د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۱ سلواغه ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۵۲

افغانستان

اشرف غني طالبان وهڅول چې تر انتخاباتو مخکې د سولې وړاندیز ومني

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني طالبان وهڅول چې د ولسمشرۍ تر انتخاباتو مخکې د سولې وړاندیز ومني.

هغه دا پیغام نن په کابل کې د څارنې او انسجام د ګډ بورډ په غونډه کې دا خبره وکړه.

ولسمشر اشرف غني وویل:

"ټولو افغانانو ته د طالبانو په شمول د جمهوري ریاست راتلونکي انتخابات یو ښه فرصت دی. نورو ممالکو کې چې د سولې خبرې کیږي، هغوی اول قوانین او قواعد بدلوي چې مخالفینو ته د دې زمینه برابره شي چې انتخاباتو کې ګډون وکړي، خو زموږ قانوني شرایطو کې داسې یوه ستونزه نشته. د دې پرځای چې تر انتخاباتو وروسته سوله وکړو ولې یې همدا اوس «سوله» ونه کړو."

ولسمشر غني وویل، د افغانستان د سولې په اړه نړیوالې غونډې او په ځانګړي توګه د اسلامي نړۍ د عالمانو کنفرانس ډېر موثر وباله.

د افغانستان ولسمشر په داسې حال کې طالبان یو ځل بیا سولې ته راوبلل چې تازه د امریکا له خوا د افغان سولې د ټینګښت په اړه هم د یو لړ هڅو خبر ورکړل شوی دی.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د افغانستان د کریکټ ملي ټیم نړیوال جام کې سبا جنوبي افریقا سره مخامخ کېږي

ټاکل شوې ده چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله سبا، چهارشنبه (د فبروري ۱۱ مه ) د کرکټ د شل اوریز نړیوال جام په دویمه لوبه کې د سویلي افریقا سره مخ شي.

دا لوبه د چهارشنبې په ورځ د کابل په وخت د سهار په ۱۰:۳۰ بجو د هند د ګجرات ایالت په احمد آباد ښار کې د نریندرا مودي په لوبغالي کې پیلیږي.

د پرون په لوبو کې، سکاټلینډ د ایټالیا په وړاندې، زمبابوې د عمان او سویلي افریقا د کاناډا په وړاندې بریا ترلاسه کړه.

افغانستان د یکشنبې په ورځ په دې سیالۍ کې په خپله لومړۍ لوبه کې نیوزیلند ته وبایلله.

د افغانستان په نهو ولایتونو کې د واورې او باران اټکل شوی دی

افغانستان کې د درنو واورو یو انځور، ارشیف
افغانستان کې د درنو واورو یو انځور، ارشیف

د طالبانو د حکومت د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې څانګې نن سه شنبې د افغانستان په نهو ولایتونو کې د واورې او باران اټکل کړی دی.

دې ادارې د دوشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل چې بادغیس، فاریاب، سرپل، غور، بامیان، دایکندي، میدان وردګ، پکتیکا او بدخشان ولایتونکې به نن، سې شنبه (د فبروري ۱۰مه) باران او واورې وشي.

د هوا پیژندنې اداره زیاتوي چې تمه کیږي چې په مختلفو ځایونو کې د واورې اندازه د ۱۰ او ۲۰ سانتي مترو ترمنځ او د باران اندازه د ۱۰ او ۲۰ ملی مترو ترمنځ وي.

مخکې له دې د یکشنبې او دوشنبې په ورځو کې د افغانستان په ۲۷ ولایتونو کې د درنو واورو او بارانونو وړاندوینه شوې وه.

جاپان د اقلیمي تغییراتو په وړاندې دافغانستان خلکو سره لس ملیونه ډالر مرسته کوي

د جاپان د نړیوالۍ همکارۍ د ادارې لوګو ، ارشیف
د جاپان د نړیوالۍ همکارۍ د ادارې لوګو ، ارشیف

د جاپان د نړیوالې همکارۍ اداره (JICA) وايي د ملګرو ملتونو د پروژو د خدماتو دفتر سره یې د شاوخوا ۱۰ ملیون ډالرو په ارزښت یو تړون لاسلیک کړی ترڅو د اقلیمي تغییراتو په وړاندې مبارزې لپاره افغانانو سره مرسته وکړي.

جایکا د دوشنبې په ورځ (د فبروري ۹) په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې وویل چې د دغې دوه کلنې پروژې هدف دادی چې د اقلیمي بدلونونو په وړاندې مبارزه کې د زیانګالو ټولنو ظرفیت پیاوړی شي.

افغانستان دنړۍ دهغو لسو هیوادونو په کتار کې دی چې د اقلیمي بدلون پر وړاندې خورا زیان منونکي دي.

د وچکالۍ او د اوبو د سرچینو د کمیدو سربیره، سیلابونه او پیاوړي بادونه په افغانستان کې د اقلیمي بدلون نتایج ګڼل کیږي.

