نن پنجشنبه د مطبوعاتو نړیواله ورځ ده.
د بخښنې نړیوال سازمان د دې ورځې په مناسبت ویلي دي چې په افغانستان کې خبریالان له ګواښ، وېرې او خشونت سره مخامخ دي.
دې سازمان په خپره کړې اعلامیه کې په افغانستان کې د دوشنبې ورځې پر خونړیو پېښو خواشیني څرګنده کړې ده.
د دوشنبې په ورځ په کابل کې د دوو ځان وژونکو بریدونو له امله د ازادي راډیو د درېیو خبریالانو، فرشته محرم درانۍ، سباوون کاکړ او عبادالله حنانزي په ګډون نهه خبریالان ووژل شول او تر ۵۰ ډېر کسان په دې چاودنو کې ټپیان شول.
Your browser doesn’t support HTML5
Your browser doesn’t support HTML5
Your browser doesn’t support HTML5
په همدې ورځ په خوست کې د بي بي سي خبریال احمد شاه او څو ورځې مخکې تر دې په کندهار کې د کابل نیوز خبریال عبدالمنان ارغند د نامعلومو وسلهوالو د ډزو له امله ووژل شول.
د افغانستان د خپلواکو ژورنالېستانو د ټولنې مشر رحیمالله سمندر ازادي راډیو ته وویل چې حکومت باید د خبریالانو مربوط جنایي پېښې تعقیب کړي، جنګي لوري باید پوه شي چې خبریالان بېطرفه دي او رسنۍ باید د ژورنالېستانو د حفاظت لپاره تدابیر زیات کړي.
ښاغلي سمندر زیاته کړه چې پهدې برخو کې باید نړیوال هم مرسته وکړي.
دی زیاتوي:
"له نړیوالې ټولنې دا هیله لرو چې فشار راوړي، په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو امنیت شورا، د بشري حقونو نړیوالې مؤسسې، خصوصاً د رسنیو د ازادیو سازمانونه چې هم له رسنیو سره مرسته وکړي او فشار پرې راولي او هم پر حکومت فشار راولي چې عملي مېکانیزمونه جوړ کړي، همداراز پر هغو ډلو ټپلو چې په دې شخړو کې داخلې دي فشار راولي چې خبریالان د ملکیانو په توګه ومني او حتی په شخړو کې د هغوی حفاظت وکړي."
د بخښنې نړیوال سازمان په خپره کړې اعلامیه کې د جنوب اسیا لپاره د دې سازمان مرستیال مشر عمر وریچ په وینا راغلي دي چې د افغانستان خبریالان د نړۍ له زړورو خبریالانو څخه دي چې په ډېرو سختو شرایطو کې کار کوي.
د رسنیو په ورځ په کابل کې د خبریالانو فاتحه اخیستل کېږي.
د خبریالانو د نړیوال فدراسیون د راپور له مخې د تېر کال د مې له میاشتې د روان کال د اپرېل تر اخره په جنوبي اسیا کې ۳۳ خبریالان وژل شوي دي چې ۲۲یې په افغانستان کې دي.
ټاکل شوې ده چې په کابل کې نن پنجشنبه ازادي راډیو، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او د هغو رسنیو له لوري چې په تېرو څو ورځو کې یې خبریالان وژل شوي دي، عمومي فاتحه واخیستل شي.