د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۰

ملي ارمان: امریکا په افغانستان کې له روانو بدلونونو راضي نه ده


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې طالبانو سره د امریکا د سولې د خبرو په تړاو لیکنې او سرلیکنې چاپ کړي دي.

  • ملي ارمان

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې د خپلې نننۍ ګڼې په سرمقاله کې لیکلي، بالاخره امریکا په افغانستان کې تر ۱۷ کلنې ګران بیه جګړې وروسته طالبانو سره مخامخ خبرو ته چمتوالی وښود.

په سرمقاله کې راغلي، امریکا په افغانستان کې له روانو بدلونونو راضي نه‎ده، ځکه د سرمقاله لیکونکي په باور د هغه هېواد پوځي او اقتصادي حضور په افغانستان کې د جګړې برخلیک بدل نه‎کړ.

ورځپاڼه دا هم لیکي چې افغان حکومت هم د سولې په برخه کې کوم اساسي رول ونه لوبو او د سولې عالي شورا یې په‎دغه هېواد کې د سولې د راوستلو لپاره په خپلو هڅو کې ناکامه بللې ده.

په سرمقاله کې همدې مسایلو ته په کتو لیکل شوي چې اوس، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې ولسمشر ټرمپ خپلو ډیپلوماتانو ته دنده سپارلې چې د طالبانو سره د خبرو اترو په څرنګوالي فکر وکړي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا د موضوع په تړاو د یو شمېر امریکايي او استرالیايي ورځپاڼوپه حواله په خپل یو مطلب کې لیکلي دي، د اوباما د حکومت پرمهال د افغانستان پخواني حکومت اجازه نه ورکوله چې امریکا له طالبانو سره مخامخ خبرې وکړي او له همدې امله د سولې خبرو نتیجه ورنه‎کړه، خو د یادو ورځپاڼو په حواله ولسمشرغني ظاهراً د امریکا او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو مخالف نه‎دی، خو د ده په حکومت کې یو شمېر مشران له دې سره موافق نه‎دي.

هېواد د ورځپاڼو له قوله دا هم لیکلي چې اوس ګڼ شمېر افغانان او امریکایان فکر کوي چې د جګړې د پایته رسېدو یوازینۍ لار دا ده چې امریکا له طالبانو سره مخامخ خبرې وکړي.

ایا امریکا په رېښتیا غواړي چې په افغانستان کې جګړه ختمه او سوله راشي؟

  • ویسا

ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا په‎دې تړاو په خپله سرمقاله کې لیکلي، افغان حکومت تراوسه په دې تړاو څه نه‎دي ویلي، خو د سولې عالي شورا یو تن غړي د امریکا دا اقدام ستایلی دی.

ورځپانه لیکي، حقیقت دا دی چې که امریکا وغواړي په افغانستان کې سوله راشي نه سیمه کې بیا داسې څوک شته چې پر وړاندې یې خنډ شي او نه په افغانستان کې.

په سرمقاله کې وړاندې راغلي، د سیمې په کچه د پاکستان پوځ او اسخبارات د افغان جګړې په تړاو ډېر ښکېل دي، خو که امریکا په‎دې لوبه کې شامله نه وای، پاکستان به هېڅکله هم په افغانستان کې د امریکايي پوځ پرخلاف د پوځي تحرکانو جرئت نه وکړای.

ورځپاڼه دا هم لیکي چې دغه شان که بهرني پوځونه په افغانستان کې د یو تفاهم له لارې د بېرته وتلو لپاره چمتو شي، د طالبانو او نورو ډلو لپاره به په افغانستان کې د جګړې د دوام مشروعیت هم په بشپړ ډول ختم شي.

خو سرمقاله لیکونکي پوښتنه مطرح کړې چې ایا امریکا په رېښتیا غواړي چې په افغانستان کې جګړه ختمه او سوله راشي؟

XS
SM
MD
LG