د لاسرسي لېنکونه

سه شنبه ۲۸ کب ۱۳۹۷ کابل ۱۲:۰۷

روسیه: نړیوال څارونکي کولای شي چې د سوریې دوما ښارګوټي ته ورشي


د روسیې پوځي چارواکي وايي، نړیوال څارونکي کولای شي چې د راتلونکې چهارشنبې په ورځ په سوریه کې د دوما ښارګوټي ته ورشي.

د کیمیاوي وسلو د استعمال د مخنیوي نړیوال سازمان پرون دوشنبه د دې لپاره د هالنډ په هاګ ښار کې غونډه وکړه چې دوما سیمې ته د نړیوالو څارونکو د ورتګ د مخنیوي پر عواملو خبرې وشي.

په غونډه کې د روسیې د دفاع وزارت یوه لوړ رتبه چارواکي، ایګور کریلوف وویل چې د کیمیاوي وسلو د استعمال د مخنیوي د نړیوال سازمان څارونکي د راتلونکې چهارشنبې په ورځ دوما ته ورتلی شي.

د کیمیاوي وسلو د استعمال د مخنیوي د نړیوال سازمان مشر، احمد اوزوم چو غونډې ته وویل چې روسیې او د بشارالاسد د حکومت چارواکو نړیوالو څارونکو ته ویلي چې په دوما سیمه کې د امنیتي ستونزو له امله باید انتظار وکړي.

په‎دې سازمان کې د امریکا استازی، کین وارد وویل چې روسان ښايي مخکې له مخکې د حملې سیمې ته ورغلي او د حملې په اړه کره شواهد یې له‎منځه وړي وي.

خو د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف له بي بي سي سره په مرکه کې ویلي چې نړیوالو ته ضمانت ورکوي چې د پېښې په ځای کې هېڅ ډول لاسوهنه نه‎ده شوې.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف

د اپرېل په اوومه نېټه، دمشق ته نږدې د ختیځې غوطې ښار په دوما سیمه کې په حمله کې له زهرجن ګازه کار اخیستل شوی و چې د روغتیا د نړیوال سازمان په وینا، ۴۳ ملکي وګړي په‎کې ووژل شول او ګڼ شمېر ملکي وګړي یې سخت متأثر کړل.

د حملې په اړه د راپورونو تر خپرېدو وروسته د امریکا متحده ایالاتو، فرانسې او انګلستان په سوریه کې د بشارالاسد د کیمیاوي وسلو پر تأسیساتو او زېرمو راکټي حملې وکړې.

د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ، پرون دوشنبه په فلوریدا کې د خبرو پر مهال وویل چې سوریې ته ټول ورتوغول شوي راکټ پر ټاکل شویو اهدافو لګېدلي دي.

د بریتانیا صدراعظمه ترزا مې
د بریتانیا صدراعظمه ترزا مې

د بریتانیا صدراعظمې، ترزا مې پرون په لندن کې خپل پارلمان ته په وینا کې وویل:

"اجازه راکړئ چې په وضاحت ووایم، موږ د خپلو ملي ګټو لپاره اقدام کړی دی. په سوریه کې د کیمیاوي وسلو د استعمال مخنیوی، له نړیوالې اجماع دفاع کول او د نړیوالو د ګډې پرېکړې پیاوړي کول زموږ په ګټه دی."

خو په سوریه کې د بشارالاسد رژیم او روسیې چې د اسد د رژیم کلک ملاتړ کوي، په دوما کې د کیمیاوي وسلو د استعمال په اړه تورونه رد کړي دي.

XS
SM
MD
LG