ارګ: د رأی ورکوونکو د نوم‌لیکنې د مرکزونو اضافي امنیتي تدابیر دې ونیول شي

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون اندېښنه ښودلې چې که د نوم‎لیکنې بهیر په اوسني سرعت سره دوام وکړي، دا احتمال شته چې له درې میلیونو لږ کسان د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو په انتخاباتو کې ګډون وکړي.

د انتخاباتو مسؤل چارواکي هیله لري چې د جون د میاشتې تر نیمایي پورې به د رأی ورکولو په شرایطو برابر شاوخوا ۱۴ میلیونه افغانان د ټول هېواد په کچه د رأی ورکولو په څه باندې ۷۰۰۰ مرکزونو کې د رأی ورکولو لپاره خپل نومونه ثبت کړي.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون ویاند شفیع جلالي فرانس‎پرېس خبري آژانس ته ویلي چې کمېسیون د رأی ورکولو په پروسه کې د لږو خلکو د ګډون له کبله اندېښنه لري او ځکه یې په یو شمېر ولایتونو کې د هوا له لارې د تبلیغاتي پاڼو د خپراوي په ګډون د انتخاباتو په اړه د عامه پوهاوي د لوړولو هڅې پیل کړي دي.

څو ورځې مخکې چارواکو د جوماتونو له امامانو وغوښتل چې د جمعې د لمانځه په خطبو کې دې خلک د رأی ورکولو لپاره نوم‌لیکنې ته وهڅوي.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، د شنبې تر ورځې پورې شاوخوا شپږ نیم لکه کسانو د رأی ورکولو لپاره خپل نومونه ثبت کړي.

د نوم‌لیکنې اکثر مرکزونه په ښوونځیو او جوماتونو کې جوړ شوي دي او دې مسئلې خلک خورا زیات اندېښمن کړي.

د تېرې یکشنبې په ورځ د کابل د دشت‎برچي سیمې په یوه ښوونځي کې چې د رأی ورکولو مرکز په‎کې و، په یوه انتحاري حمله کې ۶۰ کسان مړه او نېژدې ۱۳۰نور ټپیان شول.

Your browser doesn’t support HTML5

د کابل نننۍ چاونې ۳۱ کسان وژل

پرون یکشنبه غرمه مهال د جلال‎اباد ښار په څلورمه ناحیه کې یوه جومات ته نېژدې په زرنج موټرسایکل کې د ځای پرځای شوي بم چاودنې شپږ کسان ټپیان کړل.

له‎دې پېښې وروسته جمهوري ریاست په یوه خبرپاڼه کې دا د هېواد د دښمنانو کار وباله، خو ټينګار یې وکړ چې دا به په انتخاباتو کې د خلکو پر حضور او ګډون هېڅ راز منفي اغېز ونه‎لري، بلکې برعکس افغانان به په لېوالتیا سره د نوم‌لیکنې مرکزونو ته ځي.

د ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه‎پال ازادي راډیو ته وویل چې د جلال‎اباد له چاودنې وروسته ولسمشر امنیتي چارواکو ته امر کړی چې د رأی ورکوونکو د نوم‎لیکنې د مرکزونو لپاره اضافي امنیتي تدابیر ونیسي.

ښاغلي مینه‎پال د نوم‌لیکنې پر بهیر د بې امنیتۍ د ناوړه اغېزو له کبله د اندېښنو په اړه وویل چې حکومت د انتخاباتو د امنیت مسؤل دی.

د ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه‎پال

مینه‎پال زیاته کړه:

"د حکومت او ټاکنو د کمېسیون ترمنځ دندې ویشل شوي دي. تخنیکې پروسه د ټاکنو د کمېسیون او امنیت د حکومت دنده ده. افغان حکومت امنیتي او دفاعي ځواکونو ته دنده سپارلې چې د هېواد په کچه د نوم‎لیکنې د مرکزونو امنیت وساتي."

د افغانستان د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو انتخابات د تلې یا میزان د میاشتې په ۲۸مه نېټه په پام کې دي.

په‎دې انتخاباتو کې د نوم‎لیکنې بهیر د وري په ۲۵مه په‎داسې حال کې پیل شو چې وسله‎والو طالبانو د جګړې په نوي فصل کې د خپلو حملو د زیاتولو ګواښ کړی دی.