسېدو لپاره نه لازم ظرفیت او نه هم لازم صلاحیت لري، افغانان نور د خپلو اولادونو د قرباني کېدو تحمل نه لري خلک له طالبانو سره سوله او په هېواد کې د جګړې خاتمه غواړي."
دا په داسې حال کې ده چې د نیویارک ټایمز ورځپاڼې دوه ورځې وړاندې راپور ورکړئ چې امریکا خپلو لوړو پوړو ډیپلوماټانو ته له طالبانو سره د نیغ په نیغه خبرو ویلي دي.
نیویارک ټایمز چې په راپور کې يې د چا نوم نه دی اخیستی ویلي دي چې څو لوړپوړو امریکايي او افغان چارواکو د دې خبرې پخلی کړی چې په باور يې له دې کار سره به افغان حکومت او طالبان د خبرو اترو لپاره یو بل ته ښه نېږدې او رسمي خبرې به پیل شي.
د ولسي جرګې وګړي له دې ټولو سره دې بهیر ته د شک په سترګه ګوري، خو حکومت بیا په دې برخه کې پرمختګونو خوشبین کړی دی.
له دې ټولو سره ـ سره له تېرو دریېو میاشتو راهیسې او په ځانګړې توګه د کوچني اختر په ورځو کې د لنډمهالې اوربند وروسته د سولې د ټینګښت لپاره هیله مندي زیاته شوې ده.
تېره اوونۍ په سعودي عربستان کې د نړۍ د شاوخوا ۵۷ هېوادونو د د یني عالمانو ناسته وشوه، که څه هم طالبانو دغه ناسته نمایشې بللې، خو افغان حکومت یې په اړه هیله مندي ښودلې ده.
اوس د ولسي جرګې یو شمېر غړي وايي چې طالبان هره ورځ په افغانستان کې سیمې لاندې کوي، خو دلته خلک له طالبانو سره په خبرو کې مصروف ساتل په داسې حال کې چې طالبان دغې پروسې ته هېڅ باورمنده نه دي.
د ولسي جرګې بل غړی جعفر مهدوي وویل:
"دا چې امریکا غواړي له طالبانو سره خبرو ته کېني هغه تائیدوو، خو موږ سولې ته د رسېدو لپاره نور صبر نه لرو او دا باید په افغانستان کې د اشرف غني او ټرامپ لپاره انتخاباتي کمپاین نه وي، هغه تمې چې موږ د سولې لپاره لرلې اوس ډېرې کمې شوي دي."
خو له دې ټولو سره ولسمشر غني په هره غونډه کې د سولې په اړه له پرمختګه خوشبیني څرګندوي.
ولسشمر غني د چهارشنبې په ورځ يو ځل بیا له انتخاباتو مخکې له طالبانو سره د خبرو د پیلېدو تمه وکړه.
ښاغلي غني زیاته کړه:
"کله چې تاسې اوربند اعلان کړ او دا په بریالیتوب سره پای ته ورسېد، دې کار په تېرو ۱۷ کالونو کې یوه هیله مندي پیدا کړه چې دا ستونزه حل کېدونکي ده چې له ناامیدۍ يې هیله مندۍ ته رسولي یو."
له دې سره د ولسي جرګې یو بل غړی صالح محمد سلجوقي وايي، د سولې په پروسه کې باید د افغان حکومت رول روښانه وي.
دی ټینګار کوي چې که طالبان د سولې پروسې سره یو ځای کېدو ته حاضر نه وي افغانان به بیا په دې اړه تصمیم ونیسي.
راپور: یوسف خان ځدراڼ