سرګي لاوروف : افغانستان او شاوخوا سیمو کې یې ترهګریز فعالیتونه لیدل کیږي

 د روسیې بهرنیو چار وزیر سرګی لاوروف ، ارشیف
د روسیې بهرنیو چار وزیر سرګی لاوروف ، ارشیف

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وايي چې افغانستان او شاوخوا سیمو کې یې د افغانستان او پاکستان ترمینځ او دهند او پاکستان ترمینځ سیمو کې د"ترهګریزو" فعالیتونو شتون لیدل کیږي.

لاوروف دا څرګندونې د بریکس نړیوال تلویزیون سره په مرکه کې چې د دوشنبې په ورځ خپره شوه کړي دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه چې د ترهګرۍ په وړاندې مبارزه د روسیې له لومړیتوبونو څخه ده.

روسیه په نړۍ کې یواځنۍ هیواد دی چې د طالبانو حکومت یې په رسمیت پیژندلی او ورسره نږدې اړیکې لري.

طالبانو تر اوسه د لاوروف د څرګندونو په اړه تبصره نه ده کړې؛ خو تر دې مخکې یې په افغانستان کې د ترهګریزو فعالیتونو په اړه اندیښنې رد کړي او ویلي یې دي چې دوی به هیچا ته اجازه ورنکړي چې د افغانستان خاوره د نورو هیوادونو پرضد وکاروي.

یوناما وايي ۲۰۲۵ کال ۶۱۳ افغانانو ته د پاکستان په بمباریو او نښتو کې مرګژوبله اوښتې

شرنه کې د هغو ټپيانو انځور چې د پاکستان په بریدونو کې ژوبل شوي
شرنه کې د هغو ټپيانو انځور چې د پاکستان په بریدونو کې ژوبل شوي

یوناما راپور ورکړی چې د ۲۰۲۵ کال له اکتوبر تر ډسمبره پورې د پاکستان په حملو کې ۷۰ تنه افغان ملکیان وژل شوي او ۴۷۸ نور ژوبل دي.

دا له ۲۰۱۱ کاله راهیسې د پاکستان پوځ ته د منسوبو بریدونو په نتیجه کې د افغانانو تر ټولو زیاته مرګژوبله ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (يوناما) په خپل راپور کې چې پرون یې خپور کړی ویلي دا مرګژوبله پر افغانستان د پاکستاني پوځیانو د بمباريو او د طالبانو له حکومتي ځواکونو سره د نښتو په مهال رامنځته شوې ده.

برمل کې د پاکستان د بریدونو یو انځور
برمل کې د پاکستان د بریدونو یو انځور

يوناما په پکتيکا، کابل او خوست کې د پاکستاني الوتکو د حملو او په تورخم او چمن کې د پاکستاني او طالب سرتېرو ترمنځ د جنګونو یادونه کړې ده.

يوناما ټينګار کړی چې افغانستان کې ټولې ښکېلې خواوې باید په شخړو کې د ملکیانو خوندیتوب ته جدي پاملرنه وکړي.


د پاکستان حکومت بیا ادعا کړې چې په ۲۰۲۵ کال کې ۱۱۱۵ پاکستاني په هغو بریدونو کې مړه او ټپیان شوي چې د دوی په وينا له افغان خاورې پلان شوي وو. په هغوی کې د وژل شويو شمېر ۳۸۷ او د ټپيانو شمېر ۷۲۸ ښوول شوی دی.

نن دوشنبې د افغانستان په ۲۷ ولایتونو کې د واورو او باران د وریدو اټکل

د افغانستان د هواپېژندنې ادارې نن دوشنبې د افغانستان په ۲۷ ولایتونو کې د واورې او باران د ورېدو اټکل کړی.

د طالبانو د حکومت د ترانسپورت او هوايي چلن وزارت پرون یکشنبې پر خپله ایکس پاڼه د یوه بیان په خپرولو سره د هواپېژندنې ملي ادارې په حواله خبر ورکړی چې له کونړ، بدخشان، تخار، کندز، بلخ، جوزجان او نیمروز پرته په پاتې ټولو ۲۷ ولایتونو کې د درنو واورو او بارانونو احتمال شته.

د سږني کال په مرغومي او سلواغې میاشتو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې درنې واورې او بارانونه وشول چې خلک یې د وچکالۍ پای ته رسېدو ته هیله من کړي خو دې ورښتونو په عین حال خلکو درانه ځاني او مالي زیانونه هم اړولي دي.

د ایران د بشري حقونه ډله په ایران کې د یوه افغان د اعدامیدو خبر ورکوي

د ایران د بشري حقونو یوې ډلې د ایران په یوه زندان کې د یو افغان د اعدام خبر ورکړی دی.
د «هە نگاو» په نوم د بشري حقونودې سازمان د یکشنبې په ورځ په یوه راپورکې وویل چې دا افغان، چې احمد فرهاد نومېده، د کرج په قزل ‌حصار زندان کې اعدام شوی دی.

