افغان ولسمشر محمد اشرف غني په خوست کې د ټاکنو د نوملیکنې پر مرکز برید غندلی او امنیتي ارګانونو تهیې امر کړی چې د دې پروسې امنیت په جدي توګه ونیسي.
ولسمشر اشرف غني دا خبره په هغې اعلامیه کې کړې چې د خوست د پرونۍ بمي چاودنې د غندلو لپارهیې ورکړې ده.
ولسمشر غني ویلي چې په خوست کې د انتخاباتو لپاره په نوملیکونکو باندې پرونۍ بمي چاودنه په ولسواکۍ، مدني حقونو او فردي ازادیو د خلکو باور او د ټاکنو په ملي بهیر کې د هغوی ګډون نهشي کمزوری کولای.
د خوست ښار په دوهمه ناحیه کې پرون پر یعقوبیو جومات بمي برید وشو چې پهکې د انتخاباتو نوملیکنه هم روانه وه.
په کابل کې د امریکا سفیر جان بس هم په خپله ټویټرپاڼه کې د خوست په دغه جومات او د نوملیکنې په پروسې بمي حمله غندلې ده.
جان بس لیکلي چې دا برید په ډموکراتیکو ارزښتونو او انسانیت برید دی.
د خوست والي حکم خان حبیبي پرون شپه ازادي راډیو ته د دې پېښې د وروستیو جزئیاتو په اړه وویل:
Your browser doesn’t support HTML5
"د شهیدانو تعداد تر ۱۷ پورې رسېږي او د ټپيانو تر ۳۳ پورې. ټول دولتي او غیر دولتي ډاکتر صاحبانو څخه هیله دا وه او هدایت دا و چې هغوی روغتونونو ته ځان ورسوي او د مریضانو تداوۍ ته په جدي توګه پاملرنه وکړي. زموږ امنیتي مسؤلین تر ناوخته په روغتونونو ګرځېدل، د پېښې جدي پلټنه مو هم پيل کړې. موږ ناسته وکړه چې که خدای مهکړه راتلونکي کې د داسې بریدونو پلان وي څنګهیې مخنیوی وکړو."
د خوست والي د نوملیکنې د مرکزونو د امنیت لپاره له چارواکو سره غږېدلی
د خوست والي وویل، سږ کال له پیله وسلهوالو مخالفینو په خوست کې د ورانکاره فعالیتونو اراده درلوده، خو د ده په خبره امنیتي ځواکونو د هغوی ډېر پلانونه شنډ کړي دي.
طالبانو چې له دې مخکې د ټاکنو لپاره د نوملیکنې پر ضد تبلیغات کړي او خلکیې منعه کړي، دا وار یې د خوست په دوهمه ناحیه کې د یعقوبیو پر جومات په شوي بمي برید کې هر ډول لاس لرل رد کړي دي.
دا یوازې خوست نهدی چې د نوملیکنې په مرکز یې برید کېږي، بلکې تر دې مخکې په کابل، غور، بادغیس، بغلان او ننګرهار کې د نوملیکنې پر مرکزونو بمي چاودنې، وسلهوال بریدونه او انتحاري حملې شوې دي.
د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې د نوملیکنې د مرکزونو د امنیت د تأمین لپاره له اړوندو ادارو سره په تماس کې دی، خو د بېامنیو په سببیې له ۱۴۹۱ مرکزونو نږدې ۵۰ تړلي دي.
راپور: صفيالله ستانکزی