د ناټو غونډه کې به افغانستان ته د نورو بهرني سرتېرو پر استولو هم خبرې وشي

د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې د ناټو دفاع وزیران په ځانګړي ډول د افغانستان امنیتي وضعیت ارزوي او د غوڅ ملاتړ مأموریت پر اغېزمنتوب بحث کوي.

په دې غونډه کې به افغانستان ته د نورو بهرنیو سرتېرو د استولو پر موضوع هم خبرې وشي.

د ناټو دفاع وزیران د افغانستان د روان امنیتي وضعیت په اړه بحث کوي.

د دې غونډې په درشل کې د ناټو مرستیال ویاند پیرز کزالې تېره شپه ازادي راډیو ته په بروکسل کې وویل:

"د ناټو دفاع وزیران په ځانګړي ډول د افغانستان پر امنیتي وضعیت خبرې کوي او د غوڅ ملاتړ مأموریت ارزوي. همداراز دفاع وزیران له افغان ځواکونو سره د مالي مرستو پر ادامې غږېږي."

د وزیرانو دا غونډه د پنجشنبې «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۱۷» او جمعې «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۱۸» په ورځو د ناټو په نوې ودانۍ کې چې تر یو میلیارد ډالرو ډېر لګښت پرې شوی دی، ترسره کېږي.

تمه ده چې د ناټو د ۲۹ غړو هېوادونو دفاع وزیران او د غوڅ ملاتړ مأموریت په چوکاټ کې د غړو هېوادونو دفاع وزیران د جمعې په ورځ د جون په اتمه د افغانستان په اړه بحث وکړي.

په‎دې غونډه کې د افغانستان دفاع وزیر طارق‌شاه بهرامي او په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نېکلسن، په افغانستان کې د ناټو جګ‎پوړی ملکي استازی کورنیلوس زیمرمن هم برخه واخلي.

د ناټو د دفاع وزیرانو په غونډه کې افغانستان ته د غوڅ ملاتړ مأموریت په چوکاټ کې د نورو بهرنیو ځواکونو د لېږلو مسئله هم څېړل کېږي.

بریتانیا، جرمني او چک جمهوریت وار له مخه ویلي دي چې افغانستان ته به د یو شمېر نورو سرتېرو پر استولو غور وکړي.

د غوڅ ملاتړ مأموریت د ناټو او د هغوی د شریکانو له لوري د ۲۰۱۵ میلادي کال د جنوري په لومړۍ نېټه پیل شو او هدف‌یې د افغان ځواکونو روزل، هغوی ته سلا مشوره ورکول او مرسته رسول دي.

د دې مأموریت په چوکاټ کې ناټو او شریکان‎یې اوس په افغانستان کې تر ۱۵ زره ډېر سرتېري لري.

د ناټو دفاع وزیران او د دوی شریکان په‎داسې حال کې د افغانستان پر امنیتي وضعیت خبرې کوي چې د کابل په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې عادي خلک امنیتي وضعیت ته اندېښمن دي.

د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۱۴» یوه ځان‎وژونکي په کابل کې د نږدې دوه زره دیني عالمانو پر غونډې برید وکړ چې اووه تنه‌یې ووژل.

په کابل کې د دیني عالمانو غونډه

داعش د دې حملې مسؤلیت منلی دی.

دیني عالمانو په خپله اعلامیه کې انتحاري بریدونه حرام وبلل او پر طالبانو یې غږ وکړ چې د افغانستان د حکومت د سولې وړاندیز ته مثبت ځواب ورکړي.

خو طالبانو د اپرېل په وروستیو کې د الخندق په نوم د پسرلنیو عملیاتو له اعلان سره خپل بریدونه زیات کړي دي.