د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۱

دفاع وزارت: د ناټو نوي رسېدلي سرتېري به افغان ملي اردو نور هم پیاوړې کړي


د افغانستان د دفاع وزارت وايي، په وروستیو میاشتو کې د افغانستان په اړه د امریکا د نوې ستراتیژۍ له اعلان را وروسته د افغانستان له ملي اردو سره په بېلابېلو برخو کې د ناټو او امریکا د پوځ همکاري تر پخوا زیاته شوې ده

دفاع وزارت هیله لري چې په ځینو مشخصو برخو کې به د ناټو د نویو پوځیانو په ورتګ د افغان ځواکونو د روزنې او ملاتړ ماموریت نور هم پیاوړی شي.

ددې وزارت ویاند جنرال دولت وزیري ازادي راډیو ته وویل، د هوايي ځواکونو په پیاوړتیا او د کومانډو ځواکونو په ښه تجهیز او روزنې کې په وروستیو میاشتو کې د امریکا او ناټو د نورو غړیو هېوادونو په همکارۍ ښه پرمختګونه شوي.

د ښاغلي وزیري په وینا افغانستان ته د ناټو نوي رسېدلي سرتېري به د افغان ملي اردو د روزنې، تجهیز او ملاتړ روان بهیر نور هم پیاوړی کړي.

دا په داسې حال کې ده چې پنټاګون وايي، سلګونه تازه دمي سرتېري یې په وروستیو ورځو کې افغانستان ته رسیدلي، څو دغلته د کنډکونو په کچه د افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو سره همکاري وکړي.

په افغانستان کې د مېشتو امریکايي ځواکونو ویاند ټام ګریسبک د دې نویو امریکايي سرتېرو د رسېدو په اړه د فرانسې خبري اژانس ته ویلي:

"هدف دا نه‎دی چې د افغانانو لپاره جګړه وشي، بلکې افغانستان ته د رسیدلو نویو «امریکايي» سرتېرو هدف دا دی چې دا زړور افغان سرتیري وروزي، څو دوی خپله د خپل ځان لپاره جګړه وکړي."

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري وايي، دوی د افغانستان د دفاعي ځواکونو په بېلابېلو برخو کې د امریکا او ناټو د سرتېرو ملاتړ، سلا مشورې، روزنې او تجهیز ته اړتیا لري.

نوموړي څو هغه څو برخې چې افغانستان ته د ناټو نوي ورغلي سرتېري به په کې د افغان اردو ملاتړ وکړي داسې یادې کړې:

"زموږ د ځانګړو کوماندو ځواکونو فرقه په قول اردو بدله شوه، نو دغلته په سلا مشورو، پلان جوړونه او روزنه کې د ناټو د سرتېرو د شمېر د زیاتېدو اړتیا ده. همدارنګه سرحدي ځواکونه د افغانستان د دفاع وزارت سره یوځای شول چې موږ یې د پیاوړتیا او تجهیز لپاره یو دوه کلن پلان لرو چې په‌دې کې هم موږ د مشورې، پلان، روزنې او تجهیز په برخو کې د دوی همکارۍ ته اړتیا لرو. همدارنګه زموږ هوايي ځواک درې چنده کېږي. نو د ناټو ټول نوي راغلي سرتېري په همدې برخو کې له موږ سره مرسته کوي."

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري
د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري

د افغانستان دفاع وزارت وايي، که څه هم طالبانو په سږني ژمي کې د نورو کلونو خلاف جګړه نه‎وه درولې، خو په مقابل کې یې حکومتي لورې هم پر ژمنیو پراخو عملیاتو سربېره د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د افغان ځواکونو د تجهیز او روزنې په برخه کې یو لړ پلانونه عملي کړل، څو د پسرلي لپاره چې وسله‎وال په‎کې عموماً بریدونه زیاتوي؛ بشپړ چمتوالی ولري.

د جنرال دولت وزیري په وینا د دفاع وزارت له‎خوا د «نصرت» په نوم عملیاتو پلان هم بشپړ شوي چې په نوي هجري لمریز کال کې په پیل شي.

دفاع وزارت: د «نصرت» په نوم د پوځي عملیاتو پلان بشپړ شوی

افغان حکومت په دې وروستیو کې له وسله‎والو طالبانو سره د سولې لپاره غاړه نرمه کړې، خو چارواکي وايي، د هغو پر ضد به چې سولې ته غاړه نه‎ږدي د جګړې ډګرونه تاوده وساتي.

XS
SM
MD
LG