په راپورکې ویل شوي چې نوموړی د هرات اوسېدونکی و چې شپږ کاله مخکې د عمدي قتل په تور له نیول کیدو وروسته په اعدام محکوم شوی او پرهغه دغه سزا د ۲۰۲۵ کال په ډسمبرمیاشت کې تطبیق شوې.

هە نگاو، چې په ناروې کې مېشت دی، وایي چې له دې افغان سره یو ځای څلور نور بندیان هم اعدام شوي دي.

شاوخوا پنځه اوونۍ مخکې یو بل افغان تبعه چې امین نومېده هم د کرج په قزل ‌حصار زندان کې اعدام شوی و.

د طالبانو د حکومت د پریکړې له مخې نن دوشنبې له پاکستانه د درملو پر وارداتو بشپړ بندیز ولګید

د طالبانو د حکومت د پریکړې له مخې نن دوشنبې د سلواغې یا دلوې شلمه له پاکستانه د درملو پر وارداتو بشپړ بندیز ولګید.

د طالبانو د مالیې وزارت د سلواغې د میاشتې په لومړۍ نیټه د درملو له واردوونکوغوښتي و چې تر ۱۹ ورځو پورې خپلې ټولې معاملې او اسناد تصفیه کړي. مالیې وزارت هغه مهال اعلان وکړ چې له پاکستانه واردیدونکي درمل د سلواغې له شلمې نیټې وروسته د هیواد په ګمرکونو کې نه محصول کیږي.

د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغنی برادر په تیره لړم میاشت کې په کابل کې یوې غونډې ته وویل چې د مالیې وزارت ته یې امرکړی چې له دریو میاشتو وروسته له پاکستانه درملو ته د واردیدو اجازه ورنکړي. هغه همدارنګه وویل چې افغان سوداګردرې میاشتې وخت لري چې له پاکستاني لوري سره خپل سوداګریز تړونونه پای ته ورسوي.

په افغانستان کې د درمل پلورونکو د اتحادیې مشر یعقوب منګل د روانې سلواغې میاشتې په لومړیو کې ازادي راډیو ته وویل چې له دغه اعلان مخکې د افغانستان د اړتیا وړ ۶۰ سلنه درمل له پاکستانه واردیدل خو دوی هڅه کوي چې د درملو نیمګړتیاوې د هند، چین، بنګله دیش او مالیزیا څخه پوره کړي. په عین حال کې له پاکستانه د درملو پروارداتو د بندیز له اعلان وروسته په افغانستان کې د یوشمیر درملتونونو خاوندانو ازادي راډیو ته وویل چې دغه اعلان په بازارونو کې د درملو د کموالي سبب شوی او هم ورسره د درملو بیې لوړې شوې دي.

د دوشنبې په ورځ د هېواد په ۲۷ ولایتونو کې د واورو او بارانونو وړاندوینه شوې

د پروان ولایت د شیخ علي ولسوالۍ شیبر سیمه
د پروان ولایت د شیخ علي ولسوالۍ شیبر سیمه

د هېواد د هواپېژندنې ادارې سبا دوشنبې (د سلواغې ۲۰مه) له ۷ ولایتونو پرته د هېواد په نورو ټولو ولایتونو کې د واورې او باران د ورېدو اټکل کړی.

د طالبانو د حکومت د ترانسپورت او هوايي چلن وزارت نن پر خپله ایکس پاڼه د یوه بیان په خپرولو سره د هواپېژندنې ملي ادارې په حواله خبر ورکوي چې له کونړ، بدخشان، تخار، کندز، بلخ، جوزجان او نیمروز پرته په پاتې ټولو ۲۷ ولایتونو کې د درنو واورو او بارانونو احتمال شته.

د سږني کال په مرغومي او سلواغې میاشتو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې درنې واورې او بارانونه وشول چې خلک یې د وچکالۍ پای ته رسېدو ته هیله من کړي خو دې اوریاوو په عین حال خلکو درانه ځاني او مالي زیانونه هم اړولي دي.

فرید بشارت او جاوید بشارت دواړوه تېره شپه خپل سیالان مات کړل

بشارت وروڼه له بېګانۍ لوبې وروسته
بشارت وروڼه له بېګانۍ لوبې وروسته

د ګډو رزمي ورزشونو لوبغاړو فریدبشارت او ورور یې جاوید بشارت تېره شپه د UFC د مشهور سازمان په چوکاټ کې خپلې لوبې وګټلې.

په لاس ویګاس کې له برازیلي لوبغاړي جیان ماڅوموتو سره د فریدبشارت لوبه د بېګانیو سیالیو مرکزي برخه وه چې فرید د جیوري د پرېکړې په اساس وګټله.

فریدبشارت تراوسه ۱۵ لوبې کړي او ټولې یې ګټلې دي.

د فرید ورور، جاوید بشارت هم تېره شپه له مکسیکويي جیاني وازکیز سره لوبه درلوده چې هغه هم د جیوري د پرېکړې په اساس سیالي وګټله.

جاویدبشارت ټولې ۱۷ سیالۍ کړي چې ۱۵ یې ګټلي او ۲ یې بایللې دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG