په ناامنو سیمو کې د تابعیت پر تذکرو د سټیکر لګولو او په دې تړاو د خلکو له اندېښنو وروسته د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، هڅې روانې دي چې دغه ستونزه هواره شي.
د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، د تابعیت پر تذکرو د سټیکر لګولو په تړاو د خلکو د اندېښنو لیرې کولو لپاره تخنیکي بحثونه پیل شوي دي.
د دغه کمېسیون کمېشنر سید حفیظالله هاشمي د دوشنبې په ورځ پهدې اړه ازادي راډيو ته وویل:
"دغه وړاندیزونه موږ ته رسېدلي، غیر رسمي بحث پرې شوی، خو د دې لپاره چې بهیر زیانمن نهشي او تقلب ته لار هواره نهشي، کمېسیون له تخنیکي ټيم سره بحثونه پیل کړي، څو وتوانېږي چې یوه معقوله لار پیدا کړي او د خلکو ستونزې هوارې شي."
دا په داسې حال کې ده چې د ولسي جرګې او د ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو لپاره د رأی ورکوونکو د نوملیکنې د بهیر له پیل وروسته په ملي شورا کې د خلکو یو شمېر استازو، مدني فعالانو او عامو خلکو په ناامنو سیمو کې پر تذکرو د سټیکر لګول یوه جدي ستونزه بللې وه.
یو شمېر داسې راپورونه هم خپاره شوي چې د لوګر په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې خلک د وسلهوالو مخالفینو لهخوا له امنیتي ستونزو سره مخ شوي او له همدې امله د رأی ورکوونکو په مرکزونو کې نوم لیکونکي ډېر کم تر سترګو کېږي.
د رأی ورکوونکو د نوملیکنې د بهیر له پیل درې اوونۍ وروسته د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، تر اوسه له یو میلیون نه ډېرو کسانو نوملیکنه کړې، هغه شمېر چې کارپوهانیې ډېر کم بولي.
د رأی ورکوونکو د نوملیکنې په مرکزونو کې د خلکو د کمرنګه حضور یو لامل امنیتي ګواښونه، حملې او چاودنې دي چې د وسلهوالو مخالفینو لهخوا ترسره کېږي.
خو د انتخاباتو خپلواک کمېسيون ویلي، د دې احتمال شته چې د رأی ورکوونکو د نوملیکنې پروسه وغځول شي.
Your browser doesn’t support HTML5
د کابل په دشت برچي سیمه کې د تذکرو د وېش پر مرکز حمله او په خوست کې د نوملیکنې په یوه مرکز کې چاودنه له دغو ګواښونو شمېرل کېږي.
په ورته وخت کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، امنیتي ځواکونه د رأی ورکوونکو د نوملیکنې د مرکزونو د امنیت د ټينګښت لپاره جدي کار کوي.
د دغه وزارت ویاند نجیب دانش پهدې اړه وویل:
"موږ د ټولو مرکزونو د امنیت د ټينګښت لپاره ځواکونه مؤظف کړي دي، څو د امنیت د ټينګښت لپاره جدي هلې ځلې وکړي، په خواشنیۍ سره چې دښمن په تخریبي اعمالو لاس پورې کوي، خو بشپړه هڅه کېږي چې د دغو فعالیتونو ونیول شي."
په همدې حال کې افغان کارپوه یونس فکور بیا د رأی ورکوونکو د نوملیکنې د مرکزونو د امنیت نهخوندیتوب او په نوملیکنه کې د خلکو کمرنګه حضور د اندېښنې وړ بولي.
نوموړي وویل، که د انتخاباتو خپلواک کمېسیون او په ځانګړي ډول امنیتي ارګانونه د انتخاباتو د امنیت د ټينګښت لپاره د پلان له مخې عمل ونهکړي، ښايي دغه بهیر له جدي ستونزو سره مخ او انتخابات هم په خپل وخت ترسره نهشي.
د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د ولسي جرګې او د ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو ورځ د روان لمریز کال د میزان میاشتې ۲۸ مه نېټه اعلان کړې ده.
راپور: ناجیه ساپۍ