د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۸

د کندهار چارواکي او خلک د رأی ورکوونې مرکزونه کم بولي


په کندهار کې د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو د راتلونکو ټاکنو لپاره د نوم لیکنې پروسه پیل شوه، خو دا ځل د مرکزونو په شمېر کې د پام وړ کموالی راغلی.

د کندهار والي تورن جنرال زلمي ویسا د نوم لیکنې د پروسې د پیل په مراسمو کې وویل چې د دې ولایت ګډو امنیتي ځواکونو د رأی ورکوونې د ټولو مراکزو د امنیت ډاډ ورکړی او هم د کندهار په کچه د رأی ورکولو لپاره زمینه مساعده شوې ده.

والي د کندهار لپاره د رأی ورکوونې مرکزونه کم وبلل او په عین وخت کې يې په راتلونکو ټاکنو کې د خلکو د پراخ حضور غوښتنه وکړه.

د کندهار والي تورن جنرال زلمی ویسا
د کندهار والي تورن جنرال زلمی ویسا

ښاغلي ویسا زیاته کړه:

"د کندهار ښار او ۱۷ ولسوالیو کې ټول مرکزونه فعال دي او کوم امنیتي مشکل نشته، په ځینو ځایونو کې تهدیدات شته، زه په‎دې ډاډه یم."

د کندهار اوسېدونکي او قومي مشران هم د کندهار لپاره د ټاکنو د رأی ورکوونې د مرکزونو شمېر د دغه ولایت نفوس ته کم بولي.

چارواکي او خلک: کندهار کې د رأی ورکوونکو د نوم لیکنې مرکزونه کم دي

دوی دغه راز له قومي مشرانو او ملا امامانو غواړي چې خلک د رأیه ورکوونکو د نوم لیکنې پروسې ته را وبولي، څو د ټاکنو په پروسه کې خپله شمېره زیات کړي او خپله رأیه وکاروي.

په عین وخت کې د کندهار د انتخاباتو د خپلواک کمېسيون مشر هاشم دُرانی وايي، د کندهار د رأیه ورکوونکو د مرکزونو د زیاتولو په اړه يې مرکز ته وړاندیز کړی او هغوی به ډېر ژر په‎دې برخه کې تصمیم ونیسي.

کندهار ولایت چې شاوخوا درې میلونه نفوس لري، خو د مرکزي حکومت له خوا ورته ۲۲۵ د رأی ورکوونې مرکزونه ورکول شوي دي، خلک وايي، دا ونډه د شاوخوا یو میلیون وګړو لپاره بلل شوې ده.

راپور: صادق رښتینی

XS
SM
MD
LG