د امریکا خزانې وزارت پر شپږو ایرانیانو او په دغه هېواد کې پر درېیو مؤسسو تازه بندیزونه ولګول.
په دې بندیزونو کې د اوین زندان د دې لپاره شامل شوی چې پهکې له ایرانیانو سره ناوړه بشري چلند کېږي.
د امریکا د خزانې وزارت د شتمنیو د کنټرول ادارې پرون چهارشنبه «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۰۹» وویل، د انصار حزبالله پر سازمان او د هانیستا په نوم د کمپیوټري پروګرامونو پر ډلې یې بندیزونه لګولي دي.
د امریکا د خزانې وزارت په وینا دا بندیزونه د دې لپاره لګېدلي دي چې اسلامي رژیم خلک ځپي، د بیان د ازادیو او د خلکو د سولهییزو غونډو مخهیې نیولې ده.
د امریکا خزانې وزارت پخوا هم د ایران د زندانونو پر سیستم او د زندان د یوه چارواکي په ګډون په اوین زندان کې له بشري حقونو څخه د سرغړونې لپاره بندیزونه لګولي وو.
د خزانې وزارت په نوې اعلامیه کې راغلي دي، کوم بندیان چې په اوین کې ساتل کېږي هغوی د مسؤلو کسانو له لوري وهل کېږي او حتی جنسي تېری پرې کېږي.
پر درې تنو ایرانیانو هم له بشري حقونو څخه د سرغړونې لپاره، همداراز د حزبالله چې د انصار حزبالله په نوم هم یادېږي، د ملاتړ په خاطر بندیزونه لګېدلي دي.
د اعلامیې له مخې انصار حزبالله ډلې د ایران د خلکو په ځپلو کې لاس لرلی، د بسیج له ملېشهوو سرهیې په ګډه پر چاقو، اوښکې بهوونکي ګاز او برقي ډنډو پر ایراني محصلانو حملې کړې دي.
دا ډله په اصفهان کې پر ښځو د تېزابو په واسطه په بریدونو هم تورنه شوې ده.
د امریکا خزانې وزارت د دې ډلې پر یوه مؤسس او مهم مشر ایتالله محتشم هم بندیز لګولی دی.
دا بندیزونه درې اوونۍ وروسته تر دې لګېدلي دي چې د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ د ایران او د نړۍ د پیاوړو هېوادو ترمنځ د ۲۰۱۵ میلادي کال له اټمي تړونه ووت او ویېویل چې پر ایران به سخت بندیزونه ولګوي.
د مې په ۲۴مه د امریکا خزانې وزارت ویلي و چې پر ۹ ایرانیانو او ایراني مؤسسو به د دې لپاره بندیزونه ولګوي چې د منع شویو پرزو په صادراتو کې لاس لري.
تر دې دوه ورځې مخکې د امریکا خزانې وزارت د ایران د توغندیو د سیستم په ارتباط د دغه هېواد پر یو شمېر امنیتي چارواکو بندیزونه ولګول.
د دغو کسانو او مؤسسو شتمنۍ په امریکا کې کنګل شوې دي او هر بنسټ، مؤسسې یا کس که له دوی سره راکړه ورکړه وکړه، هغوی به هم د بندیزونو په لېست کې داخل شي او محکمې ته به معرفي شي.