د غزني والي وايي، په اجرستان ولسوالۍ کې افغان پوځیان برلاسي شوي او جنګ درېدلی دی.
عبدالکریم متین پرون یکشنبه شپه «۱۳۹۷ کال د غويي ۳۰» له ازادي راډیو سره په خبرو کې د طالبانو هغه ادعا رد کړه چې په پراخو بریدونو سرهیې اجرستان ته سقوط ورکړی دی.
نوموړي زیاته کړه:
"اجرستان ته زموږ کمانډو قطعات په څلورو هلیکوپټرو کې ورسېدل. دوو نورو هليکوپټرو کې مو ټپي پولیس را انتقال کړل او پر ځای مو نور پولیس ولېږل. دښمن له ساحې تښتېدلی دی. زموږ یو شمېر پولیس، امنیه قوماندان او ولسوال چې مهمات پرې خلاص شوي وو، د دایکنډي میرامور سیمې ته رسېدلي دي. په ټوله کې وضعیت تر کنټرول لاندې دی او هلته اوس جګړه نهشته."
د غزني والي عبدالکریم متین
روېټرز خبري اژانس د اجرستان په اړه په یوه راپور کې ویلي چې طالبانو د یکشنبې په ورځ د ولسوالۍ ودانۍ ایسار کړې وه.
په راپور کې دا هم راغلي چې په اجرستان کې طالبانو له ډېره وخته حضور درلود.
اخوا د وسلهوالو طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته په یوه پیغام کې ادعا کړې چې اجرستان ولسوالۍ د دوی په لاس سقوط شوې او ګڼو افغان پوځیانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د غزني والي عبدالکریم متین وايي، د دوشنبې په ورځ به اجرستان ولسوالۍ ته یو پلاوی ولېږل شي او د پېښې تر څېړنې وروسته به دقیق جزئیات ورکړي.
ښاغلي متین زیاته کړه:
"اجرستان ډېره لیرې پرته ولسوالۍ ده. هلته د ټیلیفون یوازې یو انتن و چې هغه هم سوځېدلی دی. ټیلیفوني رابطه نهلرو او مخابروي اړیکه مو هم پرې شوې. اوس په طریا «سټلایټ» ټیلیفون وصل یو. د تلفاتو ارقام موږ ته په دقیقه توګه نهدي معلوم، خو سبا یو ټیم اجرستان ته ورځي او دقیق ارقام به موږ ته راکړي."
تر دې مخکې د ازادي راډیو په شمول ګڼو رسنیو ته د غزني د والي ویاند عارف نوري د لومړنیو معلوماتو له مخې تأیید کړې وه چې د غزني په اجرستان کې د افغان پوځیانو او وسلهوالو طالبانو په نښته کې ۱۸ افغان سرتېري وژل شوي دي.
د غزني په اجرستان باندې وسلهوالو طالبانو په داسې حال کې حمله وکړه چې په فراه ښار د دوی له حملې څه کم یوه اوونۍ کېږي.
فراه ته وړمه ورځ ګڼ افغان او بهرني پوځي چارواکي هم ورغلي وو.
د ناټو د غوڅ ملاتړ مأموریت قوماندان جنرال جان نېکلسن په فراه کې له افغان پوځیانو څخه له خپل ملاتړه ډاډ څرګند کړ او ویېویل، تر هغو به د افغانانو تر څنګ وي چې دا جګړه نهوي ختمه شوې.
راپور: صفيالله ستانکزی