روسي چارواکي وايي، د کیمیاوي وسلو د متخصصانو او نړیوالو څارونکو ډله به د څېړنې لپاره د سوریې "دوما" سیمې ته ورسېږي.
دا څارونکي به هلته د کیمیاوي موادو د حملې په اړه د شواهدو د راغونډولو هڅې وکړي.
د روسیې د راډیولوژيکي، بیولوژیکي او کیمیاوي مصونیت ادارې مشر، ایګور کریلوف ویلي چې نن به د ملګرو ملتونو د امنیتي خدمتونو څارونکي دوما ته د تللو لارو امنیت وڅاري او سبا چهارشنبه به د نړیوالو څارونکو ډله دوما ته روانه شي.
کریلوف دا خبرې پرون د هالند په هاګ ښار کې د روسیې په سفارت کې خبریالانو ته وکړې او ویېویل چې دوما ته پر تللو لارو لا هم امنیتي ستونزې شته دي.
د کیمیاوي وسلو د استعمال د مخنیوي سازمان پرون د دې لپاره د هالند په هاګ ښار کې غونډه وکړه چې دوما ته د نړیوالو څارونکو د ورتګ د مخنیوي پر عواملو خبرې وشي.
د کیمیاوي وسلو د استعمال د مخنیوي د سازمان مشر، احمد اوزومچو غونډې ته وویل چې روسیې او د بشارالاسد رژیمیې څارونکو ته اجازه نهده ورکړې چې دوما ته ولاړ شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د عامه ډيپلوماسۍ او عامه اړیکو سرپرستې معینې او وياندې، هډر ناوئرټ پرون په دې اړه چې په دوما کې د کیمیاوي وسلو د حملې د امکان په اړه په څېړنه کې ولې ځنډ راغلی، له الحره ټلوېزیون سره په مرکه کې وویل:
"یقیناً، موږ غواړو چې د څېړونکو پلاوی سیمې ته ورشي، البته چې دا د یوې بېپرې او خپلواکې ادارې ډله چې د امریکا په ګډون زیات هېوادونه اتکا ورباندې کولائ شي، خو تاسو ګورئ چې روسیه دوما ته د دې پلاوي د ورتګ مخنیوی کوي، هڅه کوي چې دوما ته تللې لارې بندې او مسئله لا پېچلې کړي."
د کیمیاوي وسلو د استعمال د مخنیوي په سازمان کې د امریکا استازي، کین وارد پرون اندېښنه څرګنده کړه چې روسان ښايي مخکې له مخکې د حملې سیمې ته ورغلي او د حملې په اړه کره شواهد یې لهمنځه وړي وي.
د راپورونو په حواله، د اپرېل په اوومه نېټه، دمشق ته نږدې د ختیځې غوطې ښار په "دوما" سیمه کې په حمله کې له زهرجن ګازه کار اخیستل شوی و.
د روغتیا د نړیوال سازمان په وینا، ۴۳ ملکي وګړي پهکې ووژل شول او ګڼ شمېر ملکي وګړي یې سخت متأثر کړل.
خو د بشار الاسد رژیم او متحدانو یې دا خبر رد کړی دی.
په غبرګون کې امریکا، فرانسې او انګلستان د اپرېل په ۱۴مه په سوریه کې د بشارالاسد د کیمیاوي وسلو پر تأسیساتو او زېرمو راکټي حملې وکړې.
د سوريې دولتي رسنیو نن د ورځې په پیل خبر ورکړ چې د هوايي دفاع سیستم څو راکټه چې پر حمص توغول شوي و، خنثی کړل، خو څو ساعته وروستهیې دا راپورونه لیرې کړل او د سوریې دولتي ټلوېزیون وویل چې د هوايي دفاع سیستم کې د تېروتنې له امله غلط خبرداری ورکړل شوی و.
یوه وسلهواله ملېشه چې په سوریه کې د اسد د رژیم ملاتړ کوي، نن د هویت د پټ پاتې کېدو په شرط، روېټرز خبري اژانس ته وویل چې د اسد د رژیم د هوايي دفاع په سیستم کې دا ستونزه پر رادار سیستم د اسرائیل او امریکا د ګډې الکترونیکي حملې له امله پېښه شوې وه.
خو د امریکا دفاع وزارت ویلي چې متحده ایالاتو او شریکانو يې په حمص کې عملیات نهدي کړي.