د غزني ولایت سیمهییز چارواکي وايي، د دغه ولایت اجرستان ولسوالۍ وسلهوالو طالبانو له تېرې شپې راهیسې کلابنده کړې ده.
د ولایتي شورا غړي نصیر احمد فقیري د جمعې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې پر یاده ولسوالۍ اوس هم سخته جګړه روانه ده او که اضافي سرتېري ور ونه رسېږي ولسوالۍ سقوط کوي.
نوموړی وايي، په روانه جګړه کې تر دا مهاله ۱۴ افغان سرتیري وژل شوي او ۸ نور ټپیان دي.
ښاغلي فقیري وویل:
"وسلهوالو طالبانو د تېرې شپې راهیسې د غزني ولایت د اجرستان ولسوالۍ پر مرکز ډلهيیز بریدونه کړي او ولسوالۍ یې محاصره کړې او هم یې افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې."
له دې سره د یادې ولسوالۍ ولسوال احمدالله هم رسنیو ته ویلي چې وسلهوالو طالبانو سخت محاصره کړی او له خپلو امنیتي مسؤلینو سره یې اړیکې پرې شوي.
نوموړي ویلي، که اضافي سرتېري ور نهرسېږي ولسوالۍ سقوط کوي.
په ورته وخت کې بیا د دغه ولایت د والي ویاند محمد عارف نوري هم د وسلهوالو طالبانو له لوري د اجرستان ولسوالۍ محاصره کول مني، خو وايي چې هلته یې غرمه مهال هوايي ځواک او اضافي سرتېري استولي او وسلهوال طالبان يې پر شا تمبولي دي.
نوموړی وايي، د یادو بریدونو پر مهال ۱۰ افغان سرتیري وژل شوي او ۸ نور هم ټپیان دي.
ښاغلي نوري زیاته کړه چې د یادو بریدونو او عملیاتو پر مهال زیات شمېر وسلهوالو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې لا يې په اړه کره معلومات نشته:
"تېره شپه وسلهوالو طالبانو پر اجرستان ولسوالۍ ډلهییز بریدونه وکړل او دغه ولسوالۍ یې سخته محاصره کړه، خو زموږ افغان سرتېري وتوانیدل چې دوی بېرته پر شا کړي."
نوموړی دا هم وايي چې په ولسوالۍ کې لا اوس هم افغان سرتیري له طالبانو سره په جګړه بوخت دي او جګړه په ولسوالۍ کې روان ده.
د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي ازادي راډيو ته په یوه استولي برښنالیک کې ویلي چې په اجرستان ولسوالۍ کې یې زیات شمېر پوستې سقوط کړي او ګڼ شمېر افغان سرتېرو ته یې مرګ ژوبله اړولې.
دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې هم وسلهوالو طالبانو د دغه ولایت پر ګیلان، قره باغ، اندړو او جغتو ولسوالۍ هم ډلهییز بریدونه وکړل چې د مسؤلینو په خبره جغتو ولسوالۍ د څو ساعتونو لپاره د وسلهوالو طالبانو په لاس کې وه او دغه راز ویل کېږي چې د دغه ولایت اندړو ولسوالۍ لا اوس هم وسله والو طالبانو کلابنده کړې.
راپور: شریفالله شرافت