د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۳

ولسي جرګه:د سیلابونو له امله خلک له ستونزو سره مخ او مرستو ته اړتیا لري


د افغانستان ولسي جرګه وايي، د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د سیلابونو د راوتو له امله، خلک له ګڼو ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

که څه هم د طبیعي پېښو سره د مبارزې اداره د سیلاب ځپلو خلکو سره د پر وخت او لازمو مرستو خبره کوي، خو د افغانستان ولسي جرګه وايي، د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د سیلابونو د راوتو له امله، خلک له ګڼو ستونزو سره مخ او مرستو ته اړتیا لري.

د ولسي جرګې رئیس عبدالروف ابراهیمي د دې جرګې د شنبې د ورځې په عمومي غونډه کې وویل چې سیلابونه په ځاني او مالي لحاظ د خلکو ژوند ګواښي او په وړاندې یې جدي هڅو او اقداماتو ته اړتیا ده.

د ولسي جرګې رئیس عبدالروف ابراهیمي
د ولسي جرګې رئیس عبدالروف ابراهیمي

نوموړي وویل:

"زورور سیلابونه د خلکو ژوند له ځاني او مالي اړخه ګواښي او موږ په دې برخه کې د خلکو د شهادت شاهدان یوو، موږ په دې برخه کې د حکومت، د بېړنو مرستې له کمېټې او مرسته کوونکو هېوادونو غواړو چې ژر تر ژره دې زیانمنو خلکو ته خپلې مرستې ورسوي."

دا په داسې حال کې ده چې له طبیعي پېښو سره د مبارزې ادارې د تېرې پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د تېرې یوې اوونۍ په ترڅ کې د افغانستان په ۱۳ ولایتونو کې د سیلابونو د راوتو له امله، لږ تر لږه ۶۰ کسان وژل شوي دي.

دغې ادارې ویلي چې دغو سیلابونو په سمنګان، تخار، کاپیسا، بغلان، بدخشان، بادغیس، غور، پنجشېر، سرپل، غزني، پروان، بلخ او هرات ولایتونو کې شااوخوا ۳۴۳ کورونه په بشپړ ډول وران کړي او پاتې نورو ۶۶۳ کورونو ته یې هم زیانونه اړولي دي.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې يو غړي عبدالستار درزابي وايي،د هېواد د شمالي ولایتونو زیاتره اوسېدونکي د سیلابونو د راوتو له جدي خطر سره مخ دي.

د ده په خبره، که حکومت او مرسته کوونکي بنسټونه په وخت لازم اقدامات ونه کړي، نو خلک به له درنو ځاني او مالي تلفاتو سره مخ شي.

په همدې حال کې د طبیعي پېښو پرضد د مبارزې د عمومي ریاست مرستیال محمد اسلم سیاس ازادي راډیو ته وویل چې دغه اداره له سیلابونو سره د مبارزې لپاره ښه چمتووالی لري او په دې برخه کې کومه جدي ستونزه نشته.

محمد اسلم سیاس
محمد اسلم سیاس

نوموړي زیاته کړه:

"اوس مهال کومه ستونزه نه لرو، د سیلابونو او طبیعي پېښو سره د مبارزې لپاره ښه چمتووالی لرو، زموږ د چمتووالي ترڅنګ، زموږ نور همکاران مرستو ته اماده دي او زموږ ولایتي دفترونه هم موږ ته ډاډ راکوي چې له کومې ستونزې سره به نه مخ کېږو."

که څه هم چارواکي د خلکو د ژغورلو ډاډ ورکوي، خو په تېره کې دا لیدل شوي چې د طبیعي پېښو له هغې ډلې واورې ښوېدنې، سختو واورو او سیلابونو له امله، لسګونه کسان وژل شوي دي.

د ۱۳۹۳ کال په حوت میاشت کې په پنجشیر کې د سختو واورو له امله، د څه باندې دوه سوه کسانو وژل کېدل او په سالنګونو کې په ۱۳۸۸ کال کې د سلګونه کسانو مرګ‌ژوبله د ورته پېښو ښکاره بېلګې دي.

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG