د سولې شورا: که امریکا له طالبانو سره خبرو ته زړه ښه کړي د سولې بهیر کامیابېږي

د افغانستان د سولې عالي شورا د امریکا د متحده ایالاتو له‎خوا د سولې له پروسې سره مرسته کوونکي اقدامات او له طالبانو سره مستقیمو خبرو ته زړه ښه کول مهم ګام ګڼي.

د دغې شورا مرستیال عطاالرحمان سلیم د امریکا د دې اقدام په غبرګون چې له طالبانو سره به مخامخ خبرې وکړي ازادي راډيو ته وویل، دا کار د افغانستان د سولې بهیر کامیابولی شي.

ښاغلي سلیم د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د چنګاښ ۲۵» ازادي راډيو ته وویل، دوی د هر هېواد او یا بنسټ له هڅو چې د سولې له پروسې سره مرسته کولای شي هرکلی او ملاتړ کوي.

عطاالرحمان سلیم

نوموړی وايي:

"هر هغه څوک چې له موږ سره د اعتماد جوړونې په برخه کې همکاري کولای شي او یا د سولې لپاره مقدماتي کارونه ترسره کړي، موږ ورنه هرکلی کوو او موږ دا د سولې د پروسې او د بین‌الافغاني تفاهم لپاره ګټور ګڼو."

دا په‎داسې حال کې ده چې د نیویارک ټایمز ورځپانې د راپور له مخې امریکا خپلو لوړپوړو ډیپلوماتانو ته له طالبانو سره د نېغ په نېغه خبرو کولو ویلي دي.

که څه هم نیویارک ټایمز په خپل راپور کې د چا نوم نه‎دی اخیستی، خو ویلي یې دي چې څو لوړپوړو امریکايي او افغان چارواکو د دې خبرې پخلی کړی او په باور يې په‎دې کار سره به افغان حکومت او طالبان د خبرو اترو لپاره یو بل ته ښه نږدې او رسمي خبرې به پیل شي.

ورځپاڼې د امریکا دا ګام د افغانستان د ۱۷ کلنې جګړې ختمېدو ته یو روښانه څرک بللی دی.

وسله‎والو طالبانو هم له دې وړاندې امریکا تل د خبرو لوری بللی، خو امریکا په خپله د افغانانو له‎خوا د سولې پروسې په پر مخ بیولو ټینګار درلود.

افغان حکومت هم تل دا ویلي چې د افغانستان د سولې پروسه به د افغانانو په مالکیت د افغانانو له‎خوا پر مخ وړل کېږي.

په ورته وخت کې د نړیوالو چارو کارپوه انتظار خادم د امریکا دا ګام د افغان جګړې د ختمېدو په برخه کې مثبت ګام بولي او وايي، لیرې نه‎ده چې د طالبانو ملاتړي هېوادونه به د دغې پروسې د ناکامولو هڅې وکړي.

انتظار خادم

ښاغلی خادم زیاتوي:

"دواړه لوري باید له ډېرې ځیرکتیا نه کار واخلي، داسې چې نور بهرنیو لاسوهنو ته اجازه ورنه‎کړي او د سیمې هېوادونه د سولې دغه وضعیت زیانمن نه‎کړي او خپلې شخصي او سلیقوي غوښتنې په‎کې ځای پر ځای نه‎کړي، ځکه اوس داسې پړاو دی چې د سیمې هېوادونه او هغوی چې په افغانستان کې خپله ستراتېژیکه ژورتیا غواړي او یا له امریکا سره په مخالفت کې واقع دي، دوی به د وسله‎والو طالبانو او یا افغان حکومت په رهبرۍ کې د ځای پیدا کولو په لټه کې وي."

د ده په وینا په کابل، اندونیزیا او سعودي عربستان کې د علماوو تر کنفرانسونو وروسته اوس د سولې د خبرو پیلولو ته لازم فرصت برابر شوی او د عملي اقداماتو لپاره د امریکا او ځينې نورو هېوادونو هڅې هم بې‌نتیجې نه‎شي پاتې کېدای.

راپور: یوسف خان ځدراڼ