د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۶

د غزني د اجرستان ولسوالۍ د سقوط په اړه ضد او نقیض راپورونه


په ولسي جرګه کې د غزني د خلکو استازي وايي، د حکومت د بې غورۍ له کبله د دغه ولایت د اجرستان ولسوالي د وسله والو طالبانو تر جدي محاصرې لاندې ده.

د هېواد په شااوخوا ۱۳ ولایتونو کې د ګواښونو او جګړو په دوام، په ولسي جرګه کې د غزني د خلکو استازي د یاد ولایت د اجرستان ولسوالۍ د سختې محاصرې خبر ورکوي.

له ډلې یي شاه ګل رضایي ازادي راډيو ته وویل، یاده ولسوالۍ له تېرو دوه اوونیو راهیسې له سخت ګواښ او حملو سره مخ وه، خو د دوی له بیا بیا غوښتنې سره سره ورته پاملرنه نه ده شوې.

مېرمن رضايي وايي، که څه هم تېره ورځ هلته یو شمېر کومانډويي عملیات شوي، خو ولسوالۍ یې د وسله وال طالبانو له محاصرې نه ده ژغورلې.

نوموړې وویل:

"د اجرستان ولسوالۍ ډېر وخت د غزني یوه ناامنه ولسوالۍ وه، هلته تل د دښمن تحرکات لیدل کېدل، په دغې ولسوالۍ کې اوس مهال پوستې استحکامیت نه لري، له امنیتي ځواکونو سره کافي تجهیزات نشته او تر دې چې د پولیسو په پرتله مخالفین ښې وسلې او تجهیزات لري، دا ولسوالۍ چې له مرکزه لېرې ده، ورته تګ راتګ هم سخت دی او دا چې په تېرو څلورو ورځو کې کمانډويي عملیات ترسره نشول، له بده مرغه حالت لا خراب شو."

اجرستان د غزني له مرکزه نسبتاً لېرې فاصله کې پرته ولسوالۍ ده چې څلور کاله وړاندې هم د وسله والو مخالفینو تر جدي ګواښ لاندې راغلې وه.

د افغانستان په مرکزي ولایت غزني کې د دولت د وسله والو مخالفینو تحرکاتو داسې وخت زور اخیستی چې له دې څو ورځې وړاندې وسله والو طالبانو په جنوب لوېدیځ او شمال لوېدیځ کې پر څو ولسوالیو له جګړو وروسته، د فراه تر مرکزه ځان ورساوه او د فراه ښار یو شمېر سیمې يې د څو ساعتونو لپاره په خپلې ولکه کې راوستې.

وسله والو طالبانو ازادي راډيو ته په یوه استولي پیغام کې د اجرستان ولسوالۍ د سقوط ادعا کړې، خو د افغانستان دفاع وزارت د دغې ولسوالۍ سقوط ردوي.

د دې وزارت سرپرست ویاند محمد رادمنش د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو سره په خبرو کې په اجرستان ولسوالۍ کې د دولت د مخالفینو ګواښ ومانه، خو ويې ویل چې د خرابې هوا له کبله په یاد ولایت کې هوايي عملیات سخت دي، خو دوی د غزني په شمول په څو ولایتونو کې محاربوي عملیات پیل کړي دي.

محمد رادمنش
محمد رادمنش

دی وایي:

"د دې تر څنګ چې هلته ګواښ شته، خو د خلکو د خوندیتوب په خاطر زمونږ محاربوي عملیات په بریالیتوب سره دوام لري او دوی ته ضربې رسېدلي چې وبه نه شي کولای چې خپلو تحرکاتو ته ډېر دوام ورکړي، ولې جګړه شته."

د اجرستان د وروستي وضعیت په اړه مو د غزني والي عبدالکریم متین وپوښته، نوموړي د دې ولسوالۍ د سقوط خبر رد کړ او ويې ویل چې یادې ولسوالۍ ته له سهار راهیسې شپږ پروازونه شوي او امنتیي او دفاعي ځواکونه په محاربوي عملیاتو بوخت دي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

د غزني ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت د اجرستان ولسوالۍ د امنیه قوماندانۍ ودانۍ وسله والو طالبانو تېره شپه سوځولې او ګڼو افغان سرتېرو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د غزني د ولایتي شورا غړي خالیق داد اکبري نن یکشنبه ازادي راډيو ته وویل چې وسله والو طالبانو تېره شپه شااوخوا ۱ بجه د یادې ولسوالۍ د امنیه قوماندانۍ ودانۍ سوځولې او یو شمېر نوري پوستې هم سقوط کړي دي.

نوموړی وايي، ګڼ شمېر افغان سرتېرو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو په خبره چې د کره شمېر په اړه معلومات نه لري.

د ولایتي شورا بل غړي نصیر احمد فقیري بیا وايي چې د یادو بریدونو پرمهال ۱۸ افغان سرتېري وژل شوي او ۸تنه نور هم ټپیان دي.

غزني کې پولیسو د عملیاتو پرمهال
غزني کې پولیسو د عملیاتو پرمهال

د وسله والو طالبانو ویاند قاري یو سف احمدي ازادي راډيو ته په یو استولي برېښنالیک کې ویلي چې اجرستان ولسوالي یې سقوط کړې او زیات شمېر افغان سرتېروته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

په ورته وخت کې بیا د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري دانه مني چې وسله والو طالبانو د یادې ولسوالۍ د امنیه قوماندانۍ ودانۍ سوځولې او یادې هم سقوط کړی وي، خو دامني چې هلته ۱۸ افغان سرتېري وژل شوي او ۸ تنه نور هم ټپیان دي.

نوموړی وايي، افغان سرتېرو ته دغه مرګ ژوبله په تېرو دری ورځو کې په یاد ولسوالۍ اوښتې.

ښاغلی نوري زیاتوي چې یادې ولسوالۍ ته نن د ورځې ۱۱ بجې کمانډو سرتېري رسېدلي او وسله وال طالبان يې د ولسوالۍ څخه پرشا کړي دي.

نوموړی وايي چې تېره شپه د دغه ولایت د امنیه قوماندانۍ پولیسو د خواجه عمري ولسوالۍ په یوشمېر سیمو کې د وسله والو طالبانو د ځپلو په موخه شپنۍ عملیات ترسره کړي چې پرمهال ۱۲ وسله والو طالبان وژل شوي او ۳ تنه نور هم ټپیان دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه د خواجه عمري ولسوالۍ د عملیاتو په اړه څه نه دي ویلي.

راپور: شریف الله شرافت

XS
SM
MD
LG