د افغانستان د سولې عالي شورا مرستیال مولوي عبدالخبیر اوچقون وايي، د افغان حکومت پر ځای له امریکا سره پر مستقیمو خبرو ټینګار د دې څرګندوی ده چې طالبان لا هم د بهرنیو لهخوا رهبري کېږي.
ښاغلي اوچقون د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۲۲» دا څرګندونې وروسته له هغې ازادي راډیو ته وکړې چې د وسلهوالو طالبانو مشر ملا هبتالله اخندزاده د کوچني اختر په مناسبت پیغام کې یو ځل بیا ټینګار وکړ.
ښاغلي اوچقون زیاته کړه:
"که امریکایي چارواکي واقعاً د افغانستان د قضیې په سولهییز حل باور لري، باید مستقیماً د مذاکراتو مېز ته راشي، څو د اشغال دغه غمیزه چې لوی زیانیې د افغانستان او امریکا ولسونو ته رسېږي، د خبرو له لارې حل شي."
د سولې عالي شورا مرستیال ښاغلي اوچقون د طالب مشر د دې ټینګار په اړه چې امریکا دې له دوی سره مستقیمې خبرې وکړي وايي:
"دا د دې څرګندوی ده چې دوی اوس هم د بهرنیو لهخوا رهبري کېږي او دوی په مستقیمه توګه خپله پرېکړه نهشي کولای. په تېرو ۱۷ کلونو کې څرګنده شوې ده، کله هم دوی سولې ته مایل شوي دي، د هغه هېواد لهخوا چې ملاتړ یې کوي د سولې هڅې سبوتاژ شوې دي."
لوړپوړو امریکايي چارواکو هم وخت پر وخت د افغانستان د جګړې د هواري لپاره د طالبانو او امریکا ترمنځ د مستقیمو خبرو ترسره کېدل رد کړي او ټینګار یې کړی دی چې دوی د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د افغانانو د خپلمنځي خبرو ملاتړ کوي.
د سولې عالي شورا مرستیال مولوي عبدالخبیر اوچقون له ازادي راډیو سره په خبرو کې ټینګار وکړ چې افغانستان پر اساسي قانون ولاړ د یو اسلامي دولت لرونکی دی او طالبانو ته پهکار ده چې د سولې په برخه کې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني لهخوا هغه هر اړخیز وړاندیز ومني چې د کابل پروسې په وروستي کنفرانس کې یې وړاندې کړ.
نوموړی وايي:
"فکر کوم طالبان په ناسمه لاره روان دي. که د افغانستان په اړه فکر کوي، نو دا وخت افغانستان یو اسلامي جمهوري دولت لري، یو قوي ملت دی او دوی کولای شي چې خپل ملت او د افغانستان دولت ته مراجعه وکړي."
د افغانستان د سولې عالي شورا مرستیال وویل، د امریکا سره د طالبانو مستقیمې خبرې د افغانستان اوسنی کړکېچ له دې کبله هم نهشي هوارولی چې افغان دولت پر امریکا سربېره د نړۍ له ګڼو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو سره د یو دولت په توګه اړیکې او دوه اړخیز تړونونه لري.
د کوچني اختر په مناسبت د طالبانو د مشر ملا هبتالله په پیغام کې چې د تل په څېر په څو ژبو خپور شوی او رسنیو ته استول شوی، د دې ډلې لهخوا د کوچني اختر په درې ورځو کې اعلان شوي اوربند ته اشاره نهده شوې.
همدارنګه د افغان ولسمشر اشرف غني لهخوا د دې وسلهوالې ډلې پر خلاف د روژې له ۲۷مې نېټې د کوچني اختر تر پنځمې نېټې پورې پر اعلان شوي یو اړخیز اوربند هم کومه تبصره نهده شوې.
طالب مشر په خپل پیغام کې د دوی سیاسي دفتر د خبرو اترو یوازنی مرجع بلل شوې، خو د قطر یادونه ورسره نهده شوې.
ملا هبتالله د اختر په مناسبت په خپل پیغام کې د ولسي خلکو پر خوندیتوب په داسې حال کې ټینګار کړی چې وروستۍ څو میاشتې په افغانستان کې د ولسي خلکو د مرګ ژوبلې له پلوه خونړۍ میاشتې وې.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د دفتر او نورو بشري ادارو خپاره شوي راپورونه وايي، ګڼ عام افغانان د هغو چاودنو، ځانمرګو بریدونو او نورو ډلهییزو حملو قربانیان دي چې د حکومت وسلهوال مخالفانیې ترسره کوي.
طالب مشر په خپل دې پیغام کې د نړۍ او افغانستان دیني عالمانو ته خبرداری ورکړی چې ګوندې امریکایان د دوی له نوم د ځان په ګټه استفاده کول غواړي، چې ظاهراً اشارهیې په افغانستان او نوره نړۍ کې د افغانستان د جګړې په اړه د دیني عالمانو وروستیو پرېکړو ته ده.
خو د سولې عالي شورا مرستیال عبدالخبیر اوچقون بیا ازادي راډیو ته وویل چې په افغانستان او نړۍ کې اسلامي دیني عالمانو په زیاتېدونکې توګه پر وسلهوالو طالبانو فشار زیات کړی چې په افغانستان کې دې روانه ناروا جګړه پای ته ورسوي.