سپینې ماڼۍ ویلي چې په سوریه کې د امریکا مأموریت نهدی بدل شوی او ولسمشر ډونالد ټرمپ به هر څومره ژر چې کېدای شي، امریکایي ځواکونه بېرته خپل هېواد ته راستانه کړي.
سپینې ماڼۍ دغه څرګندونې د یکشنبې په ورځ وروسته له هغې وکړې چې متحده ایالاتو له خپلو متحدینو، فرانسې او بریتانیا سره پر سوریې د دې هېواد د رژیم لهخوا د تېرې اوونۍ د مشکوک کیمیاوي برید په عکسالعمل کې هوايي بریدونه وکړل.
داسې انګېرل شوې وه چې ګواکې د توغندیو په دغو بریدونو سره امریکا د سوریې په اووه کلنه کورنۍ جګړه کې ډېره ښکېلېږي.
متحده ایالات به په اوس وخت کې خپل ځواکونه له سوریې ونهباسي.
خو د سپینې ماڼۍ ویاندې سارا سندرز په یوه بیان کې وویل چې ولسمشر ټرمپ ډېر واضح ویلي چې دی غواړي هر څومره ژر چې امکان ولري امریکایي ځواکونه لهدې هېواده وباسي.
سندرز وویل، موږ پتیلې چې د اسلامي دولت ډله یا داعش سخت دریځه ډله به بېخي لهمنځه ځي او داسې شرایط به رامنځته کېږي چې هغه بیا سر را اوچت نهکړي.
سندرز زیاته کړه، موږ دغهراز له خپلو سیمهییزو متحدینو او شریکانو هم تمه کوو چې د سیمې د امن او ثبات لپاره پوځي او مالي زیات مسؤلیتونه په غاړه واخلي.
د سپینۍ ماڼۍ د ویاندې لهدې څرګندونو سره په یوه وخت په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې نیکي هیلي وویل چې متحده ایالات به په اوس وخت کې خپل ځواکونه له سوریې ونهباسي او زیاتهیې کړه چې د امریکا مأموریت تر اوسه نهدی بشپړ شوی.
هیلي وویل، په سوریه کې د امریکا د مأموریت د بشپړېدو لپاره درې هدفونه ټاکل شوي:
- د داعش ماتول.
- د کیمیاوي وسلو خوندي کول چې هغه بیا په داسې بڼه ونهکارول شي چې په سیمه کې زموږ ملي ګټې زیانمنې کړي.
- د برلاسيتوب داسې یوه فضا چې وکولای شو په سیمه کې د ایران کړه وړه له نږدې وڅارو.
هیلي وویل، موږ به تر هغو له سوریې ونهوځو چې دغه درې هدفونه ترلاسه شوي نهوي.
په عین حال کې د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون ویلي چې ده ولسمشر ټرمپ ته قناعت ورکړی چې په سوریه کې د اوږدې مودې لپاره ځواکونه پرېږدي.
مکرون وویل، ۱۰ ورځې مخکې ټرمپ غوښتل چې له سوریې ځواکونه وباسي، خو موږ نوموړی پهدې قانع کړی چې ځواکونه هلته وساتي.