د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۶

مشعل: ډېر ژر به د غزني په امنیتي وضعيت کې مثبت بدلون راولو


د غزني لپاره نوي ټاکل شوي امنیه قوماندان فرید مشعل د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې په دغه ولایت کې به ډېر ژر د خلکو لپاره امنیت راولي او وسله وال طالبان به وځپي.
نوموړی وايي، په اجرستان ولسوالۍ کې چې اوس وسله والو طالبانو محاصره کړې، هم د افغان ګډو ځواکونو له خوا عملیات پیل کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په دغه ولایت کې په دې وروستیو کې وسله والو طالبانو
خپلو بریدونو ته زور ورکړی او یو شمېر ولسوالۍ یې محاصره کړې دي.
په دې اړه د ازادي راډيو خبریال شریف الله شرافت راپور چمتو کړی.

د دې راپور د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:37 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG